ټولنیز ژوند

داسې یوه اړیکه باید وغواړو چې دا ځانګړنې ولري

زه يو چا سره داسې اړيکه لرل غواړم چې هغوى ته بايد د ځان سپيناوى ونه کړم. ځکه چاته د ځان سپيناوي څخه بل ستړى کوونکى کار نشته. او احساساتي ستړيا د فزيکي ستړيا څخه څو ځله ستونزمنه ده. مونږ بايد تل د داسې اړيکې او خپلوي په لټه اوسو چې په هغې کې زمونږ د باور خپلواکۍ څخه خوند واخلو او چېرته چې زه خپل ځانته د ځان سپيناوى ونه کړم. او زه به … نور ولولئ
ژوند بڼه

ولې ډېری کورنۍ په ولور اخیستو د خپلو لوڼو ژوند بربادوي

د ژوند ډیر داسې پړاوونه شته چې انسان په کې ځان راحت او خوشبخت بولي خو د ځینو خوشبختیو او خوشالیو ترلاسه کولو لپاره باید ډیر درانده او سخت کارونه وکړې. زمونږ په پښتنه ټولنه کې د هلک او جینۍ لپاره مهمه خوشحالي د کوژدن یا نامزدۍ دور دی، چې د رواجونو له امله د ځینو یوه لویه ستونزه یې “ولور” دی. ولور هغه ملاماتونکی بار دی؛ چې ډير ځوانان یې د پوره کولو لپاره … نور ولولئ
ژوند بڼه

ښځه او نړۍ یې؛ تېر او نن

د بشر د تاریخ په هر پړاو کې ښځو خپل ډېر مهم رول لوبولی، ډېر هغه څه یې زغملي چې یو نارینه یې د زغم تصور هم نشي کوی. موږ که نړۍ او د نړۍ تاریخ په ځیر وګورو نو له اوله سره تر دې دمه تقریباً په هره سیم او هر پړاؤ کې نرواکي قایمه ده، له مذهبه واخله بیا تر دولتي سیستمه همداسې تر کور او کلي په هر وخت او هر حال … نور ولولئ
ژوند بڼه

د نورو په مرسته ژوند کول مو له کومو ستونزو سره مخ کوي؟

ډېری کسان به مو لیدلي وي، چې په ژوند کې تل د نورو په مرسته ژوند کوي او په هر کار کې د نورو د مرستې او لاس نیوي ته په تمه وي او پرته د نورو له مرستې یو کوچنی کار هم نه شي کولای او ترې ویریږي. دا چې دا ډول خلک چې تل په نورو تکیه کوي او هر کار د نورو په مرسته کوي، د دې علتونه څه دي او دا … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او کورنۍ ستونزې؛ څو لاملونه لري

په افغانستان کې داسې ډېر کورنۍ شته چې خپل منځ کې ستونزې سره لري یعنې داسې کمې کورنۍ لیدل کیږي چې پرته له ستونزو ژوند وکړي؛ خو دا ستونزې او جنجالونه خپل لاملونه لري. د ځینو کورنۍ مشران جسمي او اروایي ګډوډي لري، چې دا د ستونزو رامنځته کېدو سبب کیږي. تر کومه وخته چې خپله درملنه په پوره توګه ونه کړي، نه شي کولای خپل د کور جنجالونو ته د حل لار پیدا کړي. … نور ولولئ
کلتور او هنر

خواښې په واده کې پوه شوه چې ناوې يې لور ده

يوه چينايي مېرمنه د زوى د واده په مراسمو کې پوه شوه، چې ناوې د دې خپله ورکه شوې لور ده. د راپورونو پر اساس، دغه چينايۍ مېرمن د زوى په واده کې ناڅاپي پوه شوه چې ناوې د دې هغه لور ده چې په وچنيوالي کې ترې ورکه شوې وه. دا عجيبه پېښه په iental Daily نشريه کې یاده شوې ده. د ناوې مور او پلار وايي، چې شل کاله وړاندې هغوى پر سړک … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: په کم عمر کې د نجونو ودول بشري سرغړونه ده

د ملګرو ملتونو د وګړو صندوق په افغانستان کې د کم عمره نجونو پر ودولو د” اندېښنې په ښودلو سره ویلي چې دا دود لا هم د یوې بشري سرغړونې په توګه پر خپل ځای پاتې دی. د ملګرو ملتونو وګړو صندوق د « ۲۰۲۰ کال د نړۍ د نفوسو د احوال» په اړه راپور کې ویلي چې د یادو ستونزو له امله نه یوازې دا چې بشري حقونه نقض شوي بلکې د نجونو د … نور ولولئ
کورنی ژوند

ولې ځینې حقیقتونه نه شو ویلی؟

موږ په پښتو کې یو متل لرو، چې وايي: ریښتیا ویل ترخه دي. د ځینې حقیقتونو ویل ترخه وي او یو کس یې نه شي ویلی، ځکه له ویلو څخه یې ویره لري، دا چې ولې د ځینې حقیقتونو له ویلو څخه ویره لرو او د دې ویرې لاملونه څه دي او ایا ټول حقیقتونه باید وویل شي او که نه؟ په دې اړه به په دې لیکنه کې معلومات وړاندې شي. ځینې وختونه داسې … نور ولولئ
افغانستان

یوه غريب پلار په پور جوړ کړي قفس کې خپل ۱۱ کلن زوی بندي کړی

مور او پلار خپل یوولس کلن زوی په قفس کې بندي کړی. په مزار شریف کې یوه پلار او مور خپل ۱۱ کلن زوی په قفس کې بندي کړی. ۱۱ کلن صمیم له هغې ازادۍ بې برخې شوی چې د ده نور همزولي یې په لوبو لوبو خوند ترې اخلي. دی د ژویو په څېر د پنجریو په منځ کې د خپلو ازادو خویندو او ورونو ننداره کوي. خوب ځای, خواړه, اوبه څښل هر څه … نور ولولئ
کلتور او هنر

«که زموږ کلتور او دود ونه منئ، نو له موږ څخه نه ياست»

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ دا هغه څه دي چې موږ ټولو اوريدلي او ليدلي دي. موږ ډير وخت زړه نا زړه يو چې څه وکړو او په څه پسې لاړ شو؟ آيا په دين پسې لاړ شو او كه په كلتور پسې؟ اسلام زموږ د ورځني ژوند د هر ډول ستونزو د هوارۍ لپاره لارې لري او له بلې خوا، دودونه هغه روايات او ارزښتونه دي چې په ټولنه کې خپاره شوي دي. كلتور … نور ولولئ