ټولنیز ژوند

جذابې میرمنې دا ۱۲ عادتونه لري

ښځې په خپل منځ کې يو شمېر توپيرونه لري، چې د دوى دې جذابيت او ځانګړتيا ښکارندوينه کوي. مونږ په دې ليکنه کې د جذابو ښځو پر ۱۲ عادتونو غږېدلي يوو: ۱ـ تل له خپل خاوند سره ښه چلند کوي، ځکه يوه هوښياره او جذابه ښځه پر دې پوه وي، چې د خوشحاله ژوند راز د ګډ ژوند په خوشحالۍ کې ده. ۲ـ غيبت نه کوي، ځکه پر دې پوه وي، هغه وخت چې خاوند … نور ولولئ
ژوند بڼه

ګډ ژوند کې د بریالیتوب راز

ليکنه او راټولونه: صديقه پوپلزۍ ګډ ژوند کې هم هر ډول ستونزې وي. ځینې جوړې خوشاله وي او ځینې بیا ښه ژوند نه لري، تل له خپل ژوند څخه شکایت کوي. دا چې د جوړو خوشالي او د بریا راز څه کې دی دلته یې لولو. کومې جوړې چې په خپل ژوند کې خوشاله وي هغه د دې لپاره چې کړنې یې روغي او بدلون منونکې دي، تل هڅه کوي یو بل درک کړي او … نور ولولئ
خواړه

انار د شکر ناروغانو ته د ګټې ترڅنګ، د ماشوم ښکلا هم تضمینوي

ژباړه: عرفان لمر د انارو پوستکى د چينجيو او اسهال ضد درمل دي. انار ادرار راوړونکي او د تندې د له منځه وړونکي دي. که له ډوډۍ وروسته وخوړل شي د څېرې د روښانتيا سبب ګرځي. هغه کسان چې ډنګر دي د انارو خوړل ورته ګټه رسوي البته خوږ انار تريو انار د هغه کسانو لپاره چې د معدې زخم لري ښه نه دي. خوږ انار د ټوخي ضد دى او د غږ د بدښت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د چوپتيا ګټې: شخصیت او ارزښت لوړوي

ژباړه: عرفان لمر ١ – چوپتيا عبادت دى، خو داسې عبادت چې بدن ته په کې تکليف او زيان نه رسيږي. ٢ – چوپتيا داسې ښايست دى، چې هېڅ ډول سينګار ته په کې ضرورت نشته. ٣ – چوپتيا داسې کلا/ کور دى، چې کوم ساتونکي ته ضرورت نه لري. ٤ – د چوپتيا له کبله کرام الکاتبين يا ملايکې ارامه وي. ٥ – چوپتيا د جاهل لپاره لار او د عالم لپاره زينت دى. … نور ولولئ
ادبیات

د ځان ساتلو لپاره اته لارې

ليکواله: صدیقه پوپلزۍ هر انسان ته تر هر څه بايد ځان مهم وي او تل باید خپل خیال وساتو او ځانته پام وکړو. ۱ـ له نه ویلو څخه مه ډارېږئ، کوم کار چې نه غواړئ ترسره کړئ نو هتمي ندی چې هغه کار وکړئ، ځکه نه ویل په ځینو وختونو کې ستاسې اعتماد په نفس ښکاره کوي او ځان ځواکمن احساسوی، تل په ځان میین اوسئ. ۲ـ کوم څه چې نشئ کنټرولولی هغه پرېږدئ، ځکه … نور ولولئ
خواړه

ځينې اړينې ناروغۍ شته چې په کور کې يې درملنه کېږي!

ژباړه او راټولونه:شپنه سلګۍ که موږ او تاسې د خپلو بدنونو په اړه لږ فکر وکړو، نو په دې به پوه شو چې خدای ج په خپل خلقت سره بدن داسې جوړ کړی چې خپله ورسره خبرې کېږي، که د خپل بدن غږ او خبرداریو ته غوږ شو نو له سختو روغتیايي ستونزو سره به نه مخ کیږو. ۱ـ لوږه: ځيني وخت که هر څومره ډوډۍ خورو خېټه مو نه مړیږي، نو په دې معنی … نور ولولئ
ادبیات

کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي

ژباړه: صديقه پوپلزۍ کوم کسان چې اضطراب لري دا خبرې ښه دي چې ورته وویل شي: موږ ټوله له اضطراب سره بلد یو, اضطراب یو طبیعي غبرګون دی چې موږ یې په ژوند کې هره ورځ تجربه کوو. اضطراب هم په هر کچه وي که لږ وي خو ښه دی که تر کچې ډېر وي موږ او زموږ ورځني کارونو ته زیان رسوي همدې لپاره باید پوه شو چې زموږ اضطراب تر کومې اندازې دی. … نور ولولئ
ادبیات

په افغاني کورنیو کې د ښځو سره سلا او مشوره کول

ليکنه او راټولونه صدیقه پوپلزۍ په افغاني کورنیو کې د ښځو سره سلا او مشوره کول زموږ په ټولنه کې داسې ډېرې کورنۍ شته چې سلا او مشوره د ښځو سره نه کوي او نه د ښځو خبرو ته اهمیت ورکوي دا چې ولې دلته یې وایو. زموږ ټولنه نارینه پلوې او د مېرمنو په ځیرکتیا باور نه لري ټوله نارینه دا فکر کوي چې ښځي کمزورې دي او هیڅ هم نشي کولای نو ځکه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د نیکه او لمسیانو اړیکه؛ له ارواپوه سره د صدیقې پوپلزۍ مرکه

کورنۍ د ټولنې خورا مهمه او اغېزمنه برخه ده، ځکه د ټولنې هر وګړی له کورنۍ او د کورنۍ له غړو سره د اړیکو له امله اغېزمن دي، همدارنګه زموږ فردي او ټولنيز شخصیت په کورنۍ کې جوړيږي او ټولنې ته وړاندې کیږي، ددې اړیکو له ډلې څخه یوه هم د لمسیانو او د نیکه اړیکه ده، چې زموږ په هېواد کې نیکه د کور د مشر په توګه د کور د ټولو غړو په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ماشوم د وړتیا او پیاوړتیا لپاره به لاس په کار شو !

د ځینو ماشومانو استعدادونو وده نه کول: زموږ ټولنه کې داسې ډېر ماشومان شته چې استعداد یې وده نه کوي او دا هم خپل دلیلونه لري. کله چې ماشوم پیدا کیږي له هماغه اول نه ورته سمه پاملرنه نه کیږي. له زیږون څخه وروسته باید ماشوم ښه وروزل شي. ټوله وایي ماشوم لویول لکه یو ښار ابادول دي نو همدې لپاره ماشوم روزل اسانه کار ندی زحمت او هڅه غواړي، تل باید خپل د ماشومانو … نور ولولئ