اقتصاد

په ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې لپاره ۱۰ مهم ټکي

ژباړه: محمد عزيز پردېس په ټولنيزو رسنيو کې بازار موندنه ځان لپاره ځانګړي ضوابط او پړاوونه لري؛ ځکه هره رسنۍ له يو او بل سره توپير لري او مختلف جوړښتونه او کارکړنې لري، نو په همدې اساس پکار ده چې په ټولنيزو رسنيو کې د بازار موندنې لپاره بايد د دې برخې د مينه والو لپاره ځانګړې ستراتېزي او پاليسي شتون ولري. په دې مقاله کې به تاسو وکولی شئ چې د دې لسو قوانينو … نور ولولئ
اقتصاد

پیسې؛ موخې ته د رسېدو لپاره تر ټولو ښه وسیله

ژباړه: حمیدالله حمیدي دا سمه ده، چې پیسې نېکمرغي نه شي راوستی، خو نه شتون یې سل بدبختۍ زيږولی شي. که مو له یوې خوا جېب خالي وي او له بلې خوا در پسې د اوبو او برېښنا پیسې او د کور کرایه را وځي، هغه ده چې ملا مو کړوپوي او ژوند مو ورځ تر بلې ترخېږي. بلې! پیسې د ژوند یوه مهمه او اړینه برخه ده. له بېځایه شعارونو لرې اوسئ. ډېر خلک … نور ولولئ
اقتصاد

که غواړئ شتمن شئ فرصتونه له لاسه مه ورکوئ

ژباړه: حمیدالله حمیدي جېمي مک اینټایر په خپل کتاب (څه مې چې خوښ وو په ښوونځي کې مې زده کول) کې هغو لارو چارو ته اشاره کړې ده چې په وسیله یې په اسانۍ سره یو څوک شتمن کېږي. په کتاب کې د پیسو ګټلو ګڼې اسانه لارې په ګوته شوې دي چې ټول فصلونه یې په یوه لیکنه کې ځایول ناممکن دي، خو له ځینو ځانګړو تګلارو څخه یې دلته یادونه کوو. مک اینټایر … نور ولولئ
اقتصاد

هغه څه چې بریالیتوب ته مو چمتو کوي

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱- ځان ته مو مثبت او مينه ناک ملګري پيدا کړئ. که خوښ او د مثبت فکر لرونکي ملګري ولرئ چې هر ځل يې په ليدلو سره تاسو خوښ شئ او تل ستاسو په وړتياوو باور ولري؛ نو تاسو به هم تل مثبته انرژي اخلئ او پرمختګ به کوئ. خو که په برعکس ډول داسې ملګري ولرئ چې تل منفي فکر لري او تاسو ته د مثبتو نظريو پرځای منفي خبرې … نور ولولئ
اقتصاد

په دې لارو چارو مو د فیسبوک لایکونه ډیر کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس فېسبوک له ګوګل وروسته د نړۍ په کچه د خوښې وړ وېبسايټ دی او ورځ تربلې يې خوښوونکي مخ پر زياتېدو دي. د فېسبوک ارزښت د هغه لايکونو سره نېغه اړيکه لري. په دې ليکنه کې هڅه شوې چې دې پوښتنې ته ځوابونه وموندل شي، چې څنګه کولای شو د خپل فېسبوک لايکونه زيات کړو. ۱- خپلو پوستونو سره انځورونه يوځای کړئ څېړنې ښيي، هغه پوستونه چې انځورونو سره دي، تر … نور ولولئ
اقتصاد

هغه څه چې د اهدافو د ترلاسه کولو لپاره یې باید عملي کړئ

د ویکي هاو ویبپاڼې لیکنه ژباړه: غازي عابد ۱- لومړی داولیکئ چې ولې غواړي دغه مشخص اهداف ترلاسه کړئ. علتونه یې معلوم کړئ. څومره ډیر لاملونه یې چې لیکل شئ ویې لیکئ. هر کله مو چې انګیزه لږه هم کمزورې کیده نو د علتونو او لاملونو دغه لیست ته سر ورښکاره کوئ، بیا انګیزه درکوي. ۲- په خپل چاپيریال کې مو انګیزه ایجاد کړئ. خپل خوب خونه هم یخه ساتئ، البته په ګرمو موسمونو کې … نور ولولئ
اقتصاد

د معاش په اړه خبرو اترو کې مدیر ته دا ۲ خبرې مه کوئ

لیکنه: جین هوبلی لکوالټ ژباړه: غازي عابد کله چې د معاش یا تنخواه په اړه خبرې کوئ، نو ځینې خبرې یا (ویل) چې نه کول یې له کولو ښه دي. دغسې مهال احتیاط په کار دی، چې څومره باید مناسب وغږیدای شئ او تر څنګ چوپتیا هم نه په ده کار، ځکه که تاته دنده درکول کیږي، کار به ورته کوې، چې کار کوې او خولې تویوې، نو مقابل کې باید پیسې درکړل شي. په … نور ولولئ
اقتصاد

څنګه ارزانه سیل او سیاحت کولی شو؟

ژباړه: حمیدالله حمیدي په سفر تلل او له بېلا بېلو ځایونو څخه لیدنه د انسان په تجربو کې زیاتوالی راولي او په هر اړخیزه توګه یې فکر ژور بدلون مومي. ځکه سفر کول ددې لامل کېږي، چې تاسو نوي ځایونه وګورئ، له نویو خلکو سره وپېژنئ او اړیکه ور سره ټینګه کړئ، فکر مو بدل کړئ او خپل ورځني تکراري ژوند یو څه بدل کړئ. دغه څه په ژوند کې ډېر مهم دي. خو څه … نور ولولئ
اقتصاد

ولې مو ادارې، C.V ردوي او د انټرویو پر مهال د دندې فرصت له لاسه وځي؟!

د ګل ولي ځواک لیکنه C.V د (Curriculum Vitae) مخففو توریو څخه اخیستل شوې، معنی یې د یو شخص د ژوند علمي پس منظر او د عملي تجربو یوه لیکلې بڼه ده، چې په اوسني عصر کې د دندې پیدا کولو په موخه یې ادارو ته استول کیږي. هر یو شخص د دندې د پیدا کولو په خاطر د خپلې یوې بهترینې C.V جوړولو هڅه کوي، ترڅو وکولای شی د ځان لپاره مناسبه دنده پیدا … نور ولولئ
اقتصاد

څو ګټورې خبرې چې د خپل پرمختګ لپاره یې باید عملي کړئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس ۱- مخکې له دې چې ساعت يا هم موبايل مو يو ځلې زنګ ووهي، نو بايد ويښ شئ. حتی که په يوه ځلې زنګ وهلو سره هم له خوبه پاڅېږئ، نو غوره ده چې ساعت مو د يوځلې څخه ډېر زنګ ته عيار کړئ. د بېلګې په ډول، يو زنګ په ساعت او بل په موبايل برابر کړئ او که له خوبه په سختۍ پاڅېږئ، نو غوره ده چې دواړه په … نور ولولئ