ژوند بڼه

بن هغه نوم چې په اورېدو يې هره ښځه ټکان خوري

په پښتنه ټولنه کې د یو سړي د ښځو شمېر چې لۀ یوې ډېر شي نو بنې یې بولي او د بنو تر منځ اکثره وخت جنجال وي؛ یانې ښځه هیڅکله دا نشي منلی چې د ژوند ملګری یې لۀ کومې بلې ښځې سره شریک وي؛ او دا بن پۀ پښتنو ښځو هغه وخت راځي چې یاخو یې اولاد هیڅ نه وي او یا یې نارینه اولاد نۀ وي. یا کم وي. ځینو ته یې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د اختري دود څه ډول دود دی؟

د اختري دود زموږ یو له پخوانیو دودونو څخه شمېرل کېږي، کله چې یوه نجلۍ کوژده شوي وي، خو واده یې نه وي کړی، دې ته یې د خسر یا مېړه کور په اخترونو کې بېلا بېلې ډالۍ د اختري په نوم اخلي او مخکي له اختره یې ور وړي. دا چې په اختري کې ورته څه وروړي او څه باید واخیستل شي په دې لیکنه کې یې ولولئ. د اختري دود زموږ په ټولنه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

که مو ملګري له تاسې لرې والي غوره کوي، ښايي ځیني دا لاملونه به لري

ډېری وخت انسان له داسې پیښي سره مخ کیږي، چې دوه ملګري تل یوزای وي خو ناڅاپه سره لري شي کله چې دا کار وشي د انسان ذهن ته هر ډول پوښتنې او خبرې راځي لکه: دا نور زما سره خوشحاله نه دي یا زما نه یې بد راغلي، زما پر وړاندې بې تفاوته شوې، بل ملګری / ملګرې یې پیدا کړې، نور ما سره مینه نه لري، همداسې ډېرې خبرې زموږ ذهن ته راځي؛ … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د نجونو هيلې او آرمانونه مه وژنئ

هر ځوان، او هره پېغله، په خپل ژوند کې لوی، لوی آرمامونه لري چې يو يې هم خوښ ژوند ښه کورنۍ درلودل دي. هره پېغله ارمان لري تر څو يوه ښه کورنۍ کې واده شي. خاوند نيک انسان دښه خوی څښتن او باسواده وي. تر څو آينده ژوند يې خوښ او آرامه وي. چې زياتره وخت د جينکو دغه ارمانونه نيمګړي پاتې کيږي او دشخړو لانجو په بدل کې قرباني کيږي. کلونه کېږي، چې افغانې … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

افغان نجونې اوس له کومو ستونزو سره مخ دي؟

که څه له نړۍ سره د سیلۍ کونجي (کیلي) علم او ښوونیز جریان دی خو بیا هم زموږ د ټولنې لویه کچه اوسېدونکي له تعلیم محروم او د جهالت د بلا تر سیوري لاندې ساه اخلي. د هرې ټولنې نیمه برخه ښځینه تکمیلوي او د انساني ژوند یو لوی اړخ دوی دي مګر له دوی څخه د نورو حقونو په څېر د تعلیم کولو حق هم سلب شوی ، زموږ ټولنه خو یې ژوندی مثال … نور ولولئ
افغانستان

تخار: مېرمنې بن قبوله نکړه، خپل ځان او اولادونه یې ووژل

تخار کې یوې مور خپل ځان او درې اولادونه سیند ته غورځولي. تېره ورځ د تخار په فرخار ولسوالي کې یوې مور خپل کور سوځولی او وروسته یې خپل ځان له دریو اولادونو سره یو ځای په سیند وړی دی. ځایي اوسېدونکي د پېښې لامل د یادې کورنۍ غربت او بې وزلي یادوي. په ورته وخت کې د تخار پولیس هم پېښه تاییدوي؛ خو د لامل په اړه یې د پلټنو خبره کوي. بل لور … نور ولولئ
ژوند بڼه

مورې! موږ ولې وژنې؟

لیکنه: عزیزالله عزیز د جهالت د دوره د هغه صحابي کیسه اوس هم د انسانانو زوړونه ریبي ، چې یو کس خپله ګلالۍ لورکۍ ژوندۍ پر ځمکه کې ښخه وي … دا دی څو پیړۍ وروسته د هیواد د تخار ولایت په فرخار ولسوالۍ کې د جهالت ، غربت او په ټوله کې د بدمرغه جنګ له کبله یوه مورکۍ دومره رامجبوره کیږي ، چې د خپل زړه ټوټې ! هغه بچیان ، چې ډیرې … نور ولولئ
کلتور او هنر

د پښتنې ټولنې دودونه کومې ګټې لري؟

کېداى شي دود او دستور بد نه وي او په ډېرو برخو کې په زړه پوری او ګټور هم وي، خو د پښتنې ټولنې ځینې دودونه ناوړه ځانګړتياوې هم لري چې په ټولنه کې ښې پايلې نه لري. دود دستور هم ښې او هم بدې پايلې لرلاى شي، تر هغه ځايه چې په افغاني ټولنې پورې اړه لري،تر ټولو ډيره بده برخه يې د نارينه د د بې ځایه واکمنۍ دود دى، چې دا دود … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

څنګه په ټولنه کې مثبت افکار دودولای شو؟

  زموږ ټولنه اوږده ناورین زپلې او تر ډېره یې مثبت افکار له خلکو اخیستې او په  یوه منفي فکره ټولنه یې بدله کړې  چې د هرې موضوع او هرې خبرې په اړه خلک منفي فکر کوي. بلکې دا منفي فکر کول بېخي زموږ د خلکو عادت او یا دود ګرځېدلی، ځکه د هرې خبرې او هرې موضوع په اړه منفي فکر کوي او هر څه ورته منفي ښکاري. زموږ په ټولنه کې تر ډېره … نور ولولئ
ژوند بڼه

که دغه چارو ته پام وکړو، په زړښت کې به د پښېمانۍ احساس ونه کړو

ژباړه داسې ډېر موضوعات شته چې په ځوانۍ کې یې نه ترسره کوو، خو په بوډاټوب کې بیا وایو چې کاش ما دا کار ترسره کړئ وای؛ خو هغه وخت افسوس او پښېماني هېڅ ګټه نه لري. ـ هغه وخت چې مې سفر کولای شوای، ولې مې ونه کړ. ـ ولې دمې وهمه ژبه زده نه کړه. ـ کومې اړیکې چې له منځه تللي او ختم شوي، په هغه باندې مې ولې خپل وخت ضایع … نور ولولئ