ټولنیز ژوند

د اختر په کارونو کې اړين ټکي

ليکنه: فرزانه زيار د کور پاکول يا د کوټو څنډل، د اختر هغه کارونه دي چې بايد دوې درې اونۍ مخکې د اختر له رارسېدلو څخه خلاص شي. ځکه نور کارونه، لکه د خوږو پخول، د وچو او تازه مېوو اخيستل، د جامو ګنډل يا د جامو اوتو کول، پر سم ځای اېښودل او دا سې نور کارونه هم وي چې بايد يوه مېرمنه یې ترسره کړي. که له اختر څخه دوې درې اونۍ مخکې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دوه‌اړخيز درناوى

لیکنه: شپنه سلګۍ د خاوند او مېرمنې یو بل ته درناوی په ذهني روغتیا، د مینې په زیاتېدو او د کورنۍ په پیاوړتیا باندې لوی تاثیر لري. د دې درنښت پراخه کچه د یو بل شخصیتونو، نظرونو، افکارو او ذوقونو ته درناوی شامل دی، که چېرته همداسې وشي، نو د دوی د ژوند په ټولو اړخونو باندې به مثبت تاثیر وکړي. سړی باید خپلې مېرمنې ته درناوی ولري، د هغې د بدنامولو او سپکاوي څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کورنۍ ستونزې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لامل کېږي

لیکنه: فرزانه زیار که د ځوانانو په منځ کې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لاملونه ولټوو، نو وبه وينو چې تر ټولو لوی لامل يې په کور کې بې اتفاقي جنګ او جګړې دي. کورنې د ټولنې اساسي بنسټ دی چې ښه مديريت ته اړتیا لري. د يوې ټولنې، کلي، ښار، هېواد او حتا تر دې چې د ټولې نړۍ برخليک پر يوې ټولنې پورې تړلی دی. که يو ماشوم ښه وروزل شي، پر … نور ولولئ
افغانستان

زلمی خلیلزاد څنګه پر امریکايي جلۍ مئین او ورسره یې واده وکړ؟

افغان الاصله امریکايي زلمی خلیلزاد چې اوس د امریکا له وتلو ډیپلوماټانو ګڼل کیږي په کوچینوالي کې له افغانستانه د زده کړو په موخه امریکا او بیا د امریکا اړوند بیروت پوهنتون ته تللی دی. خلیلزاد د خپل وروستي کتاب (استازی) چې شا او خوا دوه کاله وړاندې لیکل شوی، د خپل ژوند خوږې او ترخې کیسې کړي دي. دا کتاب پښتو ژبې ته لطف الله لطف ژباړلی دی. هلته د خلیلزاد ډیرې کیسې شته، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د هند له حکومته د مېرمنو جالبه غوښتنه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي هندوستانۍ مېرمنو د هندوستان له لومړي وزیر څخه غوښتي چې نور دې نارینه په رسمي ډول د کور په کارونو کې له مېرمنو سره مرستې کولو ته راوبولي. دا غوښتنه پر ټولنیزو رسنیو یوې مېرمنې د ویډیو له لارې خپره کړې او له هغه وروسته په زرګونه نورو مېرمنو په دې تړاو پر یوې پاڼې د تایید لاسلیک کړی. .@SubarnaGhosh is urging PM @narendramodi to spend a little time today, in his … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له واده وړاندې د مشورې اړتیا

مرکه: صدیقه پوپلزۍ له پخوا زمانو راهیسې زموږ په ټولنه کې د مشورې نوم کښته او پورته کېږي او موږ په دودیز ډول وخت ناوخت له مشرانو مشورې اخیستي لويې او وړې پرېکړې مو کړي. د پرېکړو په لړ کې یوه هم د واده او کوژدې مسئله ده چې ډېر ځله د ځینو کلتوري مسایلو له امله پرې یو اړخیزې پرېکړې کېږي چې بیا یې لوی زیانونه را اړولي او د ډېرو کورنیو بدبختيو لامل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په کورنۍ کې د هر غړي موقف او رول ته احترام وکړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري یوه سالمه او منسجمه کورنۍ کې هره یوه ځانته موخه لري. په حقیقت کې باید د کورنۍ هر غړی په کورنۍ کې د رول احساس ولري او که حضور ونه لري د کور نظام خرابېږي. په ډېرو کورنیو کې داسې غړي شته چې د کورنۍ د خندا لامل کېږي. په هره کورنۍ کې د مور دنده د کورنۍ د غړو راټولول د یو بل تر څنګ وي. کورنۍ کې نقشونه انعطاف … نور ولولئ
د ماشوم نړۍ

هغه فلم چې شاهرخ خان يې خپل اولادونو ته د کتلو اجازه نه ورکوي

خبريال: مدثر دعوت د باليووډ باچا په يوې نوې مرکه کې د خپلو ماشومانو سره د کورني ژوند په اړه خبري کړي. شاهرخ خان چې په نړۍ او افغانستان کې بې شمېره مينوال لري، يو له هغو مشهورو کسانو څخه دی چې نوم،شهرت او مال يې پر کورني ژوند منفي اغېز ندی کړی. خان د ژوند د بريا لپاره خورا سخت حالتونه تېر کړي، ستړياوي يې ګاللي او تر يوې اوږدې مبارزې وروسته يې د … نور ولولئ
ادبیات

د اردو ادب بې سارې جوړه: د بانو قدسیه او اشفاق احمد ځانګړی ژوند او مینه

دوی د اردو ادب هغه دوه ستوري دي چې بیخي ځانګړې جوړه ده او زه یې ځانګړې منیواله یم، دوی دواړه نه زما ایډیال لیکولان و/دي، بلکې د دوی ژوند، مینه، علم و پوهه هم ماته بې مثاله او یوه عالي جوړه وه چې زه ترې متاثره وم او لا هم یم. نن دغه بې مثاله جوړه درپیژنم. مشهور عالم، ادیب، ډرامه لیکوونکی، نقاد او ژورنالیست اشفاق احمد په کال ۱۹۲۵د اګسټ د میاشتې په … نور ولولئ
خوندیتوب

اومېندواري او ميرګي؛ آيا د درملو له ناوړه پايلې خبر یاست!

ژباړه: نسیمه محمدي له هرو لسو ماشومانو څخه چې میندو یې د صرعې/ میرګي درمل مصروفوي، یو تن د بدن د غړو معلولیت لري. په زیات شمېر مېرمنې د اومېندوارۍ پر وخت د میرګي د درملو د مصرف له زیانونو (مورزادي معلولیت) څخه بې خبره دي. یوه څېړنه چې د خیریه ټولنو (د میرګي پر وړاندې اقدام)، (میرګي/ صرعي ټولنه) او (ځوانې صرعې) له لوري ترسره شوې، پایله ترلاسه شوه، چې د هرو لسو مېرمنو … نور ولولئ