افغانستان

د راشدخان مور د ورپيښي ناروغۍ له امله وفات شوه!

د افغانستان د کرکټ ملې لوبډلې د تکړه لوبغاړي راشدخان مور نن پنجشنبه د ورپيښې ناروغۍ له امله وفات شوه. معلومه نده، چي د راشدخان مور کومه ناروغي لرله، خو څو ورځې مخکې راشدخان پر خپل ټویټر ولیکل، چي د مور لپاره مې دعاوي وکړئ. راشدخان په یاد ټویټ کې زیاته کړې وه: «ګرانو هیوادوالو! مورجانه مي مریضه ده، مهرباني د صحت لپاره یې دعاوي وکړئ.» پر ټولنیزو رسنیو ګڼو هیوادوالو پوسټونه کړي او د … نور ولولئ
افغانستان

تنکي ځوانان ولې جرمونو ته مخه کوي!؟

د اختر په شپو وروځو کې ځینې بندیان خوشي شول، اونۍ وروسته په ننګرهار، کابل ولایت کې د غلا، سرقت په جرم داسې تنکي ځوانان ونیول شول، چې تازه له زندانه آزاد شوي وو. دا ماته نه تنها بېخي خواشینونکي وه، بلکې یوه پوښتنه وه، چې څرنګه یو انسان په زندان کې د خپل جرم د مودې  تر تېرولو تازه ازاد شوی، خو عبرت یې نه وي اخیستی او له خوشي کېدلو سر سم بیا … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند د ښه کېدلو لپاره شل ټکي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د هر چا خوښېږي چې ښه ژوند ولري، څه له مالي او مادي پلوه او څه هم له اروایي او د دنننۍ آرامتیا له پلوه، زموږ ټولو خوښېږي، چې ښه ژوند ولرو. که هوډ لرئ، چې خپل ژوند ته بدلون ورکړئ او د خپل ژوند ښه کېدل ووینئ، نو بسنه کوي، چې لاندې شل ټکي هرومرو ولولئ او پلي یې کړئ. شک مه کوئ، په لږ تمرین سره تاسو دا کارونه … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

یو څوک باید ولرې (د لړۍ تحلیل و تاثر)؛ زموږ ژوند او پیغام

لیکنه: سعید خان صایم څو میاشتي کېږي په یاران وېب پاڼه کې داغلې مهر تاج د لیکنو یوه نوې لړۍ پیل شوې ده. دا لړۍ چې عنوان یې دی (یو څوک باید ولرې) د ډیریو پیغلو او ځوانانو د خوښې وړ ګرځېدلي. ما دا ټولې لیکنې له لومړۍ برخې تر اوسه له کمنټونو او د هېوادوالو له نظریاتو سره لوستي، غواړم دلته یې په لنډو کې له خپل لیدلوري تحلیل کړم. دا لیکني د یوې … نور ولولئ
خوندیتوب

مور او پلار باید د ماشوم د غوښتنو پر وړاندې ډېر حساس وي او مینه ورکړي

ليکنه: شپنه سلګۍ محبت د ماشوم او هغه چا ترمنځ چې ورڅخه ساتنه کوي د ارتباط يوه ګټوره وسيله ده او د ماشوم لپاره يو باارزښته رواني او ټولنيز فکټور دی. د يوه بنيادي اعتماد د لرلو لپاره د خوندي، ډاډمن ارتباط موجوديت، محبت او مهرباني ډېر ضروري دي. په لومړيو کې ماشوم دوه ډوله رفتار کوي، تمايل او رغبت له هغه چا سره چې ورسره نږدې دي او يا چې له هماغه شخص څخه … نور ولولئ
خوندیتوب

د نړۍ تر ټولو پاکه مینه

لیکنه: حنیفه مومند د سړک تر غاړې ناسته سپين سرې مور له خپلې غوټې سره سر په ځمکه اېښی و. په ناکرارۍ مې ترې وپوښتل: مور جانې دلته څه کوې؟ کور مو چېرې دی؟ په بېوسۍ، اوښلنو سترګو او په ژړغونې غږ یې وویل: “ما په یوه کوټه کې له اوو اولادونو سره ژوند تېر کړ، زړه مې تنګ نه کړ، خو اوس مې بچیان په درې منزله بنګله کې زما لپاره ځای نه لري … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د مور په اړه د لویانو خبرې!

ژباړه: نسیمه محمدي جنت د مور تر پښو لاندې دی. [نبي کریم (ص)] زما لپاره په نړۍ کې دوه ښایسته انځورونه دي، د ګل انځور او بل مې د مور انځور. (بالزاک) ممکن یوه مور له خپل بالغ اولاد سره مخالفت وکړي، خو هېڅکله د خپل کوچني ماشوم په وړاندې، چې لاسونه یې د دې په لور اوږده کړي وي، تر څو یې په غېږ کې واخلي، مخالفت نشي کولای. (ماریا فون ټراپ) مور یوه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

مور هغه هستي ده چې زه یې تر پښو لاندې یم

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ مور د لوی خدای ج په تخليقاتو کې يوازينۍ باارزښته او معتبر موجود دی، چې آن د مور نوم په اخيستو سره هم د یوه چا زړه ته ارامتيا او خوشحالي وربښلی شي. مور وړه کلمه ده، خو په دې وړې کلمې کې ډېرې ماناوې پرتې دي، لکه مينه، مهربانې، زړه‌سوی، نرمښت او د زده‌کړې سرچينه. مور د يوې کورنۍ بنسټ اېښودونکې ده، مور د اولادونو لپاره ټوله نړۍ ده او د … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د مور د ورځې په پار؛ خپله مور څنګه خوشحاله کړو؟

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري زموږ د ژوند اړین کس همدا مور ده. دا چې څنګه یې خوشحاله وساتلای شو، ځینې لارې مو ازمویلې، خو لا هم هڅه کوو داسې کار وکړو چې د خوښۍ تر څنګ یې له مینې ډکه اړیکه ورسره ولرو. له اولاد اوسېدو سربېره ښه ملګری/ ملګرې یې شو. دلته مو ځینې داسې لارې موندلې چې دې موخې ته آسانه پرې رسېدی شو. له مور سره خبرې وکړئ! داسې وښایاست چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ګډ ژوند کې د تنوع را منځته کول او له یو ډولۍ څخه د ژوند بهر کول

ژباړه: عطا محمد میاخېل په دې مقاله کې تاسو په ژوند کې د تنوع د رامنځته کولو له ډول سره آشنا کوو او د دې کار لپاره د ډېرو لارو وړاندیز کوو، نو له تاسو څخه غوښتنه کېږي، چې دا مقاله له پیله تر پایه په ښه غور او دقت سره ولولئ. باید په دې باندې پوه شئ، چې یو ډول ژوند کولای شي، ګډ ژوند له طلاق سره مخ کړي، خو کولای شئ، په … نور ولولئ