اقتصاد

د موټر جوړونې ستر نړيوال شرکت جوړ شو

د فرانسې پژو فيات او د اېټاليا او آمريکا، کرايسلر د موټر جوړونې شرکتونه سره يوځاى او د نړۍ ستر د موټر جووړنې شرکت يې جوړ کړ. د فيات کرايسلر او پژو سيټروٸن شرکتونو سهام لرونکو، د دغو شرکتونو ادغام/ يو ځاى کېدل د Stellantis NV، د نړۍ ستر موټر جوړونې شرکت د ٥٢ ميليارډه ډالرو په پانګې سره تصويب کړ. دغه ډله د کارلوس تاوارس څخه ١١، پنځه غړي له پژو او پنځه غړي … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې د ګلپيانو سږني حاصلات ۲۲زره ټنو ته رسېدلي

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مسوولان وايي په ختیځ لغمان ولایت کې د ګلپیانو حاصلات څه باندې ۲۲ زره ټنو ته رسېدلی دي. یاد وزارت زیاتوي چې، روان کال په دغه ولایت کې پر ۱۰۲۵ هکتاره ځمکه ګلپيان کرل شوي وو چې حاصلات یې ۲۲۵۵۰ ټنو ته رسېدلي دي. دوی وایي له کروندګرو سره يې پر وخت مرسته د دې لامل شوې چې هرکال د دوی حاصلات نسبت تېر ته زیاتېږي. بل لورته … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د تیرکال په نسبت د هوږې کښت او حاصلات زیات شوي

راپور: بشر درویش د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې سږ کال د دې ولایت په زیاته ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د تېرکال په پرتله یې د حاصلاتو کچه زیاته شوې وه. د کرنې وزارت یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، ددې وزارت د ۱۳۹۸ یم کال د احصایې ریاست د مالوماتو له مخې تېرکال د هلمند ولایت په ۱۲۶۲ هکټاره ځمکه هوږه کرل شوې وه، چې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

دا ستونزې د ټایروییډ له کم‌کارۍ سره اړیکه لري

ژباړه: ملیحه ناصري    ‌ موږ په ورځني ژوند کې کله نا کله ځينو ستونزو سره مخ کېږو، فکر کوو چې هرومرو مو وجود کې کومه پټه ناروغي ده. حال دا چې جدي ستونزه به نه وي، یوازې لږ پاملرنې او د خوړنیز رژیم سمولو ته به اړتیا ولري. د هغو له دلې څخه  دغه ستونزې دي چې ټایروییډ غدې/غوټې له کم‌کارۍ سره اړیکه لرلی شي: ۱-تل ستومانه یاست: سره له دې چې پوره خوب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ناروغۍ چې د وزن د کمښت لامل کېږي

ژباړه: ملیحه ناصري ۱-د عضلاتو کمېدل: د عضلاتو کمېدل چې موږ یې د عضلاتو اوبه کېدل بولو، د وزن د کمېدو لامل کېږي. اصلي نښه یې د عضلاتو کمزوري کېدل دي. آن داسې هم شونې دي چې یو غړی مو تر بل غړي کوچنی درته ښکاره شي. ۲-د ټایرويیډ ډېر فعالیت: هایپرتایروډیزم هغه وخت پیدا کېږي چې ټایروییډ ډېر هورمون تولید کړي. دغه هورمونونه د وجود ډېری کړنې او ميټابولیزم کنټرولوي. که ټایروییډ ډېر کار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ژور خفګان اخته کسان د دغو چارو په سرته رسولو کې ستونزه لري

ژباړه: صديقه پوپلزۍ ژور خفګان/ ډېپرېشن یوه روحي ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې زیاته لیدل کیږي. د ژور خفګان نښې هغه وخت په يو کس کې ليدل کېږي چې یو کس په متواتر ډول / دوه اونیو یا ډېری وخت خفه وي، نه يوه يا دوه ورځې. د روغتیا پوهنې له نظره دا ناروغي هغه وخت منځته راځي، چې د چاپېریال او حالاتو سره د انسان … نور ولولئ
ژوند بڼه

ډاکټر ويل، سترګې دې ضربه ليدلې – لنډه کيسه

يوولسم صنف زده کوونکې وم، په خپلو همزولو له ځانه هم ګرانه وم ، د کور کارونه مې ځکه نه کول چې د مور ناوزولې وم ، د درسونو سره مې له ماشومتوبه ډيره مینه وه خو بې زړه ومه ، کله نا کله به مې یوې وړې خبرې ته څو ورځي تشویش کاوه ، په نه خبره به ژړا راتله ….. خدای خبر چې په کوم فکر کې تللې وم ، د رياضي استاذ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځانته څو اړينې خبرې!

ليکنه: صديقه پوپلزۍ په ژوند کې ځينې سخت شرايط پېښېږي، چې بايد د خپلې ترلاسه کړې پوهې په واسطه يې تېر او ځان ونه بايلو. ـ په ژوند کې ډېر کسان راځي او بېرته ځي، خو حتمي نه ده، چې موږ د هر چا لپاره خفه شو یا یې په هکله فکر وکړو په ځانګړي ډول هغه څوک چې زموږ په اړه حتا یوه ثانیه هم فکر نه کوي. ـ حتمي نه دی چې کله … نور ولولئ
ټیکنالوژي

عطارد؛ ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده!

ژباړه: ملیحه ناصري د ډېریو خلکو په اند، زهره ځمکې ته تر ټولو نږدې سیاره ده؛ خو وروستیو څېړنو په ډاګه کړې چې عطارد د لمر ګردچاپېره مدار کې د ګرځېدو له امله ځمکې ته تر نورو نږدې ده. دا چې کومه سیاره موږ ته نږدې ده، دا پوښتنه د ټولو ذهن کې ښايي پیدا شوي وي، خصوصاً د هغو کسانو به په دې اړه مالومات لرل خوښېږي چې له ستورپېژندنې او سیارو سره مینه … نور ولولئ
افغانستان

د ۳۹ شمیره ولې شرم ګڼل کیږي او ایا د امرالله صالح وروستۍ حل لاره مناسبه ده؟

لیکنه: مهر تاج که څه هم افغانان مسلمانان او په خپل دین او مذهب کلک ولاړ خلک دي؛ خو مذهبي افراطیت کې هم ښکیل خلک بلل کېږي. د بده‌مرغه کلتوري او رواجي افراط هم زموږ د ټولنې یوه برخه ګرځیدلي ده. په دې وروستیو څو کلونو کې ٣٩ شمېره د خلکو ترمنځ په نحس یا د شرم او عار شمېره مشهوره شوه. حتا تر دې، چې د کوم موټر نمبر پلیټ کې به د ٣٩ شمېره … نور ولولئ