ژوند بڼه

د دغو کړنو ترسره کول ستاسو د خاوند د ښه توب لامل کېږي 

که احساس کوئ چې له تاسو سره ستاسو د خاوند چلند ښه نه دی، د ځينو کړنو په ترسره کولو کولای شئ هغه دې ته اړ کړئ چې له تاسو سره ښه چلند وکړي او مینه يې درسره ډېره شي. يوازې مېرمن کولای شي چې له خپل خاوند سره د هغه د رویې په مثبت بدلون کې مرسته وکړي. هره ښځه غواړي چې خاوند یې د ټول عمر لپاره د هغې او د هغې د … نور ولولئ
پوهنه

تور بخت!

  زموږ هېواد له مودو د جنګ قرباني دی، دبارودو په سرو لمبو کې سوځېدلی دى او لا هم دوام لري. د دې بدمرغې جګړې قربانيان اکثر ځوانان دي چې ناوې ګانې یې بې سر نوشته پاتې کېږي او د خاوند له مرګ وروسته ټولې هيلې په خپل زړه کې ښخوي. دا ښځې بیا د کونډې په نوم یادېږي چې خاوند یې مړ شي. د افغانستان په ځينو سميو کې يو شمېر متعصب کسان کونډې … نور ولولئ
ژوند بڼه

موسکا مو د ژوند عادت وګرځوئ

لیکنه: ولي جان شېرزاد مونږ انسانان له پیدایښته د مینې،خندا او موسکاء په نامه څو خوندورې او له مفهومه ډکې کلمې پېژنو او ورسره اشنا یوو. انسانان چې په کوم چاپیریال کې ژوند کوي،طبیعي خبره ده چې له ستونزو او مشکلاتو سره مخامخ کیږي. خو دا چې ستونزې هم له منځه لاړې شي او زړه مو هم خوشاله وي، څه باید وکړو؟ باوري اوسۍ که بل څوک په ستونزه کې راګېر وو او تاسو ورته … نور ولولئ
اقتصاد

کرنه څه شی دی او ولې خلک کرنه کوي؟

لیکنه: ساحل اسد څومره خلک په نړۍ او په خاصه توګه په افغانستان کې په کرنه بوخت دي؟ کرنه چې د زراعت او بزګرۍ په نامه هم يادېږي. ټول هغه اقتصادي فعاليتونه چې د څارويو بوټو او نورو ژونديو موجوداتو د روزنې څخه د غذا, فايبر, درملو او داسې نورو محصولاتو د لاسته راوړلو څخه عبارت ده. چې انسان ته د ژوندي پاتې کېدو او ژوند تېرولو لپاره اړين بلل کېږي. نن سبا د نړۍ … نور ولولئ
ژوند بڼه

وفاداره مېرمن او بې ژمنې خاوند

لیکنه: عبید افغان افغانه مېرمن چې د تاریخ په اوږدو کې خپل ځان لکه یو مړ وجود او خپل روح زندۍ ګڼي، داسې فکر کوي چې نوموړې پر ټولنې بار او یوه بې پریکړې محدود خوځنده موجود دی. یعنې فقط ساه اخلي بس خلاص؛ هغه څه چې سړي یې ورکوي مکلفه/مجبوره ده چې په پټو سترګو یې ومني. مثلاً د زده کړو حق یې د سړیو سره دی، د نکاح حق یې د سړیو سره … نور ولولئ
ژوند بڼه

زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم…

  ★زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم ، چې تاسره د موټر په مخکنیې سیټ کې کښیناستلی او له موسیقۍ خوند اخیستلای نشم! هو، مګر تر څنګ دې کښېناستلی او تر ډېره دې خبرې اورېدلی شم، تر څو زموږ سفر یو ښکلی یادګار شي، چې څښتن تعالی هم راڅخه راضي شي او زړه مې هم راضي شي. ★زما د ژوند ملګریه! زه بښنه غواړم ، زه تاسره په ګرځېدو خلکو ته دا قناعت/باور ورکولای … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځې ولې ډېر وخت او یا هېڅ راز نه شي ساتلی؟

یوه خبره چې تل کېږي او عامه ګرځېدلې هغه دا دی، چې ویل کېږي ښځې راز نه شي ساتلی او دا په ښځو پسې یوه اصطلاح جوړه شوې، چې ویل کېږي خورې تاته وایم چاته مه وایه او هغه بیا بلې ته وایي، چې خورې تاته وایم چاته مه وایه اخر په دې کې ټول خلک خبر شي. دا چې ښځې ولې راز نه شي ساتلی په دې لیکنه کې یې لاملونه او په دې … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځه پر خاوند کوم حقوق لري؟

ليکنه او راټولونه په خاوند باندې د ښځې حقوق دا دي چې خاوند ښځې ته نفقه ورکړي او د استوګني لپاره ځای او له خپل توان سره سم د ژوند نورې اړتیاوې برابرې کړي. خدای پاک په قران کې فرمایي: د ماشوم د مور نفقه او پوښاک له دستور سره سم د ماشوم په پلار باندې ده. په خاوند باندې د ښځې له حقوقو څخه یو حق دا هم دی که چېرې یو سړی دوه … نور ولولئ
ژوند بڼه

د ښې مېرمنې ځانګړتیاوې

ليکنه او راټولونه دا یوه طبیعي خبره ده کله چې انسان له کور څخه بهر د کوم ناسم کار، یا خپلې موخې ته د نه رسېدو او یا هم د یو چا له لوري د ناوړې خبرې په اورېدو خپه شي نو چې په کور کې یې د ژوند شریک نېک خویه، د خپلې طبعي او حکم منونکي وي، نو کور ته په راتلو سره یې سم دباندې ټول غمونه ختم یا سپک شي. خو … نور ولولئ
ژوند بڼه

هغه ښځې چې نارينه ورسره مینه نه کوي

ښځه د خپلو اخلاقو پر مټ کولای شي يو نارينه دې ته اړ کړي چې له هغې سره مينه وکړي خو بل خوا يوه ښځه د خپلو اخلاقو پر مټ کولای شي د نارينه زړه له ځانه تور کړي او هغه دې ته اړ کړي چې ورسره مینه ونه کړي. په نننۍ لیکنه کې غواړم تاسو ته د هغو ښځينه وو د ځانګړنو په اړه معلومات درکړم چې د دې لامل کېږي چې نارينه ورسره … نور ولولئ