ټولنیز ژوند

د ډېر سخت مین نښې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري  څنګه پوه شو چې سړی په رښتیا هم مین دی. مینه په واقعیت کې یوه ناارادي او فزیولوژیکه پېښه ده او دا هم شونې ده چې موږ هر یوه سره دا پېښه وشي. دا خبرې هېڅ مانا نه لري چې ولا مینه به څه وي او کار به یې څه وي. ځینې وخت هغه کسان مینېږي او ښه سخت مینېږي چې پخوا به یې مینه او مینه ییز احساسات رټل. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له واده مخکې دا ۷ کارونه حتماً وکړئ

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري کوژده او واده د ژوند ډېره مهمه موضوع ده، خصوصاً زموږ په افغاني ټولنه کې چې یو ځل چا ته «هو» وشوه، یانې نجلۍ ورکړل شوه، زیاتي خبره ختمه ده او پرېکون یې په هر دلیل چې وي بدنامی ګڼل کېږي، خو تر کوژدې مخکې یا وروسته مانا تر نکاح مخکې باید په ځلونو فکر وشي. دا فکر یوازې دواړه لوري کورنۍ نه، دواړه ځوانان هم وکړي چې ایا موږ … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا له ویروس څخه د مخنیوي لپاره، د لاسونو وینځلو سمه طریقه

ژباړه: نسیمه محمدي حتماً مو اورېدلي چې افغانستان ته هم د کرونا وایروس پښه خلاصه شوې. ښه! دا ښه خبر نه دی، خو ډېر د اندېښنې او نارامۍ وړ هم نه ده. ولې؟ ځکه له نېکمرغه د حفظ الصحې رعایت سره په آسانۍ دا وایروس له ځانه شړلی شو. یو له دې مهمو ټکو څخه د لاسونو وینځل او روغتیا ته پاملرنه ده. اصلاً که له کرونا هم تېر شو، د هر ډول وایروس د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

راځئ چې خپل استرس کنټرول کړو!

ليکنه: صديقه پوپلزۍ د استرس نښې په هر انسان کې توپیر کوي, یوه انسان ته ممکن د سر یا هم د معدې درد پیدا کړي او په بل کې د استرس نښه ممکن ژور خپګان یا ډېر خوب کول وي، نو د استرس کنټرول او مدیریت اړین دي. د استرس په کنټرول کې لومړۍ کار دا دی چې موږ باید هغه څه وپېژنو، چې د استرس سبب کېږي. ځینې ټکي شته چې استرس مو اداره … نور ولولئ
روغه سټه

د اميدوارۍ پر وخت د مېرمنو پر مخ لکې څنګه ختمي کړو؟!

ژباړه: شپنه سلګۍ د امیندوارۍ پر وخت د مخ لکې په طبیعي توکو له منځه یوسئ. د امیندوارۍ پر وخت د مخ لکې، چې بېلابېل ننني او باندیني سببونه لري او په نړۍ کې بېخي ډېرې امیندوارې ښځې ورسره مخ کېږي، د لاندې طبیعي توکو په مرسته یې حل کړئ. د دې ماسک د اړتیا وړ توکي: ۱ـ یوه کاشوغه کورکمن ۱ـ یوه کاشوغه د لېمو اوبه د لېمو اوبه او کورکمن سره ګډ کړئ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ګډ ژوند ۱۰ هغه بنسټیز مهارتونه چې مېرمن او خاوند لاپسې مئینوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ټولې جوړې تمه لري چې د واده پیوند یې ورځ تر بلې ټینګ او د تل لپاره همداسې پاتې شي، خو د ځینو د واده پیوند، په ژوند کې د ځینو ستونزو او نه پوهاوي له امله سستېږي او کله هم جدایۍ ته رسېږي. د ډېری ګډ ژوندونو د جدایۍ او له منځه تګ لامل، د ګډ ژوند په مهارتونو باندې د دواړو لورو نه واک او تسلط دی. بریالی واده … نور ولولئ
ژوند بڼه

په دې تګلارو سره د نړۍ تر ټولو غوره خاوند شئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل ښځینه خپل ځانګړي روحیات لري او که چېرې کوم نارینه وکولای شي، په دې روحیاتو باندې پوه شي او درک یې کړي، نو د خپلې مېرمنې لپاره به تر ټولو غوره خاوند وي. د دې په تړاو، چې څنګه غوره خاوند واوسئ، د نورو وړاندیزونو او سپارښتنو ته نه پام کول، آسانه کار دی، چې هرڅوک یې ترسره کولای شي. دم ګړۍ له واده څخه مو څو کلونه تېرېږي؟ آیا هغه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د واقعي نېکمرغه جوړو لس عادتونه

ژباړه: عطا محمد میاخېل آیا تاسو هم په خپلې شاوخوا کې نېکمرغه جوړې لرئ، چې تازه یې واده کړی وي او داسې ښکاري، چې له یو بل سره د اوسېدلو له هرې شېبې څخه خوند اخلي؟ څنګه امکان لري، چې له یو بل سره د ډېرې مودې ژوندکولو وروسته او هغه فشار او سټرس، چې ورځنی ژوند او کورني مسایل یې په انسان باندې واردوي، هغوی وکولای شي خپله اړیکه د لومړیو ورځو په څېر … نور ولولئ
روغه سټه

پرته د التراساونډ (تلویزونې) معاینې د راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولو عجیبه دودیزه لارې

ژباړه او زیاتوونه: مهر تاج د التراساوند ټیکنالوژي معیاناتو له راتګ د مخه کومو میندارو میندو چې غوښتل به یې د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلوم کړي په ځینو باورنو (انګېرنو /پال نیولو) عقیده درلوده. که څه هم اوسنۍ میندواره میندې د ساینس پر مرسته د خپل راتلونکي ماشوم جنسیت معلومولای شي، خو بیا هم ډېری نورې په پخوانیو طریقو باور لري، اوس یې هم امتحانوي او د ماشوم د جنسیت معلومولو وړاندوینه پرې کوي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ځانګړنې چې بریالي مور او پلار یې لري

ژباړه: عطا محمد میاخېل کورنۍ لومړنۍ ټولنه ده چې ماشومان پکې اړین مهارتونه زده کوي. په حقیقت کې تر ټولو لومړۍ بېلګې، چې هغوی یې په سترګو ویني، مور او پلار دي، له دې امله د والدینو چلند د ماشومانو په بریا او ناکامۍ کې تر ټولو ډېر اغېز لري. که د بریالیو والدینو له ځانګړتیاوو سره آشنا کېدل غواړئ، نو لاندې لیکنه په غور ولولئ. شوخ طبیعته واوسئ یو له غوره چلندونو څخه، چې … نور ولولئ