ټولنیز ژوند

څیړنې؛ خندا، د هر مرض دوا !

د نړۍ يو ډېر مشهوره متل دی چې وايي “خندا د هر درد درملنه ده” دا متل د نړۍ په ګوټ ګوټ کې د خلکو په ټولنيز ادبياتو په بېلابېلو ډولونو راغلی دی او افغانانو هم د خپل ژوند په اوږدو کې لږ تر لږه يو ځل اورېدلی دی او افغانان بيا وايي چې خندا د ژوند مالګه ده. خو موږ په دې نه پوهېږو چې ايا رښتیا هم خندا د هر درد درملنه ده … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه د هغو پرېکړو لپاره د مور او پلار مثبت ځواب ترلاسه کړو چې پام کې یې لرو

ژباړه: حماد هلال داسې به ډېر کله پېښ شوي وي، یوې موضوع ته به ډېر علاقمند اوسې خو مور به  منفي ځواب درکړی وي. دا ځواب تاسو ته  ډېر زیات نا ارامه کوونکی او ځورونکی دی. ځينو ته دا موضوع دومره مهمه اوسي، چې ان د دنیا د په مانا وي ورته خو چې په څه باور وکړي او په څه نه، مور مو مسآیلو ته له خپل نظر څخه ګوري او نشي کولی ستاسو … نور ولولئ
افغانستان

له کوره دباندې افغان میرمنې کومو ستونزو سره مخ دي – کابل پوهنتون له استادې سره مرکه

هغه افغان میرمنې چې له کور څخه دباندې کار کوي، په ټولنه کې له کومو ستونزو سره مخ دي؟ په دې اړه د کابل پوهنتون له استادې او ټولنیزې فعالې محموده تقوا میلاد سره مرکه. استاده محموده تقوا میلاد، چې زموږ د ټولنې له فعالو غړو څخه ده او په بېلا بېلو برخو کې یې کار کړی. ټولنیز فعالیتونه لري، له نوموړې څخه به یې په دې مرکه کې واورو، چې هغه میرمنې چې له … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

په افغانستان کې ولې کورنۍ ماشومانو ته پاملرنه نه کوي؟

افغانستان هغه هیواد دی، چې ماشومانو ته په کې ډېره کمه پاملرنه کېږي، نور خو له څه کوې، چې خپلې کورنۍ هم ورته پاملرنه نه کوي. دا چې کورنۍ څنګه او ولې خپلو ماشومانو ته پاملرنه نه کوي لاملونه یې دلته ولولئ. زموږ ماشومان په داسې یوه چاپیریال کې را لویږي، چې نه یې کورنۍ مینه ورکوي، نه یې پوښتنو ته ځواب وایي او نه هم هغه رویه ورسره کېږي، چې باید له یوه ماشوم … نور ولولئ
ژوند بڼه

د افغانانو او هندوانو د واده ګډ دودونه

دا چې د هندوستان هیواد د افغانستان له نږدې ګاونډیو هیوادونو څخه شمېرل کېږي او د دې دوه هیوادونو تر منځ له پخوا نه تر اوسه پورې راشه درشه ډېره ده نو ځکه یو له بل څخه اغېزمن دي. هند هغه هیواد دی، چې افغانانو پرې واکمني هم کړې او د هند ډېرې سیمې افغانانو فتحه کړي، نو ځکه له دې هیواد سره زموږ ژبنۍ او کلتوري اړیکې ډېرې دي او یو له بل څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خجالت کېدو لامل څه دی؛ پرې د کامیابیدو لارې چارې

ژباړه: حماد هلال ځیني خلک نورو ته د نږدې کېدو په وخت  یا نور خلک چې کله دوی ته نږدې کېږي، دوی په دوام داره توګه وېره او عجیب احساس پیداکوي، دې  احساس ته خجالت یا شرمندګي وایي. خجالت د وېرې په وړاندې عکس العمل دی او څیړنې ښایې چې د دې لپاره نیورپسیولوژیک (په مغزو کې د یو ځانګړي عصبي لیږد کنټرول لاندې چلند تنظیم شوی)  شتون لري. شرمیدل د مور و پلار روزنې … نور ولولئ
ژوند بڼه

څنګه، د ژوند ملګري لپاره مینه ناک او زړه راښکوونکی اوسو؟

ژباړه: حماد هلال محبوبیت ارثي ندی، نو احتمالاً هغوی کوم څه ترسره کوي، چې د خلکو په زړه کې ځای نیسي. په دې لیکنه کې غواړو له ځینو هغو رازونو پرده پورته کړو او تاسو ته یې زده کړو، څنګه د هغه شخص زړه لاسته راوړئ چې مینه ورسره لرئ. هغه و ازمایئ مقابل لوري وازمایئ او هغه پرېږدئ چې تاسو وازمايي. ممکن چې خلک بې له دوکې او منفاقت هم د یو بل څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله چې مو لور پیدا شي؛ یوه پاکه اراده، احساس او اقدام 

کله چې راتلونکې کې مې لور پیدا شي د نورو په شان یې نه پټوم، د وۍ په ویلو سره یې نه غواړم ژوند پیل کړم. کله چې مې لور پیدا شي، د ماشومتوب نه دومره په غېږه کې نیسم ترڅو هیڅکله اړه نشي چې د نورو غېږه ته لاړه شي. زه نه غواړم یوازې د مور په حیث ورسره اوسم غواړم ملګرې یې اوسم کله چې کومه ستونزه ولري د دې پر ځای چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څنګه کولی شو له اندېښنو ځان خلاص کړو؟

داسې ډېر وګړي شته چې وایي، لۀ اندېښنو ځان نشم خلاصولای، تل اندېښمن یم، نور نو تر پوزې راغلی یم او نور… خو نه! داسې نده د نړۍ پۀ کچه داسې هېڅ څۀ نشته چې شوني نۀ وي، ځکه هر څه خپل درملنه لري او د اروایي ستونزو درملنه بیا لۀ درملو ورهاخوا پۀ خبرو او اروا درملنه باندې کیږي. په نړۍ کې د ناشوني پۀ نوم کوم څۀ شتون نۀ لري د بېلګې پۀ … نور ولولئ
په زړه پورې

ښه ملګري تر واده وروسته ، تر نورو خوشحاله ګډ ژوند لري

له داسې چا سره واده کول چې له هغه سره مینه لرئ او يا له واده نه وړاندې ستاسو تر ټولو ښه ملګری/ې دی/ه داسې دی لکه څوک چې په جنت کې ژوند کوي. داسې واده شوې جوړه چې له واده وړاندې یې له يو بل سره مینه درلوده هغوی یو بل ښه پېژني، اړیکه یې پخوالي ته رسېږي، کولای شي په ډېرې اسانۍ سره خپل احساسات له يو بل سره شريک کړي او ترمنځ … نور ولولئ