اقتصاد

دا ولولئ، بیا نوی کور کرایه کړئ!!

ډېر کسان، چې نوی کور نیسي یا پیري، پرېکړه یې په خپله کوي. ډېر لږ داسې کسان موندل کیږي، چې د کور په مېرمنې او نورو غړو یې وګوري. په کور کې یو کس ژوند نه کوي، بلکې د افرادو یوه مجموعه په کې اوسیږي، چې موږ یې د کورنۍ په نامه پېژنو. د هغوی ټولو نظر او وړاندیز باید واورېدل شي. څومره، چې نظرونه سره تبادله کیږي، هومره د کار د بهبود فرصت ډیریږي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د صداقت او رښتینولۍ ۵ رازونه

  لېکنه: سټیفیني لینزر ژباړه: غازي عابد که چیرته دداسې خلکو سره ګرځئ او راشه درشه مو ډیره وي چې هغوی دروغجن وي او دروغ وايي، نو بیا داسې چاپیریال کې صادقه اوسېدل به یو ستر نعمت وي. له خلکو سره رښتینی او صادقه اوسېدل نه یوازې دا چې تاسې ته خوښي دربښي، بلکې د ډیرو ښو دوستانه اړیکو او ملګرو سره د روابطو پیدا کیدو او جوړیدو باعث هم کیږي. ځیني خلک په اتومات … نور ولولئ
ژوند بڼه

که په سویس کې د اوسیدو هیله لرئ، نو له دې عجیبو اصولو یې هم خبر شئ

ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي اول هغه کړنې چې د ګاونډي د ازیت سبب کیږي:  د ماشومانو ژړا.  د سپیو غپیدل.  د خاوند او ښځې ترمنځ د خبرو اترو ښکته پورته کیدل.  په مجموع کې د کورنۍ د غړو ترمنځ په لوړ اواز مفاهمه.  د اوږدو میلو درلودل (د موسیقۍ دوامداره غږول).  راډیو یا تلویزیون په لوړ اواز غږول.  پخپله د موسیقۍ آلات په لوړ اواز غږول. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

مثبتې ولولې او احساسات مو څه ډول برياليتوب ته هڅوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس ( خوښي د برياليتوب پايله نه ده، بلکې برياليتوب د خوښۍ پايله ده ) دا يوه فلسفي جمله نه ده، بلکې يوه علمي موندنه ده چې ارواه پوهانو د څېړنو په ترڅ کې موندلې ده. هغوی په خپلو څېړنو کې دې پايلې ته رسېدلي دي چې خوشحاله وګړي د برياليتوب په ترلاسه کولو کې ډېر چانس لري؛ په يو بل عبارت کې، که تر اوسه مو داسې فکر کوه چې لومړی … نور ولولئ
په زړه پورې

د اوسنیو ځوانانو په اړه د روغتیا پوهانو اندیښنې؛ دوی به د والدینو په شان اوږد عمر ونه لري

ژباړه او زیاتونه: حشمت الله رحمتي د صحت متخصصین پدې تشویش کې دي چې اوسني ځوانان د ژوند د ناسم طرز له امله د خپلو والدینو په نسبت به کم عمر ولري: څیړنې ښايي چې:  ۳۰٪ ځوانان د سهار ناری نه کوي.  ډیری ځوانان د یوې هفتې په جریان کې هر ورځ دوه یا حتا درې ځلې هغه غذآ استعمالوي کومه غذآ چې په تیزۍ سره تیاریږي او ډیر ویټامین هم نلري، بله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ازموينو کې د فشار د کموالي لپاره پنځه لنډې لارښوونې

ژباړه: محمد عزيز پردېس حتا ترټولو تکړه او با استعداده زده کوونکي هم د ازموينو پر وخت د تشويش او وېرې څخه په امان نه دي. په حقيقت کې اسټرس داسې يو عامل دی چې تاسو ته دا اجازه نه درکوي چې په خپل ټول قدرت سره د ازموينې پر وخت حاضر شئ. ځيني کسان بيا د داسې يو حالت سره مخامخېږي چې هر څه يې له ياده وځي او نشي کولی چې حتا ساده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د باسواده ښځې ۱۱ ښیګڼې؛ د ټولنې، ځان او ژوند لپاره څه کولی شي؟

لیکنه: مریم محمدي که څه هم د اسلام په مبين دين کې زده کړه په ښځه او نارينه دواړو يو شان فرض ده، خو په ځينو کورنيو کې د نجونو په دې حق سترګې پټيږي او يوازې د کورنۍ نارينه اولاد ته دغه حق ورکول کيږي. ډېر پلرونه او ميندې په دې فکر دي چې په انجونو د بل چا کور ودانيږي او دوی ته يې ګټه نه رسيږي خو په دې فکر نه کوي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څیړنه: ژړا د غمونو، دردونو او د زړه پاکوالي لپاره ګټوره او وړیا درملنه

ژباړه او زیاتونه: محمد صادق کریمزی دا طبعي خبره ده، هر کله چې انسان په ژوند کې د مختلفو حالاتو غم، خفګان ناکامیو او احساساتي حالت سره مخ کیږي او له سترګو یې اوښکې بهیږي. په همدې اړه د امریکا د مینیسوټا پوهنتون څيړونکو په خپله نوې څیړنه کې موندلې، ژړا کول د انسان غمونه او دردونه ختموي او زړه یې پاکوي. څیړونکو چې یو شمېر کسان د څيړنې لاندې نیولي ول، په پایله کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوند تر پایه باید دې ۶ ټکو ته پام وکړو !

لیکنه: جان بکر ژباړه: غازي عابد ۱- غوره نه ده چې سګرټ، پوډر او نور نشه يي توکي وکاروئ. ځکه دا شیان هیڅکله او په هیڅ عمر کې انسان ته کومه ګټه نه رسوي. که څومره هم استعمال شي بیا هم تاوان او تاوان دی. غوره ده چې د تل لپاره له هر ډول نشه يي توکو او ناروا مشروباتو ځان وساتل شي. ۲- هر وخت ځان تازه کړئ، له بیلابیل ډوله لارو کار واخلئ؛ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ۱۶ کارونه چې هر افغان وګړی یې د روانو حالاتو د بهبود لپاره کولی شي

دې ورځو کې د افغانستان ګوټ، ګوټ ټپ ټپ او وینه وینه دی. چاودنې، بمبارۍ، ځانمرګي، د غلا او زورواکۍ پېښې هره ورځ په ښارونو او کلیو کې دنګ، دنګ قامتونه نړوي. ځوان، زاړه، ښځې نارینه، لویان او ماشومان مو په ډېره بې رحمۍ په یو او بل نوم وژني، سرونه یې پرې کوي او وحشت د ټول هیواد په کوڅو کې نارې وهي. له یوې خوا ولس له خونخوارو ترهګرو ډلو سره مخ دی. … نور ولولئ