افغانستان

د ننګرهار اوبدل شوې غالۍ د اروپا او امریکا تر بازارونو رسیدلي

راپور: بشر درویش په ننګرهار کې اوبدل شوي غالۍ د اروپا او امریکا په بازارونو کې موندل کیږي. د یاد ولایت د کلیو بیارغونې او پراختیا ریاست د میرمنو د کلیوالي اقتصاد د پیاوړتیا پروګرام WEE-RDP له لوري نږدې ۲۵۰۰ تنه د غالۍ اوبدلو په صنعت بوخت دي چې د دوی په لاس اوبدل شوي غالۍ او نور صنایع اروپا او امریکا کې په بازارونو کې موندل کیږي. د ننګرهار د رسنیو دفتر یوه خبرپاڼه … نور ولولئ
اقتصاد

بیل ګیټس او د هغه د بریالیتوب قوانین

ژباړه: نجم الرحمن ناصري بیل ګیتس د خپلې نړۍ تر ټولو بریالی او بډایه کس دی. د ده نوم تل د نړۍ د بډایه کاسانو ترمنځ د فوریس په فهرست کې تر ټولو لومړی وي. دی چې کله له مایکروسافت شرکت څخه تقاعد شو، وروسته له دې څخه یې خپل ټول وخت د بیل او ملیندا ګیتس په خیریه موسسه کې انسان دوستانه کارونو کې مصرف کړ. دلته یې په ژوند کې د بریالیتوب قوانین … نور ولولئ
اقتصاد

د شتمنو کسانو نوي اقتصادي ريکارډونه

ژباړه: حنيفه مومند په 2019 م کې د نړۍ د شتمنو کسانو شمېر  تر نورو کلونو ۵، ۸ سلنه زيات او ۲۸۲۵ تنو ته رسېدلى دى. د Wealth-X د راپور پر اساس، د نړۍ د ميليارډرانو شمېر ښيي، چې د شتمنو سوداګرو شمېر د ۲۰۱۰ په پرتله، هغه وخت چې دې سازمان د د احصائيې د ثبتولو پيل وکړ، ريکارډ ټينګ کړى دى. د کورونا ناورين، د نړۍ تر ټولو شتمن کس ۲۴ ميليارده ګټه … نور ولولئ
افغانستان

د افغان، اذربایجان او ترکمن ولسمشرانوګډه غونډه؛ د سوداګریزو بندرونو د معیاري کیدو ژمنې وشوې

راپور: بشر درویش د افغانستان، اذربایجان او ترکمنستان هیوادونو د جمهوررئیسانو ترمنځ درې اړخیزه ناسته د افغان ولسمشر محمداشرف غني په نوښت پرون له غرمې مخکې د ویډیو کنفرانس له لارې ترسره شوه. ارګ وايي، په دغه ویډیو کنفرانس کې جمهوررئیس غني د اذربایجان جمهوررئیس الهام علي اوف او د ترکمنستان جمهوررئیس قربانقلي بردي محمدوف ته د ښه راغلاست پرمهال له افغانستان سره د اذربایجان او ترکمنستان د هر اړخیزو همکاریو او لاجورد دهلېز د … نور ولولئ
افغانستان

لغمان – قرغیو کې د شېدو ټولولو ستر مرکز جوړیږي

راپور: بشر درویش د لغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وايي، چې ددې ولایت د قرغیو په ولسوالۍ کې د شېدې ټولولو د یو ستر مرکز د جوړولو د بنسټ ډبره کېښودل شوه. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د لغمان د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله وايي، د شېدې ټولولو دغه مرکزونه چې دکرنې وزارت له پراختیایي بودیجې څخه جوړیږي، د جوړولو لګښت یې څلور میلیونه افغانۍ ده، چې د جوړولو … نور ولولئ
افغانستان

لغمان کې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بیرې ځنګل جوړول پيل شول

راپور: بشر درویش دلغمان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وايي، چې ددې ولایت اړوند دقرغیو ولسوالۍ د درونټې دبرېښنا بند د څېرمه د خاورینو غوڼډیو په لمنو کې د تراس په ډول دیوه منظم ځنګل دجوړېدو لړۍ پیل شو، چې په ترڅ کې یې د یادې سیمې په ۴۰۰ هکټاره ځمکه کې د بېرې ځنګل جوړیږي. د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې د یاد ولایت د کرنې رییس انجنیر محمدجمیل خوشحال له قوله … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو بڼونو ښه پایله ورکړې

راپور: بشر درویش د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت په څېړنیز فارم کې پر یوشمېر نوو نباتاتو څېړنې رواندې دي، چې له دې ډلې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې هم په توافقي ډول تر څېړنې لاندې نیول شوي دي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وايي: «هلې ځلې کوو چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کب او هېلیو روزنه؛ دوه ستر فارمونه یې ورغول شول

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دې ولایت کې د کب او هېلیو روزنې فارمونه ورځ تر بلې ډېریږي او په دې برخه کې د خلکو لېوالتیا ډېریږي. د افغانستان د کرنې وزرات یوه خبرپاڼه کې د هلمند د کرنې رییس زلمی الکو له قوله ویلي، چې د هلمند د کرنې ریاست له خوا تېر کال ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د کب روزنې دوه ستر … نور ولولئ
افغانستان

د لوګر بڼوالو او بزګرانو سره د ۲۲۶ پروژو تړونونه لاسلیک شول

راپور: بشر درویش لوګر کې د بڼوالۍ ځنځیري ارزښت د پراختیا د ۲۲۶ پروژو تړونونه ددې ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د پراختیا سکټوري پروژې او له دغو بنسټونو څخه د لوګر ولایت د برخمن شویو بزګرانو او بڼوالو ترمنځ لاسلیک شول. د لوګر ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس عبدالله تسل وایي، چې ددې هوکړې پر بنسټ، د بڼوالۍ د ځنځیري ارزښت د ودې او د … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان: د غنمو د یو ټن اصلاح شوي تخم بیه ۴۰ زره او ۶۹۷ افغانۍ وټاکل شوه

راپور: بشر درویش د اصلاح شوي تخمونو د ملي بورډ غړي د غنمو د پېرل، د بیې ټاکل او دغه راز پر دوو تقنیني سندونو د خبرو اترو په پار غونډه وکړه. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه غونډه د دې ملي بورډ د غړو او ناظرینو په شتون کې دکرنې او مالدارۍ وزارت د معینیت د غونډو په تالار کې په لاره اچول شوې وه. په دې غونډه کې، د … نور ولولئ