افغانستان

د افغانستان زعفرانو د نړۍ په کچه لومړی مقام ترلاسه کړو

د افغانستان زعفران د ښه کیفیت په لرلو سره د اروپایي ټولنې د ذایقې د نړیوال انستیتوت له لورې د «درې طلایي ستورو» په اخیستو سره په نړۍ کې لومړی مقام خپل کړو. د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند فواد احمدي رسنیو ته وویل، چې د کیهان زعفران زراعتي شرکت د افغانستان په استازیتوب دا جایزه ترلاسه کړه. احمدي زیاته کړه، د کیهان زعفران زراعتي شرکت وروسته له دې کولای شي چې د … نور ولولئ
افغانستان

افغان ولسمشر د ترکمنستان څخه د برښنا د بيې ټيټولو په خاطر مننه وکړه

راپور: نسيمه محمدي د ٥٠٠ کيواټ برښنا په پرانېست غونډه کې، ولسمشر محمد اشرف غني او ترک ولسمشر قربان قلي بردي محمدوف له لوري د ويډيو کنفرانس له لارې پرانېستل شوه. افغان ولسمشر اشرف غني د ترکمنستان – افغانستان د ٥٠٠ کيلو واټه برښنا پروژه د اقتصادي همکارۍ په برخه کې مهم ګام ياد کړ. ښاغلي غني وويل: “د رېل پټلۍ، نوري فايبر، پاکستان ته د برښنا لېږد او نورې پروژې به، د سيمې د … نور ولولئ
اقتصاد

ټلګرام: د بشر په تاريخ کې د سترې ډېجېټالي کډوالۍ شاهدان يو

راپور: نسيمه محمدي پاول ډوروف، د ټلګرام بنسټګر اعلان کړې، چې د نوموړي پيام رسوونکي ته د نويو کارونکو راتلل د پام وړ زيات شوي دي. د اسپوتنيک په حواله، ډوروف په خپل ټلګرام اکونت د حرفې په بريا وياړ څرګند کړى دى. نوموړي زياته کړه، چې ممکن پخپله دى او لارويان يې”د بشر په تاريخ کې د ستر ډېجيټالي کډوالۍ شاهدان واوسي.” د ډوروف په وينا، د ټلګرام محبوبيت د دې لامل شو، چې … نور ولولئ
خواړه

بادیان؛ څو خورا مهمې ګټې یې

ژباړه: ملیحه ناصري لومړی به دا ووایو چې بادیان څه ډول دی؟  یو بوټی دی چې مېوه/ثمر یې کوچنۍ دانې دي. همدا دانې ډېر ښکلی بوی او خوند لري. پر دې سربېره د ډېرو ناروغیو درمل دی. کوچنۍ دانې \ یې له ګله جلا کېږي او وروسته خوړل کېږي. د همدې لپاره په ټولو طبیعي درملو کې د بادیانو نوم هم یادېږي. په دودیز طب کې یې کارونه له پخوا راهیسې دود وه، اوس هم … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ښه شخصیت او خوشحاله ژوند درلودلو لپاره اړین ټکي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ د هر چا ژوند کې داسې څه وي چې باید زده یې کړو او تجربه ورنه واخلو، چې د هماغه پر اساس خپل ژوند مخکې یوسو. ـ په ژوند کې دا باید زده کړو، چې د له هېچا تمه ونه لرو، حتا تر ټولو نږدې کس څخه هم، ځکه کله چې تمه ختمه شي موږ یو ډول ارامتیا ترلاسه کوو، او که له نورو څخه تل تمه ولرو هېڅکله خپل ژوند کې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رښتيني او نارښتيني انسانان څنګه وپېژنو؟ څو يې دلته ولولٸ

ژباړه: صديقه پوپلزۍ هغه کسان چې رښتينې وي ځانته ځانګړنې لري، خو هغه کسان چې دروغجن وي او یوازې ځان رښتيني ښيي، هغه هم ځانته ځانګړنې او عادتونه لري. دا ډول کسان څنګه وپېژنو او توپير يې وکړو. ـ رښتيني انسانان د نورو لپاره ګټور واقع کېدای شي او ښه خلک وي، خو دوه مخي او نا رښتيني بیا هغه وخت ښه وي چې موخه ولري، کله چې موخه پوره شي، بېرته خپل اصلي څېره … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د درې پروژو پرانیسته وشوه

د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ درې مهمې اقتصادي پروژې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو له لورې پرانیستل شوي. د دغه پروژو په لړ کې د نوري فایبر، د اقینې او اندخوی دیرش کیلو مټره رېل پټلۍ، او د ۵۰۰ میګاولټه برښنا پرانیسته وشوه. یاد مراسم چې د فاریاب ولایت په اندخوی ولسوالۍ کې جوړ شوي وه د دواړو هېوادونو ډېری استازي یاد ولات ته راغلي وه او دغه راز د دواړو هېوادونو ولسمشران هم په … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشر غني: جګړه د خلکو په زیان ده، طالبان دې اوربند وکړي

ولسمشر محمد اشرف غني یو ځل بیا له طالبانو وغوښتل چې پر اوربند هوکړه وکړي. ولسمشر غني چې نن یې د ترکمنستان او افغانستان ترمنځ د درېیو مهمو پروژو د پرانیستې لپاره په جوړو شوو مراسمو کې خبرې کولې وویل، چې روانه جګړه د هېچا په ګټه نه ده او طالبانو ته په کار ده چې ژر تر ژره اوربند ته غاړه کېږدي. ولسمشر همدا راز وویل، که په افغانستان کې سوله راځي او امنیت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لنډه کیسه؛ د بیزوګانو نیوکه

ژباړه: ملیحه ناصري په پخوا زمانو کې یوه پاچا څه کم/زیات ۵۰ کاله پاچايي وکړه. دې هېواد کې بیزوګانې هم ډېرې وې. بیزوګانو سره وویل چې انسانانو پر موږ خورا ډېر حکم وچلاوه، راځئ! دا ځل زموږ نوبت دی. دوی خپلې نیوکې پر حکومت پیل کړې. پر بېلابېلو ښارونو راتویې شوې، پاچايي یې غوښتله. پاچا چې بله لاره نه درلوده، ټولو ته یې وویل چې راټول/ې شي. پاچا ورته وویل چې تاسو خو ټول/ې یو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دا جملې مو په ښه ډول سره هڅولی شي

ژباړه: میلحه ناصري که یو کتاب ولولئ، ښايي کتاب لوستو ته لېواله شئ. که دوه کتابونه ولولئ، هرومرو مو له کتاب سره مینه پیدا کېږي. که درې کتابه ولولئ، حتماً مو په فکر کې ډوبوي. که څلور کتابونه ولولئ، په یوازېتوب کې به ځان سره خبرې کول پیل کړئ. که پینځه کتابه مطالعه کړئ، سپین به تور او تور به درته سپین ښکاري. که شپږ کتابه ولولئ، ډېرو ګروهو/عقیدو باندې به بې‌باوره، د خلکو پر … نور ولولئ