بریا او پرمختګ

یوه انجلۍ نورو انجونو ته؛ باید د (ځوان) کلمه یوازې نارینه وو ته پرینږدو

لیکنه: مریم محمدي لوپټې مو له دستاره کمې نه دي دا يو روڼ حقيقت دی، چې ځوانان د يوې ټولنې غښتلی ځواک بلل کېږي، پردې اساس د ځوانانو دغه رول ته بايد په درنه سترګه وکتل شي. همداراز ځوانان د ټولنې د ملا تیر هم بولو، خو زه دلته ځکه یواځې په ځوانو نجونو او مېرمنو خبرې کول غواړم چې د نارينه وو ترڅنګ دوی هم خپلو مسؤوليتونو ته متوجه شي او په راتلونکې کې … نور ولولئ
کورنی ژوند

له ماشومانو سره څرنګه چلند وکړو چې ذهین او نیک عمله اوسي، ۶ لارې چارې

لیکنه: حشمت الله رحمتي د اولاد روزنه یو دروند مسولیت دی او که چیرې والدین د خپلو اولادونو پر وړاندې خپل مسولیت کاملآ درک کړي، نو نه یواځې دا چې دا کار د یوې کورنۍ لپاره غوره دی، بلکې د ټولې ټولنې لپاره ددغه ډول افرادو او اشخاصو روزنه بلا اهمیت لري، نو راشئ چې د ټولنې په وړاندې خپل مسولیت درک کړو او داسې افراد ټولنې ته وړاندې کړو چې د نورو د اوږو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښځو او مسافرو لپاره؛ جامې څنګه ووینځو او له وینځلو وړاندې او وروسته څه باید وکړو، څو پاکې شي؟

لیکنه: آلما افغان افغانستان کې دا دود دی چې جامې ښځې مینځي او پاکوي، دا بیا په یوه تشت یا لګن کې په صابون مینځي، د نورې نړۍ په شان هغسې پریمانه امکانات نه لري چې ماشین واخلي او ویې مینځي، خو اوس یو څه پرمختګ شوی، ځیني خلکو له ماشینونو استفاده کوي. تر څنګ یې، روانو جنګ جګړو او بدو حالاتو ډیر افغانان مجبوره کړي چې اروپايي او نورو هیوادونو ته ولاړ شي، هلته … نور ولولئ
اقتصاد

د یخو اوبو ګټې؛ ویښتان مو ښایسته کوي او له کم خونۍ مو ژغوري

ژباړه: مریم محمدي تاسې به لیدلي وي چې ځینې خلک په سړو یا یخو اوبو له حما کولو ویریږي. کیدای شي په کور کې مو هم داسې څوک وي یا ممکن خپله یاست چې کله درته کور کې اوبه ګرمې نه کړي بیا ویریږئ او وایئ چې باید اوبه ګرمي شي او بیا پرې لامبه وکړئ. تر څنګ به مو دا هم اوریدلي وي چې ډیرې اوبه څښل پوستکی ځوان او رنګ تازه ساتي، هدف … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بدن حرکات یا باډي لنګویچ پر شخصیت ځانګړی اغیز لري

ژباړه: محمد عزيز پردېس د خبرو پر مهال د بدن د حرکاتو څخه په سمه توګه ګټه اخېستل، مخاطبین ستاسو تر اغېز لاندې راولي. د بدن حرکات يا (Body Language ) عبارت د هغه ځانګړو حرکاتو څخه دي چې د خبرو اترو پر مهال د لاسونو، سر او د بدن د نورو غړو په مرسته ادا کېږي، چې په ترڅ کې يې يوه مانا لرونکې او سمه خبره يا جمله ادا کېږي او هغه څه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پښتون ژغورنې له غورځنګ سره تړلي پنځه نښې چې په پښتنو ځوانانو کې بدلون ښيي

د ضیا الرحمن لیکنه، سما ټي وي له اردو ژباړه: بهرام خیل لومړی ؛ په عامه توګه په پاکستان او په ځانګړې توګه په خیبر پښتونخوا کې چې کله دا ډول سترې غونډې او مظاهرې جوړیږي، نو سیاسي ګوندونه عموما د ځايي خانانانو، جاګیردارانو او ټیکه دارانو پر وسایلو او سرچینو تکیه کوي. د غونډو لپاره له کلیو او بانډو خلکو راوستل کیږي او هغوی ته ترانسپورت هم برابریږي. خو د پښتون ژغورنې غورځنګ د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه څه، چې ترسره کول یې خپل ځانته کنده او کوهي ایستل دي

ژباړه: غازي عابد ځینې وخت ددې لپاره چې وخت بې ځایه تیر نه شي او هڅې بې ځایه نه شي باید ځیني کارونه ونه شي، ځکه نه ارزي. موږ هم دلته ځینې خبرې راخیستي؛ کیدای ټول ځینې دا ځانګړتیاوې دا اوس هم ولرو، که لرو یې او ورسره موافق یوو باید ختمې یې کړو: ۱- په ستونزو او ننګونو باندې د بریالیو کیدو وارخطايي. هغه خلک چې ستونزه ورپيدا شي، بیا وارخطا او فکر کوي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په رواني ناروغیو د کم عمره میرمنو اخته کیدو ۳ عوامل

لیکنه: آلما افغان لیدلي به مو وي چې ډیر خلک په رواني ناروغیو اخته وي، چې تر ډیره کورنۍ یې هم حیرانې چې څه ستونزه به لري. ځیني وخت بیا په لیرو پرتو سیمو کې خلک تیروځي او دې ته د پيرانو او نورو نومونه ورکړي، خو رښتیا نه وي، دا خلک اصلاً رواني ناروغان وي. دا چې ښځینه او بیا کم عمره ښځینه ډیرې په رواني ناروغیو اخته کیږي، دلته یې موږ لاملونه او … نور ولولئ
اقتصاد

پاکستانۍ کلداره له اعتباره لويږي

د محمد حامد اکبري لیکنه اوږده موده وشوه چې په افغانستان کې د پاکستانۍ کلدارې چلښت او د نورو اسعارو پر وړاندې د هغې ارزښت څارم، په دې اړه مې وړاندې هم ليکنې کړې؛ ځکه چې دا موضوع د هېواد د اقتصادي پرمختګ سره نېغې اړيکې لري؛ پاکستانۍ کلدارې له ډېرې مودې راهيسې زموږ پر کورنيو بازارونو سيوری غوړولی او د پولي ثبات پر وړاندې يې خنډ جوړ کړی؛ خو په ډاډ سره ويلی شم … نور ولولئ
کورنی ژوند

که تاسې غوره خاوندان یاست، دا ۱۷ ځانګړتیاوې به لرئ

ژباړه او زیاتونه: مریم محمدي ټول نارينه غواړي چې د خپلې میرمنې لپاره یو ښه خاوند وي او ښځه یې په هغه باندې وویاړي او د آرامتیا احساس ولري. په سمه توګه یوه ښه ښځه او خاوند هغه دي چې د یو بل لپاره مناسب وي. دا چې یو ښه خاوند یا میړه کوم ځانګړنې لري دلته یې درته وایو: ۱- ښه سړی یا نارینه هغه دی چې له خپلې ښځې سره ښه وي، حضرت … نور ولولئ