بریا او پرمختګ

د شخصي تغییر لپاره شپږ ګامه

ژباړه اول ګام؛ د فکر او باور بدلون: کله چې خپل فکر او کړنلاره بدلوﺉ، په اصل کې مو باور تغییر  کوي. دویم ګام؛ د تمو او توقعاتو بدلون: کله چې مو باور بدلوﺉ، ستاسې تمې تغییر کوي. درېیم ګام؛ د اندونو او لیدلوري بدلون: کله چې مو تمې بدلوﺉ، د ځان په اړه لید، نړۍ او راتلوونکې مو تغییر کوي. څلورم ګام؛ د کړنو بدلون: کله چې مو لیدلوری بدلوﺉ، کړنه مو تغییر کوي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریا او هوساینې پنځه اصله

ژباړه لومړی اصل؛ زه خپل ذهن ته د منفي افکارو لار ورکولو اجازه نه ورکوم. زه په هر حال او د ژوند په بد ترینه شرایطو کې مثبت فکر کوم. دویم اصل؛ زه د خدای به لوري په ټاکل شوي تقدیر نیوکه نه لرم، هغه له هر چا ښه د چارو په جریان خبر او پوهېږي. درېیم اصل؛ زه د ټنبلۍ، ځان پالنې او وزګارتیا اجازه نه لرم، زه د ستونزو پر ړاندې روحا او … نور ولولئ
ژوند بڼه

نږور ته د خواښې لیک!

ژباړه ما نهه میاشتې د اولاد دروند بار تېر کړ تر څو چې نړۍ ته راغی. ډېری شبې یې سرته ویښه ناسته وم تر څو چې اسوده خوب وکړي. کله چې په ځمکه ولوېد او په ژړا شو، لومړۍ کس وم چې اوښکې مې یې پاکې کړې. کله چې لومړی ځل ښوونځي ته لاړ، دا زه وم چې کورته پرته له هغه تلل راته سخت و او ټوله ورځ د ښوونځي د دروازې تر شا … نور ولولئ
افغانستان

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی

هند ته د افغانستان په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونو چارواکي وایي چې د تېر کال په پرتله روان کال هند ته په صادراتو کې ډېروالی راغلی دی. خان جان الکوزی وایي چې تېر کال افغانستان هند ته څلور سووه میلیونه ډالر صادرات لرل، خو روان کال دغه کچه شاوخوا پنځو سوو میلیونو ډالرو ته رسېدلې ده. هغه وایي چې افغانستان په دې موده کې هند ته مېوې، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

شايعه د رواني جګړې يوه خطرناکه څنډه

سريزه: شایعه هغه پدیده ده، چې د تېرو اورېدل شویو عمومي افکارو پر بنسټ جوړېږي او ښايي له خبر او یا هم له یوې بې بنسټه هیاهو او غوغا څخه رامنځ ته شي.  شایعه یوه تر ټولو لویه رواني او ټولنیزه پدیده ده، چې ارواپوهان او ټولنپوهان پرې وخت ناوخت ځینې څېړنې او لیکنې کوي، ځکه چې له شایعې څخه په ورځني ژوند کې کله ناکله د متقابل غبرګون په څېر کار اخیستل کېږي. شایعه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په کارځای کې دروغ ویل!

ژباړه د ٢٠٢٠م کال څېړنې پر بنسټ چې په یو زر امریکايي کارکوونکو ترسره شوې، لاندې پایلې ترلاسه شوي دي: نارینه وو د ښځو په پرتله د کار څخه د تېښتې لپاره، زیات دروغ ویلي دي. ٩١سلنه وګړو چې د کار څخه د تېښتې لپاره دروغ ويلي، هېڅکله پکې نه دي نیول شوي. په منځني ډول، هر شخص اووه ډوله بېلابېلې پلمې د کار څخه اوږو سپکولو لپاره کارولي. یوازې ٢٧ سلنه دروغ ویونکي له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې اوسني ځوانان زیات تر اندېښنې لاندې دي؟

  دا هغه پوښتنه ده چې اوسني ځوانان یې خپله د ځواب په لټه کې دي خو داسې کم ځوانان پیدا کېږي چې د دې پوښتنې تر ځوابه او حللارو پورې ورسېږي. د اوسني ځوانانو زیات وخت په زړه تنګون او د انفرادیت په احساس کې تېرېږي، دوی په ورکه کې وي، هغه څراغ پسې ګرځي چې دوی له دې ستونزې، ژور خپګان او ډېپرېشن څخه وباسي. ما ډېری ځوانان لېدلي دي، چې دوی هر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لنډه کیسه؛ مرګ

یوه ورځ مرګ یوه سړي ته ورغی او ویې ویل: نن ستا د ژوند وروستۍ ورځ ده! سړي وویل: خو زه چمتو نه یم. مرګ وویل: نن ستا نوم د لیست په سر کې دی… سړي وویل: ښه ده، نو راځه کېنه چې له مړه کېدو مخکې سره قهوه وڅښو!!! مرګ وویل: ”حتما.“ سړي مرګ ته په قهوه کې ورته د خوب درمل واچول. مرګ قهوه وڅښله او په ژور خوب ویده شو… سړی لاړ … نور ولولئ
افغانستان

چین: افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته کوو

چین د خپلو تېرو بشري مرستو پر دوام له افغانستان سره د میلیونونه ډالرو په ارزښت د بشري مرستې اعلان کړی دی. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو ویلي چې هېواد یې له افغانستان سره د ۴.۷ میلیون ډالرو په ارزښت بشري مرسته کوي. هغه زیاته کړې ده چې دوی به دغه مرستې د را روان ساړه ژمي تر راسېدو مخکې افغانستان ته ولېږدوي څو تر یوه حده وکولی شي په افغانستان کې … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان-ترکمنستان ترمنځ کلفت بندر بېرته فعالېږي

په جوزجان ولایت کې د افغانستان په کچه درېیم ستر بندر بېرته پر فعالیت پیل کوي. د جوزجان ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې د دې ولایت په قرقین ولسوالۍ کې د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ د کلفت په نامه بندر بېرته له سره فعالېږي. د یاد ولایت د سرحدي ځواکونو قومندان ملا جوره رسنیو ته ویلي چې په نږدې راتلونکي کې به یاد بندر بېرته پر فعالیت پیل وکړي چې ورسره جوخت به ګڼ … نور ولولئ