ټولنیز ژوند

که لټ یا ټنبل یاست؛ دا ساده لارې چارې عملي کړئ

ژباړه: نور احمد فضلي شاید تر اوسه مو دا موضوع مهمه نه وي ګڼلې چې ځینې وختونه زموږ همېشنۍ ستړیا او بې سېکه توب زموږ د ژوند ډول او عادتونو له وجي نه وي، پر دې بنسټ شونې ده چې د خپلو ورځنیو عادتونو په بدلولو سره ځانونه قوي او پُر انرژي احساس کړو. د بېلګي په توګه: شوني دي د درپیښي ستومانتیا په وجه وغواړئ چې د یوې مودې له پاره په کور کېنئ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې ځينې خلک بې ښځو یعنې مجردان پاتې کیږي؟

ډیر شمیر ځوانان فکر کوي، چې مجردي یواځې ددوی ملګرې ده او د نورو خو چاره سمه ده. اما داسې نه ده؛ په یو نسبتا غیري علمي پلټنه کې چې د سايپروس پوهنتون له لورې ترسره شوې، او پکې دیارلس زره، څلور سوه او نهه ویشت (۱۳،۴۲۹) کسانو برخه اخیستې وه، جالبه پایلې موندل شوي. ګډوانولو یواځې یوې پوښتنې – “ای ځوانانو! ولې مجرد يۍ؟” – ته ځواب ویلی. یوه ګډونوال لیکلي: “زه د یواځیتوب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نانځکو کولو رازونه: ولې ځیني انجونې چې ودیږي هم، ځانځکې لوبوي ؟!

نانځکو د لوبولو ګټې او رازونه دا طبیعې ده چې د نانځکو لوبول د انجونو د پیدایښت او لږ لږ پوهیدو سره سم پیلیږي او دا طبیعې مینه بیا کله په یوې ځانګړې مینې بدله شي او ددې سبب شي چې انجونې دې آن د واده په جهیز کې هم له ځانه سره نانځکې یوسې او د واده وروسته يې هم ولوبوي. پوښتنه داده چې، په ماشومتوب او د عمر په نورو مرحلو کې د … نور ولولئ
اقتصاد

د یوه پياوړي کورني اقتصاد لپاره په دې لیکنه عمل وکړئ

ژباړه او زیاتونه : عتیق الله فایق لکه څرنګه چې انسانان په یو ګډ چاپېریال او ټولنه کې ژوند کوي، د ډېرو فعالیتونو سربېره انسانانو ته اړینه ده چې په خپل کور کې، همدارنګه کوم ځای کې چې ژوند کوي، د خپل ژوند ضرورتونه مهیا، برابر او یو منظم اقتصادي سیستم رامنځته کړي. لاندې څو مهم ټکي دي چې د کوراقتصاد په جوړولو کې ډېره مرسته کوي: پسنداز سیستم رامنځته کول په کورکې د پیاوړي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ښې او ګټورې وینا لپاره په دې ۱۰ رازونو پوه شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس 1- په کوچنيو غونډو کې وينا وکړئ. هڅه وکړئ چې داسې ځايونو کې ويناوې وکړئ چې د ځينو د مخاطبانو سره همغږي ولرئ. که پلان مو دا وي چې ستاسو د وينا په پروګرام کې ۲۵ کسان ګډون وکړي، داسې يو ځای په پام کې ونيسئ چې حد اقل د ۳۰ کسانو لپاره ظرفيت ولري، نه د ۱۰۰ کسانو لپاره. يو ډکه خونه د خالي صالون په پرتله خوندوره او د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

جلال اباد د بیا ځل خپلواکۍ اخیستلو په موخه په درې رنګه بیرغ پوښل شوی

 د اسد ۲۸ مه نیټه، چې د افغانستان د خپلواکۍ د ورځې سره برابره ده، هر کال په ټول هېواد کې په خوښیو سره لمانځل کیږي.  سږ کال هم د نورو ولایتونو په څیر د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد ښار کې د دغې ورځې د جشن لمانځلو په موخه پوره تیاری روان دی.  ننګرهار ولایت په دې وروستیو کې د جګړې په لمړۍ کرښه بدل شوی دی او د څو ورځې وړاندې د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مینه؛ د ټولنیزي ګډوډۍ او تشویش کمولو درمل

ژباړه: نور احمد فضلي ‍ د نويو طبي موندنو له مخي، د نورو سره اړیکي نیول او پر وړاندي یې ښه او نېکه څرګندونه کول کولی شي د هغو کسانو له پاره چې د ټولنیزي ګډوډۍ او خپګان ښکار دي؛ ښه درمل اوسیږي. د نورو سره د میني او محبت څرګندويي کول د خوشحالۍ احساس زیاتوي او په فرد کښې د دنیا په وړاندي مثبت آند او لید رامنځته کوي. ددې څېړنې کاناډايي څېړونکی وايي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د یوه حقیقي ګډ ژوند لپاره مو د خوبونو او خیالونو ملګري مو پرېږدئ

ژباړه: نور احمد فضلي هر هلک او هره نجلۍ د ډیرو هیلو او ارزوګانو سره تړلي واده کوئ او په خپلو ذهنونو کښې له خپل ژوند ملګري نه یو خاص او خیالي تصویر لري. خو شوني دي تر واده وروسته دې پایلي ته ورسېږئ چې ستاسو ملګری/ملګرې ستاسو د خوبونو او خیالي هغه سره ډېر توپیر لري. دلته نو د یوه قانع کوونکي ژوند لرلو په موخه باید خپل د خوبونو او خیالي ملګری/ملګرې هېر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سرطان د مخنیوي ۹ ارزانه او اسانه لارې چارې

ژباړه: شریف شاهین سرطان وژونکې ناروغي ده، چې د افغانستان په څیر وروسته پاتې هیوادنو کې د مرګ دوهم نوم بلل کیږي. سرطان یا کنسر نه یواځې د انسان ژوند ګواښي، بلکې یوه کورنۍ او په لویه کې یوه ټولنه د غربت ګړنګ ته ټېل وهي. د سرطان لاملونه شاید بیلابیل وي، خو په عمده هغه يې د زیاتو سګریتو څکول، د عمر زیاتیدل، ویرسونه او باکتریا، چاغوالی او د ناسمو خوړو انتخاب دی. ددې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

غزني کې وحشت

د احمد جواد لیکنه غزنی يو مهال د يوې داسې امپراتورۍ مرکز و چې لوېديځ کې د بغداد تر حدودو او په ختيځ کې د هند په نيمه وچه کې يې فرمان او راج چلېده او په بغداد کې د عباسي خلافت د اقتصادي ملاتړ يوه لويه سرچينه د دغه پياوړي ښار ماليات و. له همدغه ښار څخه په ۱۱ زېږدي پېړۍ کې په غور کې د سوريانو د واکمنۍ برجونه ولړزېدل او په ختيځ … نور ولولئ