ټولنیز ژوند

دا ۴ جملې باید هیڅکله مېرمنې د ژوند ملګرو ته ونه وایي

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش په ګډ ژوند کې پرمېرمنو دا تور دی، چې زیات غږیږي، بې حسابه فرمایشات کوي، نازونه خو یې حق ګڼل کیږي. د ګډ ژوند متخصصینو ۴ جملې مېرمنو ته توصیه کړي، چې په ترټولو بدو شرایطو کې یې هم باید د خپل ژوند ملګرو ته ونه کاروي. د دوی په باور، نارینه هیڅکله د دې خبرو د اوریدو او هېرولو تاب نه لري. وایي که کومې مېرمنې له دې خبرو … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

ماشومانو ته وخت ورکړئ چې مطالعې سره مینه پیدا کړي

د اولادونو لپاره مو خوږې او په زړه پورې لنډې کیسې غوره کړئ او د ویده کېدو په وخت کې یې ورته ووایاست. د کیسو لپاره داسې کتابونه ورته وټاکی چې ښکلي او زړه راښکونکي انځورونه ولري او له کیسې سره بشپړ تړلي وي، څو په اسانۍ سره وکولای شي له کیسې سره اړیکه ورکړي. وخت ورکړئ چې د کتاب له لومړۍ پاڼې پوره معنا واخلي، وروسته ورته دویمه پاڼه واړوئ. د ماشومانو عمر ته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کله واده وکړو، له چا سره یې وکړو؟

ژباړه : بشر دروېش واده ساده خبره نه ده. ډېرځوانان/ ځوانانې به وینئ چې د واده عمر، شرایط او امکانات به لري خو د واده اراده به نه لري. ډېر بیا داسې هم دي، چې واده ته ذهناً د نه چمتووالي خبره کوي. دلته به هغه لویې نښې درسره شریکې شي، چې واده ستاسې د ذهني چمتووالي اړتیا څرګندوي. البته دا هم ښيي، چې له چا سره باید واده وکړئ. دا نښې که مو لرلې، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ګڼ مېشته کورنۍ دا ګټې او ښیګڼې لري

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش په وروستیو کې د لویو او ګڼ مېشتو کورنیو پر ستونزو او زیانونو زیات بحثونه کیږي. په دې کې شک نشته، چې لویې کورنۍ لوی سرخوږي هم لري، یانې غړي یې د یو بل مزاحم کیږي او ګډ وخت تېرول پرې غمیږي. خو له دې سره داسې کورنۍ ښیګڼې هم لري. دلته به یې ګټې او ښیګڼې درته بیان کړو. څو که د لویو او ګڼ مېشتو کورنیو غړي یاست، … نور ولولئ
ژوند بڼه

له خوب نه مخکې دا کارونه مو ګډ ژوند نېکمرغه کوي

ژباړه: بشر دروېش د ځینو خلکو ګډ ژوند بې دلیله نېکمرغه او د نورو د پام وړ نه وي؛ هغوی ځینې عادتونه او اصول لري، چې عمل ورباندې کوي او په پایله کې یې خپل ژوند نېکمرغه کوي. په دغو عادتونو او برخو کې یوه مهمه یې خوب دی. خوب د ګډ ژوند ترټولو مهمه برخه ده، ځکه خوب دی، چې د یوه ژوند دوه شریکان پکې یو ځای کیږي او د ژوند د یو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څه باید وکړئ؛ کله مو چې ماشومان تاسې په جنسي اړیکو وویني

ژباړه: بشر دروېش په ګډ ژوند کې دا ممکنه ده، چې اولادونه خپل مور و پلار د جنسي اړیکو پر وخت وویني. په داسې حالت کې باید مور و پلار څه وکړي؟ له بده مرغه زموږ په ټولنه کې عام چلند لکه چې لیدل کیږي، خورا متشدد، جدي، له خجالتۍ ډک دی. ناسم چلند طبیعي ده، چې د ماشوم رواني حالت ته صدمه رسوي. اول باید تدابیر ولرئ په اول ګام کې غوره دا ده، … نور ولولئ
ژوند بڼه

هغه کوچنۍ تېروتنې چې ګډ ژوند مو ګواهي

ژباړه: عمران لمر هغه ټکي چې په دې ليکنه کې يې يادونه کوو؛ هغه مسايل دي چې ډېر خلک ترې سر ټکوي. ښه ده چې دا مسايل وپېژنو او د خپلو غېر معقولو کړنو مخه ونيسو؛ ممکن د همدې ټکو په پام کې نيول زمونږ د ډېرو ژوند وژغوري. د ښځینه او نارينه تر منځ په کړنو کې ځينې مشترک ټکي شته چې ګډ ژوند له منځه وړلی شي: ۱- له سپکاوي ډک بحث مه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

جاپانیان څنګه ممتازه ماشومان روزي؟ څو ټکي چې ترې زده کولی یې شئ

ژباړه: بشر دروېش جاپانیان په ماشوم روزنه کې خاص نوم لري. د دوی ماشومان د نړۍ د ډېرو نورو برخو له ماشومانو څخه زیات قانونمند، مودب او د دوستانه چلند خاوندان دي. د دوی ماشومان خپل احساسات ډېر ښه کنټرولولی شي. همدا وجه به وي، چې د جاپان په سوپر مارکیټونو او نورو عامه ځایونو کې ماشوم په ډېر استثنایي ډول په ژړغوني حالت کې لیدل کیدای شي. جاپانۍ میندې او پلرونه د ماشوم روزنې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که غواړئ ښې مېرمنې شئ دا سپارښتنې ومنئ

ژباړه: بشر دروېش ګډ ژوند ګډ او متقابل تعهدات غواړي. که ښځینه غواړي چې ښې مېرمنې وي او په ښه ډول د خپل ژوند د ملګرو زړونه لاسته راوړي، دا لارې چارې باید په پام کې ونیسي: مینه مو څرګنده کړئ د ژوند ملګری مو خوښیږي؟ په څنګ کې یې امنیت او خوښي محسوسوئ؟ که هو نو مینه مو ورسره په تمامه مانا څرګنده کړئ. نارینه له ښځې بل هیڅ نه غواړي، یوازې همدا غواړي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د سپږو په اړه دروغ او ريښتیا – هغه څه چې خلک یې په اړه له خبرو شرمیږي

سپږې هغه څه چې خلک یې په اړه ډیرې خبرې نه کوې خو له افغانستان نیولې تر پرمختللې اروپا او امریکا پورې د خلکو په سرونو کې وخت ناوخت سپږې کیږي، او په پرمختللې نړۍ کې ورسره د یوې جلدي ناروغۍ په توګه چلند کیږي. په افغانستان کې چې خلک په کې سره په ډیر نژدې تماس کې اوسیږي او د درملنې امکانات کم دي، په خلکو ځانګړو توګه ماشومانو کې په ډیره اسانۍ سپږې … نور ولولئ