افغانستان

کندوز کې سپین زر شرکت د غوړیو تولید بیا پیل کړو

د کندوز ولایت د سپين زرشرکت له دوو لسیزو وروسته د غوړیو فابریکې د بېرته فعالېدو لپاره پنځه ماشینونه نصب شول او کار یې پیل کړ. د یاد ولایت ځایي چارواکي وايي، دغه نوي ماشینونه له ازبکستان څخه اخيستل شوي چې په ۲۴ ساعتونو کې د لس ټنو غوړیو پر پروسیس سربېره د هر ډول تیلي دانو د پروسیس ظرفیت لري. د کندوز ولایت د رسنیو دفتر په یوه خبرپانه کې ویلي: « د کندوز … نور ولولئ
افغانستان

له ۷۰۰ کلونو وروسته د کمال خان بند یو وار بیا له اوبو ډک شو

د اوبو د تنظیم ملي ادارې نن په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې د کمال خان بند د هېواد لویه او ملي پروژه ده چې د جوړېدو چارې یې د دې ادارې له لوري بشپړې او د اوبو ذخیره کول په کې پیل شوي دي. د یادې ادارې د خبرپاڼې په وینا د نورو هېوادوالو تر څنګ ولسمشر غني هم د کمال خان بند په جوړېدو خوښي ښودلې ده. سرچینه زیاتوي: «د نورو هېوادوالو تر … نور ولولئ
افغانستان

منځنۍ اسیا د افغانستان له لارې له جنوبي اسیا سره وصل کېږي

افغانستان، ازبکستان او پاکستان د مرکزي او سویلي آسیا ترمینځ د سوداګریزو اړیکو د پیاوړتیا په موخه د ریل پټلۍ یو سند لاسلیک کړ. د ازبکستاني رسنیو د راپورونو له مخې د دغو هېوادونو چارواکیو ددې سترې پروژې د لاسلیک په مراسمو کې چې په تاشکند کې تر سره شول برخه اخیستې وه. په دې مراسمو کې د ازبکستان د لومړي وزیر مرستیال سردار اموروزاکوف وویل، سوله او ثبات کولی شي چې په افغانستان کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د جذابو ښځو عادتونه؛ دوولس یې دلته ولولئ

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى د جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲عادتونو غږېدلي يو. ۱ –  تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې دی. ۲ –  غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې … نور ولولئ
افغانستان

د نجونو د زده‌کړو پر وړاندې لوی خنډ، د کورنۍ بي باوري ده

  ليکنه: شپنه سلګۍ یوه داسې نړۍ چېرته چې جونې لوستې او باسواده وي، تر هغې نړۍ چې هلته جونې له زده کړو بې برخې وي، ډېره باثباته، سوکاله او آرامه وي. همداسې هغه کورنۍ ډیرې بختورې او نیکمرغه دي چې لیک لوست یې زده وي ، خپل او د نورو حقوق وپیژني ، همداسې جونې د عامه پوهاوي او نورو ته د ښه ذهنیت ورکولو یو غښتلی ځواک لري، خو که سمه لارښوونه ورته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اروايي وېښتیا په لور پنځه پړاوونه

ژباړه: نوید صهیب یو له ډیرو سختو مسائلو چې موږ په ورځني معنوي ژوند کې ورسره لاس او ګریوان یو، هغه زموږ د روحي ویښتابه یا بیدارۍ پړاوونه دي، چې کټ مټ لکه د ورېښمو له چنجي څخه د شاپرک جوړېدلو د مرحلې په څېر ترې تیرېږو. د یو انسان په نوم موږ همداسې د پام وړ یوه بدلېدونکي پړاو ته ور دننه کېږو او وروسته له ډیرو هلو ځلو خپلې روح/اروا ته د بیدارۍ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې نه شو کولی ښه ملګری پيدا کړو؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د یوه ښه ملګري/ې درلودل، له نورو خلکو لرېوالی، هغه څه دي چې زموږ د ژوند پر ټولو برخو سیوری غوړولی شي؛ خو د یوه ښه ملګري/ې د نه لرلو لامل کېدی شي د ماشومتوب د وخت ژوند بڼه او کورنۍ تربیه وي. د ښه او نږدې ملګري/ ې د نه لرلو لاملونه دا دي: ۱-کورنۍ اړیکې: تر ټولو لوی لامل یې کورنۍ تربیه/روزنه ده. ځينو کورنیو خپلو ماشومانو ته … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

که ابي (نیلي) بوټونه خوښوئ، نو دا لیکنه ستاسې لپاره ده

ژباړه: مریم صدیقي که ستاسو ابي بوټان خوښېږي خو پر دې نه پوهېږئ چې څه ورسره واغوندې نو د اندېښنې خبره نه ده. داسې ډېر رنګونه او کالي شته چې له ابي رنګ بوټانو سره ښکلي ښکاري. دلته به پر دې بحث وشD، چې د ابي (نیلي) بوټانو سره د کولو رنګونو او کالیو ټاکنه غوره ده. نیلي کالي د تور جامو سره. له ابي بوټانو سره د تور رنګ غوره کول غوره انتخاب دی. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ځینې اړینې خبرې باید تل خپل ذهن ته وسپارو

ـ دا تل پیاد ولرو هغه چا چې زموږ د غم او خفګان سبب شوی، که موږ یې ونه بخښو، هغوی ته لا ډېر ځواک ورکوو ترڅو زموږ پر ذهن پاچاهي وکړي ځکه له دې کار سره د دې پر ځای چې خپل انرژي خپل پر ژوند مصرف کړو هغه په بې ځایه کینې لګوو. ـ هیڅکله باید له نورو خلکو څخه بې ځایه طمع ونه لرو، خپله طمعه له نورو څخه باید تر صفر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

حجاب؛ فردي او ټولنيزې ګټې یې

راټولونه: نسيمه محمدي هر کال د فبرورۍ لومړۍ نېټه د نړۍ په ١٤٠ هېوادونو د حجاب د ورځې په توګه نمانځل کېږي. حجاب په عربي ژبه کې د “پوښښ” معنا لري؛ مسلمانې ښځې د سر ويښان او غاړه پټه کړي. د دې ترڅنګ مسلمانې ښځې د تنګو کاليو له اغوستلو چې د بدن غړي په کې څرګند وي، ډډه وکړي. وړاندې په ليکنه د حجاب فردي او ټولنيزې ګټې ګټې يادوو. ١ – حجاب د … نور ولولئ