ټولنیز ژوند

هغه وختونه چې اوبه څښل په کې ډیره ګټه لري

اوبه حياتي ماده ده، چې د نړۍ نږدې هر څېز په اوبو ژوندى دى. اوبه د انسان په بدن کې لويه ونډه لري، چې غذايي مواد او وينه حجرو ته رسوي. د انسان مغز 90 سلنه اوبه دي، او داسې خاصيت لري، چې که لږ هم کموالى پکې راشي، نو خپل فعاليت په سمه توګه نشي کولى. په افغانستان کې 30 سلنه خلک پاکو اوبو ته لاس رسى لري، او پاتې نور يې د ناپاکو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په خپلو مسوليتونو او راسپارل شوو دندو کې د پاتې راتلو سببونه

ليکنه: فضل ربي شاکر موږ ولې ډېری وخت په خپلو مسئولیتونو او راسپارل شويو دندو کې پاتې راځو او يا هم په ترسراوي کې يې له ستونزو سره مخ کېږو؟ دا هغه پوښتنه ده، چې ښايي هر څوک يې د خپل منطق او اند له مخې د نورو په نسبت پر متفاوت ډول ځواب کړي، خو دا چې د يو رسمي او منل شوي اداري سټرکچر او فورمول له مخې يې ځوابول غواړو او ستونزو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ترهوونکي/ وېروونکي فلمونه کتل داسې پایلې درلودلی شي

ژباړه: ملیحه ناصري ځينې ارواپوهان وايي چې د وېروونکو فلمونو کتل د دې لامل کېدلی شي چې انسان د امنیت حس پیدا کړي. کله کله ځينې کسان تر عادي فلمونو د وېروونکو فلمونو کتل غوره ګڼي. د وېروونکو فلمونو کتل انسان کې دا حس راژوندی کوي چې د ارامښت او امنیت احساس وکړي؛ ځکه چې د واقعیت او خوب/خیال تر مینځ شته واټن ته یې پام کېږي او پر خپل بې جنجاله ژوند خوشحالېږي. یوې … نور ولولئ
روغه سټه

د وینې فشار؛ څه ته وايي، نورمال یې څومره دی؟

ژباړه او زیاتونه:ملیحه ناصري کله چې زړه رګونو ته وینه پمپوي، وینه په فشار سره په کوچنیو سرو رګونو لګېږي. دې وخت د وینې فشار په لوړه درجه کې وي او سیسټولي ورته وايي. کله چې د دوه ځلي درب درب کېدو تر مینځ یانې د هر ځل درزا تر مینځ زړه دمه کوي. دې وخت کې فشار ته ډیاسټولي وايي. یانې ۸۰/۱۲۰ چې فشار وي، ۱۲۰ یې سیسټولي او ۸۰ یې ډیاسټولي وي. ځينې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله مو په دې اړه سوچ کړی چې خلک ولې ارزښت نه درکوي؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري ښايي زموږ په شمول تاسو ته هم دا پوښتنه کله کله پیدا شي چې خلک ولې موږ ته ارزښت نه راکوي. خبره خپله تاسو کې ده. لږ یې درپه یاد کړئ، ښايي چا وخت ناوخت لیدو ته غوښتي یاست او تاسو هم ورغلي یئ. ښايي داسې پروژه یا کار کې مرسته درنه غوښتې وي چې تاسو پورې به یې هېڅ اړه نه درلوده؛ خو تاسو مرسته ورسره کړې. اوس پوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

خاوند/مېرمن ته تر شخړې وروسته دغه خبرې مه وایاست!

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ژوند له ملګري/ې سره جنګ/جګړې عادي چاره ده؛ خو په جنګ کې باید بدې/سپکې سپورې ونه ویل شي. دې لیکنه کې ټولو ته، خصوصاً مېرمنو ته څو سپارښتتنې شوي چې په عملي کولو سره به یې بریالی ګډ ژوند ولري. ۱-د ژوند ملګری/ې مو چې کله غوښتل درنه لرې شي، موقتاً/لنډمهاله یوازېتوب ته اجازه ورکړئ. ډاکټر ( مګان فلمینګ) وایي: کله چې په شخړه دواړه سره خپه شي او … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هلک خپله ملګرې وژلې او جسد یې په دېوال کې پټ کړی وو

د هندوستان په “مهاراشترا” ایالت کې، یو هلک خپله ګرل فرینډ (ملګرې) وژلې او د هغې جسد یې د کور په دېوال کې پټ کړی ؤ. د هندي رسنیو په حواله، د مهاراشترا په ‘پالګر ‘ولسوالۍ کې دیرش۳۰ کلن هلک خپله ۳۲ کلنه ملګرې وژلې او د هغې جسد یې په دېوال کې پټ کړی دی. د هندي پولیسو لخوا د یوې خپرې شوې اعلامیې له مخې، قرباني شوې نجلۍ په خپل ملګري فشار راوړی … نور ولولئ
په زړه پورې

شاه رخ خان؛ له خپلې میرمنې مې غوښتنه وکړه چې حجاب مراعت او لمونځ وکړي

د بالیووډ ستوري “شاه رخ خان” په وینا: له ګوري خان سره د واده په مراسمو کې، د هغې د خپلوانو په منځ کې داسې ګنګوسې روانې وې، چې “ګوري خان” به له واده وروسته اسلام قبول کړي. څو کاله دمخه، شاه رخ د “فریده جلال” په چیټ شو / خپرونه کې څرګند شو؛ په داسې حال کې چې “کنګ خان” وویل، چې هغه څنګه د واده په ​​ولیمه کې د ګوري خان له کورنۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رښتیني نارینه دا ځانګړتیاوې لري

ليکنه: صديقه پوپلزۍ که ښځه وي یا سړی، تر هغه اړینه رښتینې اوسېدل دي؛ ځکه دا کار زموږ د اړیکو د ټینګېدو سبب کېږي او هېڅکله نه پرېږدي چې اړیکې خرابې شي. رښتینی نارینه ډېرې ځانګړنې لري لکه؛ ـ د ښځو په ارزښتونو ډېر ښه پوهېږي او تل یې په هر حالت کې درک کوي؛ ښځې ته په ټیټه/ سپکه سترګه نه ګوري. ـ ځینې نارینه شتون لري چې دروغ ویل یې عادت ګرځېدلی وي، … نور ولولئ
اقتصاد

اېټاليا کې د يو يورو په بدل کې کور!

د اېټاليا د سيسيل ښار چارواکو د کار ي زمينې برابرولو، سوداګرۍ او د دغه ښار په يوه کلي کې د کار لپاره، کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري. د CNN د راپور پر بنسټ، کمون تورين د اېټاليا په سيسيل جزيره کې د يوې ځانګړې ځاى لپاره د اوسېدونکو د جذبولو خبر ورکړى دى. دا ښار کورونه د يو يورو په بدل کې پلوري او پېرېدونکو ته پيسې ورکوي، چې کور ځانته … نور ولولئ