افغانستان

کابل کې نوي بسونه؛ له کارته نو تر احمد شاه بابا مېنې ازمايښتي سفر

د کابل ښاروالۍ په وینا چې پرون پنجشنبه د کابل ښاروالۍ پینځه ملي بسونه فعال شول. دا ملي بسونه د کارته نو له سیمې تر احمد شاه بابا مېنې په ازمایښتي ډول وګرځول شول او فعالیت یې پیل کړ. کابل ښاروالي وایي چې د دې بسونو شمېر ۲۰۰ دی. د ۵ ترمینلونو او ۲۶۴ تمځایونو له لارې به د کابل په بېلابېلو برخو کې د خلکو په چوپړ کې وي. د کابل ښاروال داوود سلطان … نور ولولئ
افغانستان

یوه غريب پلار په پور جوړ کړي قفس کې خپل ۱۱ کلن زوی بندي کړی

مور او پلار خپل یوولس کلن زوی په قفس کې بندي کړی. په مزار شریف کې یوه پلار او مور خپل ۱۱ کلن زوی په قفس کې بندي کړی. ۱۱ کلن صمیم له هغې ازادۍ بې برخې شوی چې د ده نور همزولي یې په لوبو لوبو خوند ترې اخلي. دی د ژویو په څېر د پنجریو په منځ کې د خپلو ازادو خویندو او ورونو ننداره کوي. خوب ځای, خواړه, اوبه څښل هر څه … نور ولولئ
کلتور او هنر

«که زموږ کلتور او دود ونه منئ، نو له موږ څخه نه ياست»

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دا هغه څه دي چې موږ ټولو اوريدلي او ليدلي دي. موږ ډير وخت زړه نا زړه يو چې څه وکړو او په څه پسې لاړ شو؟ آيا په دين پسې لاړ شو او كه په كلتور پسې؟ اسلام زموږ د ورځني ژوند د هر ډول ستونزو د هوارۍ لپاره لارې لري او له بلې خوا، دودونه هغه روايات او ارزښتونه دي چې په ټولنه کې خپاره شوي دي. كلتور … نور ولولئ
افغانستان

مسؤلین: د پاشدان بند د جوړېدو چارې په بشپړېدو دي

د افغانستان د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي د پاشدان بند ۸۵ سلنه د جوړېدو چارې بشپړې شوي دي. یادې ادارې په یوه خبرپاڼه کې ویلي، پاشدان بند یو له سترو پروژو څخه ده چې اساسي چارې یې بشپړې شوي او په روان کال کې به ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. خبرپاڼې زیاته کړې، ددې بند په جوړېدو سره به د کرکېلې ۱۸ زره هکټاره ځمکه خړوبه شي، د ۲ مېګاواټه بريښنا … نور ولولئ
ژوند بڼه

ژر قضاوت مه کوٸ

ژباړه وروسته له دې چې ماشوم مې وزېږېد، ٤٠ ورځې د مور په کور کې پاتې شوم. په څلوېښتمه ورځ مې خاوند زنګ وواهه او ويې ويل: غواړم درپسې درشم، ځکه چې له تا پرته کور هېڅ ارزښت نه لري. ومې غوښتل ناز وکړم، څلورو مجردو خويندو مې هم وهڅولم نو ومې ويل: نه، نه درځم دوه اونۍ نور هم د مور کور کې پاتې کېږم. البته دا مې د خويندو خبره وه، ما يې … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني د کمال خان بند پرانیست؛ وايي د قیامت په ورځ به دا اوبه زما شفاعت وکړي

ولسمشر اشرف غني د کمال خان بند د پرانېستو لپاره نن سهار د نیمزور ولایت مرکز زرنج ښار ته ورسېد. ارګ په دې اړه یوه خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي چې په دې سفر کې چې د جمهوري ریاست دواړو مرستیالانو، د چارو ادارې لوی رئیس، د کابینې یو شمېر غړو او نورو لوړپوړو دولتي چارواکو یې ملتیا کوله، د نیمروز په هوایي ډګر کې سیمه ییزو مسوولینو، د نیمروز ولایت قومي مشرانو او متنفذینو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څېړونکو خوشبيني د اوږد عمر لپاره مهم او اړين شرط ګڼلى دى

ژباړه يو خوشبينانه اند لرل کولاى شي ژوند د پام وړ اوږد کړي. دا هغه پايله ده چې د بوستون پوهنتون طبي انستيتيوت ورته رسېدلىى دى. هغوى وايي چې مثبت اندي هغو څېزونو په اړه چې شاوخوا مو پېښېږي، د “اوږد استثنايي عمر” تر ٨٥ کلنۍ پورې رسېدو ته يو له مهمو شرايطو دى. د Express په حواله، ٦٩.٧ زره ښځينه او ١.٤ زره نارينه‌‌وو په دغه څېړنه ګډون وکړ. څېړونکو يوه ډله نږدې شل … نور ولولئ
پوهنه

۱۴۰۰ د نوې پېړۍ پیل نه دی

  د ۱۴۰۰ کال له پیله مخکې د خلکو ترمنځ د روانې پېړۍ د پای خبرې کېدې. ډېری کسان په دې اند وو چې د وري میاشتې لومړۍ نېټه د ۱۵مې پېړۍ پیل دی؛ خو تر ډېرو بحثونو وروسته جوته شوه چې ۱۴۰۰ ل ل د ۱۴مې پېړۍ پای نه دی. د یوې پېړۍ مانا، سل کاله ده. هر کله چې سل کاله بشپړ شي، یوه پېړۍ بشپړېږي. د ۱۳۹۹ ل ل پای د ۱۴مې … نور ولولئ
کرونا

کرونا زرګونه کمکۍ نجونې اجباري ودونو ته اړ کړې

د ماشومانو د ملاتړ يوه بنسټ ويلي دي چې د کرونا لړ کې د سوېل ختیځې اسیا او ارام اقیانوس کې زرګونه نجونې اجباري ودونو ته اړ ایستل شوې دي. له ګارډين ورځپاڼې څخه په نقل د سپوټنیک د راپور پر بنسټ، د اسیا په سويل ختيځ او ارام اقیانوس کې زرګونه کمکۍ نجونې چې د کورنيو پر اوږو اقتصادي بار ګڼل کېدې، دې ته اړ شوې دي چې د خپل مور او پلار په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځان پېژندنې او ځان جوړونې په لور ګامونه

  ټول انسانان داسې ځانګړي خلاقیتونه لري چې حتا خپله هم نه پوهېږي، خو کله چې موږ دا ټکي هر ځل تکرار کړو نو خپل ځان به ډېر درک کړو، ځان کې به بدلون احساس کړو او د بریا په لور به ګامونه کېږدو. د ژوند په هر پړاو کې باید د هغه د ښه‌والي لپاره فکر وکړو. لومړۍ فکر بیا پرېکړه وکړو او د عمل لپاره اقدام وکړو. د هغه په ترسره کولو کې … نور ولولئ