افغانستان

ګردیز کې دوه سربندونه او کانالونه جوړیږي؛ زرګونه جریبه ځمکه به خړوبوي

راپور: بشر درویش د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز اړوند د ابراهیم خېلو او صادق خېلو د سربندونو او کانالونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې ډېر ژر به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د افغانستان د کرنې وزارت چارواکو د یاد ولایت چارواکو له قوله وایي، چې د صادق خېلو د سربند او کانال چارې … نور ولولئ
افغانستان

کلیوالي سیمې او د اوبو شبکې

لیکنه: مصطفی سالک د افغانستان په ګډون په ټوله نړۍ کې د څښاک د اوبو نشتوالی او کموالی هغه ستونزه ده چې اړوند کارپوهان یې هیښ کړي دي، د امریکې متحدو ایالتونو د یوې سروې له مخه له ۲۰۰۴ م کاله تر ۲۰۱۲م کاله پورې د افغانستان تر ځمکې لاندې اوبو کچه ۱.۴ متره ښکته شوې وه خو په دغه هیواد کې سپیره وچکالي او په نافني ډول د اوبو کارول ددې لامل شول چې … نور ولولئ
افغانستان

صالح، ولسي جرګې ته: ټولنه کې د ځان په اړه فکر وکړئ، د غریب له خولې ډوډۍ مه باسئ

راپور: بشر درویش د افغانستان د ولسمشر لومړي مرستیال امرالله صالح د ولسي جرګې د وروستي اقدام غبرګون کې پر دې جرګې نیوکې کړي دي. ولسي جرګې پرون د ملي دسترخوان په نوم د حکومت هغه پلان رد کړ چې له مخې یې په افغانستان کې له بیوزلو سره مرستې کیږي. امرالله صالح دې کار ته په غبرګون کې ویلي چې که دا برنامه په دې موخه رد شوي وي چې نړیوال بانک به دا … نور ولولئ
افغانستان

اقتصادي وده؛ پکتیا کې د پیازو او کچالو ۸۱ زېرمتونونه جوړیږي

راپور: بشر درویش د افغانستان د کرنې وزارت وايي، د پکتیا په ولایت کې د کرنیزو محصولاتو دمدیریت د پروژې اړوند د کچالو او پیازو د ۸۱ صفر انرژۍ سړوخونو د جوړولو چارې په چټکۍ سره روانې دي، چې تر راتلونکو میاشتو پورې به یې ودانیزې چارې بشپړ او ګټې اخیستنې ته به وسپارل شي. د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې په دغو جوړېدونکو سړوخونو کې د کچالو ۴۰ بابه او … نور ولولئ
افغانستان

د افغانستان، امریکا او ازبکستان ګډه ناسته؛ د ډلګیو پر جوړیدو موافقه وشوه

راپور: بشر درویش د افغانستان، امریکا او ازبکستان ترمنځ لومړۍ درې اړخیزه ناسته ترسره شوه. دا ناسته پرون د ازبکستان د بهرنیو چارو وزارت په انلاین کوربتوب جوړه شوې وه چې د درواړو هیوادونو د بهرنیو چارو او تجارت وزارتونو معینانو په کې ګډون کړی و. د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دې ناسته کې ددې وزارت د اقتصادي چارو معین میرویس ناب ګډون کړی و. ښاغلي ناب د … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار-خوګیاڼو کې د کوکنارو مخنیوی او د خلکو غبرګون؛ ۸۶ شنې خونې جوړې شوي

د افغانستان د کرنې وزارت راپور راخیستونکی: بشر درویش د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت اړوند د کرنې دودې او کلیوالي پراختیا پروژه (CBARD) د ننګرهار په خوګیاڼو کې د لوړ ارزښت لرونکو کرنیزو محصولاتو د دودولو او د کوکنارو د کرکېلي او تولید د مخنیوي په پار ۴۰ لویې شنې خونې نارینوو او ۴۶ کوچنۍ شنې خونې ښځینه بزګرو ته جوړې کړي دي. د خوګیاڼو ولسوالۍ د ګرمې هوا او په زیاته کچه د … نور ولولئ
اقتصاد

د هلمند کرنې رياست:د خرما ونو تر پخوا ډېر حاصل کړی!

خبريال: مدثر دعوت د هلمند د کرنې رياست مسؤلين وايي سږکال د خرما ونو تر بل هر وخت ښه حاصلات ورکړي. د هلمند د کرنې اوبو لګولو او مالدارۍ رياست مسولين وايي چې ددې رياست د فني کارکوونکو له لورې په تېرو دوو کلونو کې په لښکرګاه او ځينو ولسواليو کې د خرما پخوانۍ وني په فني او مسلکي ډول القاح او اصلاح کړيدي. د هلمند د کرنې د رياست د پلان او برنامو مسئول … نور ولولئ
افغانستان

فقیر ملت او ملي دسترخوان: پرځای که بې ځایه تګلاره؟

لیکنه: بشر درویش افغان حکومت د ملي دستورخوان په نوم یوه تازه برنامه پرانیستې ده. دا برنامه پرون افغان ولسمشر اشرف غني رسماً پيل کړه. ښاغلي غني وویل دا ګام یې د ملت د ستونزو د حل په موخه اخیستی دی. هغه زیاته کړه: «نن هغه ورځ ده چې موږ د دې برنامې په پرانېستو سره په ټولنیز تړون کې یو بل ګام پورته کړ. په راتلونکو کلونو کې زموږ نهایي هدف دا دی چې … نور ولولئ
اقتصاد

ابراج البیت؛ اسمانڅکه ودانۍ

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري په عربي نړۍ کې نن سبا د دنګو ودانیو جوړول ډېر دود شوي دي، او عربي هېوادونه په دې برخه کې له یو بل سره سیالي کوي. سعودي چې د مسلمانانو قبله او دوه سپېڅلي جوماتونه، مسجد الحرام او نبوي جومات پکې پراته دي، هم د لوړو او دنګو ودانیو جوړولو ته مخه کړې ده، او د نړۍ درېیمه لوړه ودانۍ چې د مکې شاهي ساعت ټاور Makkah Royal Clock … نور ولولئ
افغانستان

کندهار کې بزګران د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې زده کوي

راپور: بشر درویش د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د مرکز په ګډون په څلورو ولسوالیو کې د بزګرانو د سیمه ییزو ښوونځیو «FFS» له لارې بزګرانو ته د نباتي ناروغیو او افتونو د مخنیوي لارې چارې ور زده کوي. افغان کرنې وزارت ویلي چې دا چاره د بزګرانو د لا ښې روزنې په موخه پيل کړې ده. په دې روزنیزو پروګرامونو کې د کندهار د کرنې ریاست د فني کارکوونکو … نور ولولئ