بریا او پرمختګ

په ګډ ژوند کې د مېړه او ښځې توپيرونه

لیکنه: مریم صدیقي   مېړه او ښځه په ګډ ژوند کې د دې تمه لري، چې تل يو بل درک کړي. احترام ورته وکړي، او د يو بل خوشحالۍ لپاره له هر څه څخه تېر شي. خو په فطري او ذاتي ډول ښځینه او نارینه ځينې ځانګړنې او توپيرونه لري، چې موږ په دې ليکنه کې پرې غږېدلې يو. ۱ـ په ګډ ژوند کې سړى غواړي، چې خپلې ستونزې په خپله حل کړي، او د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ځان رغونې مهارتونه؛ دلته یې په اړه له پوهانو ولولئ

ژباړه صديقه پوپلزۍ ځان رغونه هغه څه ته وایي چې موږ خپل له اړتیاوو څخه ډېر پرمختګ وکړو، او په حقیقت کې د ځان بشپړوالی او یا هم د یو کس د ځواک ځان رغول دي. انجونې نسبت هلوکانو ته ځان رغونه کې مخکې دي. ځینې پوهانو د ځان رغونې په هکله نظرونه لري: کورت ګولدستین؛ ځان رغونه یانې په یو کس کې ذاتي ځواک شتون لري، چې د یو انسان د مثبتو وړتیاوو سره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شپږ تېروتنې چې برېښنالیک کې عامې دي!

ژباړه: ملیحه ناصري   په هغو رسمي پاڼو کې چې ډېرې کارول کېږي، یو هم ایمېل آدرس/برېښنالیک دی چې رسمي لیکونه پکې تبادله کېږي. په اوسني وخت کې ډېری کسان په برېښنالیک پیغامونه استوي. د امریکا ( McKinsey) څېړنیز شرکت یوه څېړنه کړې، چې وايي خلک حداقل ۲۸سلنه وخت د برېښنالیکونو په لوستلو او ځوابولو باندې تېروي؛ خو داسې ځينې تېروتنې هم له خلکو کېږي چې اعتبار او شخصیت ته یې تاوان حسابېږي. په افغانستان … نور ولولئ
افغانستان

د دین او دود ترمنځ توپیر، دین پریږدم، خو دود مې نه پریږدم

لیکنه: شبانه پوپلزۍ پښتنو ته له پخوا نه تر اوسه پورې د دوی دود او رواج ډېر ارزښت لري ان تر دې، چې دین ته یې هم رواجي بڼه ورکړې ده. دا چې دود تر کومه حده د دین ځای نیولی او د دین او دود ګډول څه زیان لري، په دې اړه به په دې لیکنه کې درته معلومات وړاندې شي. دین هغه لاره او طریقه ده، چې د حضرت محمد (ص) په واسطه … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې د شاتو د کیفیت معلومولو لابراتوار پرانیستل شو

خبر: بشر درویش دوه ورځې وړاندې په ننګرهار کې د وطنیو تولیداتو دوه ورځینی نندارتون ترسره شو. په دې نندارتون کې د وطنیو تولیداتو ۳۵ تړونونه او د میلیونونو افغانیو پېر او پلور ترسره شو. په یاد نندارتون کې د ننګرهار سبزیجات، وچې مېوې ، شات، زراعتي او تیلي نباتات، زراعتي وسایل او ادویه جات، تصدیقي نیالګي، نجارۍ برخې تولیدات، لبنیات، وطني خواړه او نور ګڼ شمېر توکې نندارې ته اېښودل شوي وو. پر همدې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې کسان د خپلو غلطيو پړه په نورو اچوي؟

ليکنه: شپنه سلګۍ بريالي خلک وايي، هیڅکله نور د خپلو ماتو په خاطر مه ملامتوئ. بلکې پر نورو د ملامتیا اچولو پر ځای فکر وکړئ چې څه ډول کولی شئ ترسره يې کړئ. عادي انسانان تل هڅه کوي خپل مسولیت د نورو په اوږو ور واچوي اما بریالي کسان تل د خپلو کړنو مسؤلیت په غاړه اخلي. نن سبا ډېری خلک دا نه خوښوي چې خپل مسوولیتونه او نیمګړتیاوې ومني؛ ځکه د دوی لپاره اسانه … نور ولولئ
افغانستان

نجونې او هلکان ولې نکریزي استعمالوي؛ د ځوانانو نظرونه

نکریزې د افغانستان په ګډون د اسيا په نورو هيوادونو كي د خوښيو شپو ورځو او د رواجونو پر وخت ترې استفاده کېږي. د ننګرهار اوسیدونکې سکینه یاران ته وایي، نجونې له نکریزو سره زیاته مینه لري او ډېری وخت د خوښۍ د مراسمو پر مهال نکریزې استعمالوي. هغه وایي نکریزې مو د هیواد یو ملې دود دی او کله چې خوښي راځي نو د نکریزو استعمال یې یو له مهمو برخو څخه ګڼل کیږي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

لس تېروتنې چې په کاري چاپېریال کې تاسو نامسلکي ښيي

ژباړه: ملیحه ناصري ښايي ستاسو د نورو هیلو تر څنګ یوه هیله دا هم وي چې په کاري چاپېریال کې تر غوره شخصیت شئ او وځلېږئ؛ نو دلته مو د همدې موخې لپاره یوولس هغه تېروتنې یادې کړي چې په ناپامۍ کې له یو چا کېږي او  پر کاري ژوند یې سیوری کوي. ۱-رییس ته مو درناوی نه لرئ: هر سړی د مدیریت لپاره جلا تګلاره کاروي. داسې نه ده چې تر تاسو لوړ پوړي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځيرک خلک په خپلو خبرو کې دا ۶ جملې نه کاروي

ژباړه: ملیحه ناصري ځينې وخت خلک زموږ له خبرو بل مطلب اخلي. کله چې تاسو پرته له ژور فکره یوه خبره کوئ، د دې لامل کېږي چې په هغوی کې بد احساس پیدا کړي. دا چاره هغه وخت کېږي چې موږ د هغه څه په اړه نظر څرګندوو چې په اړه یې کافي مالومات نه لرو. د داسې خبرو درک په ټولنیزه باخبرۍ پوره اړه لري، په دې پورې چې موږ څومره ټولنه او خلک … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

زړه‌راښکونکي شخصیتونه؛ ولې ځينې کسان د خلکو په راخپلولو کې بریالي وي؟

ښايي تاسو هم زما غوندې ځينې داسې کسان پېژنئ چې ډېر ژر خلک ورسره ملګري کېږي او پرې ګرانېږي. داسې خلک چې خپل کارونه لا نه شي منظمولی؛ خو ټول له هغوی سره ځان راحته احساسوي. دوی څنګه داسې یو کار کوي؟ ایا مورزادي همداسې پیدا شوي؟ کوم ځانکړی تخنیک یې چېرته زده کړی، که څه چل دی؟! دې لیکنې کې مو د دغو کسانو په اړه لیکلي چې څنګه خلک ځان کوي. ۱-په هغو … نور ولولئ