ټولنیز ژوند

د حیات ضامن

الهي کلام د ژوند ټولې مهمې برخې په بر کې نیسي. زموږ همدا عقیده ده چې که پر دغه کلام پوره پوره عمل وشي؛ نو له سترو ستونزو خلاصیدای شو. زموږ په هیواد کې نن سبا یوه ستره ستونزه د ( حیات) ده. دلته حیات له خطر سره مخ دی او دا ځکه چې په دې اړه الهي ارشاد له پامه غورځول شوی دی. ژوند یا حیات ته د خطر ستره بیلګه پرون د اروزګان … نور ولولئ
اقتصاد

لاچي یا هیل؛ هاضمه ښه کوي، فشار نارملوي او د خولې بدبويي ختموي

ژباړه: مریم محمدي هیل لرونکی چای خو به مو حتمي څښلی وي. هیل یا لاچي د شین چای سره بیره په شیدو چای، کیک، فیرني، درملو او د دیګ د مسالو د خوند لپاره ترې استفاده کیږي. هیل ته ځینې خلک لاچي هم وایي په انګلیسي کې ورته cardamom وايي. هیل یا لاچې نه یوازې د خوند لپاره کارول کیږي، بلکې نورې روغیتایي ګټې هم لري چې د ځینو په اړه یې دلته درته معلومات … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بې ارادې مبارزه

دوه بیلابیلو ادارو ته مې کار بند و. له ډیرو ګرځیدو را ګرځیدو یې ستړی کړم. اخر مې له کمیشنکارانو سره غوږ وجنګاوه، کاغذونه یې واخیستل او په لږ وخت کې یې کار خلاص کړ. په بله اداره کې خو زما کار نا ممکن وګڼل شو، خو چې ځان مې ګناه ګار کړ او پیسې مې ورکړې؛ نو ډیر ژر ممکن شو. د دواړو ادارو له کمیشنکارانو سره مې د پیسو پر سر شخړه راغله. … نور ولولئ
اقتصاد

د غوره او بریالي واده په لرلو کې د کورنۍ رول

د جاوید حیدرزی لیکنه واده د کورنۍ د اړنیو موضوعاتو له مخې باید په ځانګړي ځای او قالب کې تر بحث لاندې ونیول شي او دا چې ویل کیږي وخت تغیر کړی او د دې وخت ځوانانو له پخوانیو ځوانانو سره ځمکه او آسمان فرق لري نشي کولی په دې اړه لازم تصمیم ونیسي. اوسني ځوانان هم د پخوانیو ځوانانو په څیر په همدې کورنیو کې زیږیدلي، تربیه او لوی شوي او یوازې د تکنالوژي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څه ډول له ډېر زړه بد والي سره سره، بیا هم مقابل کس وبښو!

ژباړه: حمیدالله حمیدي د ژوند ملګری چې ژمن نه وي، مور او پلار چې په وړکتوب کې یې له تمې سره تاسو غوښتنو ته رسیدګی نه وي کړې او ګڼ نور کسان چې په ژوند کې یې دردولي وی، دغه څه کله کله ستاسو په وجود کې دومره ژور ټپ رامنځ ته کوي چې له ځان سره وایاست: «هېڅکله یې هم نه بښم.»، «ځینې کسان هېڅ د بښلو ارزښت نه لري.»، « ځینې پېښې هېڅ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې د پښتورګو پر ناروغۍ اخته کېږو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي ډېر ښه او بد عادتونه شته چې زموږ د ژوند یوه برخه ګرځېدلې او پرېښودل یې سخت دي. خو که پوه شو چې ځینې بد عادتونه مو د روغتیا پر زیان دي، نو بیا یې په اسانۍ سره پرېښودلی شو. ورځني عادتونه مو پر روغتیا مستقیم اغېز لري. ډېری بد عادتونه چې موږ ارزښت نه ورکوو، زموږ اندامونو ته زیان رسوي او د بېلا بېلو مهلکو ناروغیو لامل کېږي. په دې لیکنه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ۷ لاملونه چې خلک مو له ملګرتیا تښتي

ژباړه: حمیدالله حمیدي هغه ده چې له ۲۵ کلنۍ اوړئ، خو لا هم درته د ملګرو پیدا کول ستونزمن دي، یا دا چې څوک در سره ملګرۍ ته زړه نه ښه کوي. د ملګر پیدا کول هم څه اسانه خبره نه ده. د یوه داسې ملګري پیدا کول، چې تل مو په څنګ کې وي، په خوښۍ مو خوشاله او په درد مو دردمن وي دوه اړخیزو اړیکو ته اړتیا لري. ملګري په ژوند کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې خلک د خوب پر مهال په لاره ځي یا نور حرکتونه کوي؟

ژباړه: محمد عزيز پردېس د خوب پر مهال په لاره تلل، د انسانانو له عجيبو چلندونو څخه ګڼل کېږي او د دې لپاره چې په دې راز پوه شئ چې ولې ځينې کسان د خوب پر مهال په لاره ځي، غوره به دا وي چې د خوب د کيفيت په اړه لنډه توضيح وړاندې شي. مونږ خوب ته اړ يوو، ځکه د بدن ستړې عضلې او غړي مو استراحت ته اړتيا لري؛ ترڅو د ژوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په ستونزو کې ګیر دوستان مو په دې ۶ لارو خوشحاله کړئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي موږ ټول کله کله خپه کېږو. اړتیا پیدا کوو، چې یو څوک مو باید په څنګ کې وي، ډاډ راکړي او د زړه راز او خواله را سره وکړي. کېدای شي له داسې پېښې سره مخ شوی یاست، چې ملګري، خپل او خپلوان مو له یوې پېښې ځورېدلي وي، تاسو باید ډاډ او زړه ورکړی وای، خو په چل یې نه پوهېدئ چې څه او څه ډول ورته و وایاست؟ په دې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کریم صادق د یوه افغان ژوند وژغوره؛ دې کار یې یو ځل بیا د خلکو زړونه وګټل 

 د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړي کریم خان صادق د هغه کس درملنه وکړه، چې د ژوند امیدونه یې بایللې و. نوموړي د ننګرهار ولایت جلال اباد ښار ۶ مې ناحیې فامیلیو سیمه کې د هغې ناروغ کس درملنې ته سینه ډبولې وه، چې د کورنۍ ۱۰ غړو یې یوازې د مرګ شیبې شمیرلې.  د دغه کورنۍ غړي وایي، د ناروغ سمین ګل د درملنې په خاطر د کریم خان صادق کور ته ورغلي … نور ولولئ