افغانستان

پکتیا: بزګرانو ته د زعفرانو زر کیلو ګرامه پياز او تقویتې سرې ورکړل شوې

خبر: بشر درویش د پکتیا د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د پکتیا ولایت د مرکز ګردیز په کډون دیاد ولایت د سیدکرم، ګرده څېړی او وزي ځدران ولسوالیو  پر ۴۰ بزګرانو د زعفرانو ننداریزو قطعو جوړولو په پار د زعفرانو درې زره کیلوګرامه پیاز او تقویتي سرې وېشل شوي دي. د پکتیا د کرنې رییس انجنیر محمدالدین موموند وایي، چې ددې ولایت د مرکز ګردیز په کډون د پکتیا د سیدکرم، ګرده … نور ولولئ
افغانستان

هلمند: نادعلي کې ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابریږي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت د نادعلي ولسوالۍ ۵۰ بېوزله مېرمنو ته د کار زمینه برابروي. د افغانستان د کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه کاري فرصتونه مېرمنو ته د بېلابېلو مېوو او سبو د پروسس له لارې برابریږي. د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې د نادعلي په ولسوالۍ کې ۵۰ بېوزله مېرمنې د سبو او مېوو د پروسس په … نور ولولئ
اقتصاد

د هرات په انجیل کې د څلور چک‌ډېمونو رغونې چارې پیل شوې

راپور: مهر تاج د اوبو د چارو د تنظیم ملي اداره وايي، د هرات ولایت د انجیل ولسوالۍ په بېلابېلو سیمو کې د څلورو چک‌ډېمونو چارې د ځینې مراسمو په ترڅ کې پیل شوې. دا چک‌ډېمونه د دې ولسوالۍ په «ګازرګاه» د ګازرګاه دوې لارې، شله چله خانه او ده شیخ کلیو کې جوړېږي. د انجیل ولسوالۍ اوسېدونکو په اند د دغې پروژې تطبیق دوی ته حیاتي ارزښت لري. دوی له موسمي سیلابونو په‌تنګ دي، … نور ولولئ
افغانستان

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس؛ د افغانستان ملاتړ مهم وبلل شو

راپور: بشر درویش د اسیا زړه – استانبول پروسې غونډه چې  د هیوادونو لوړپوړو چارواکو په کې ګډون درلود جوړه شوه. افغان بهرنیو چارو وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ په دې ناسته کې میرویس ناب او خسرو نظري د افغانستان په استازولۍ له افغان بهرنیو چارو وزارته ګډون کړی وو چې دا ناسته د تاجکستان د بهرنیو چارو وزارتونو د مرستیالانو په ګډ ریاست، د دې بهیر د ملاتړ کوونکو او غړو هیوادونو او سیمه … نور ولولئ
افغانستان

د باغیس په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي

خبر: بشر درویش د بڼوالۍ د محصولاتو د کیفیت ښه کولو او د تولیداتو د کچې لوړولو په پار دکرنې وزارت د یوې پروژې له خوا، د بادغیس ولایت په قادس ولسوالۍ کې ۲۰۶ بڼونه جوړ شوي دي. کرنې وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي؛ دغه جوړ شوي بڼونه د مڼې، غوزانو، آلو، زردالو او انګورو بڼونه دي. د یادې ولسوالۍ د «قادس خوردک» کلي یو تن بڼوال عبدالعظیم، چې مخکې یې په لس جریبه ځمکه … نور ولولئ
اقتصاد

د شتمن کېدو لپاره ځینې مهم عادتونه

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ ځینې عادتونه شته چې که عملي یې کړو، ممکن شتمن شو. ۱ـ د ښه اورېدلو توان او عادت په ځان کې پیدا کړو، څرنګه چې موږ نورو ته خبرې کوو، نو هماغسې د اورېدلو توان هم باید ولرو. د کاروبار په لومړیو وختونو کې له ویلو څخه ډېر اورېدل، بریا کیلي ده. ۲ـ ورځنۍ موخې په دقت سره تعقیب کړو. د کامیابی راز هم له ځان سره واخلو چې په … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د تاریخي ځایونو رغوونه؛ پر پينځو پروژو کار پیل شو

خبريال: مدثر دعوت هلمند کې د تاريخي ابداتو ۵ بيارغونې پروژې پيل سوې. هلمند چې يو تاريخي ولايت دی د پېړيو پېړيو راهيسې تمدنونو ترڅنګ د جګړو او نا امنيو شاهد دی چې پدې لړ کې يې د نورو اړخونو ترڅنګ تاريخي ابداتو او اثارو هم لوی زيانونه ليدلي چې يو ښه مثال يې د بست کلا ده. خو له کلونو وروسته دا موقع برابره سوه چې د هلمند پنځه مشهور ځايونه چې کابو په … نور ولولئ
افغانستان

تدارکاتي پروژو ارزونه؛ ۲۴۳میلیونه افغانیو په ارزښت ۱۰پروژو ارزونه وشوه

راپور: بشر درویش د افغانستان د ملي تدارکاتو کمېسیون غونډه ترسره شوه. ارګ ویلي، دا غونډه د ولسمشر اشرف غني په مشرۍ شوې ده. د ارګ د خبرپاڼې له مخې؛ په دې غونډه کې له ۲۴۳ میلیون څخه د زیاتو افغانیو په ارزښت د لارښوونو غوښتنې او یادښتونو په ګډون د ۱۰ تدارکاتي مواردو د ارزونې په پایله کې لازم تصمیمونه او لارښوونې وشوې. سرچینه زیاتوي؛ په ورکړل شویو تړونونوکې، د لوی درستیز د مخابرې … نور ولولئ
افغانستان

هلمند کې د کوکنارو پر ضد ګټوره جګړه؛ بزګران وايي، دا یې ښه بدیل دی

خبريال: مدثر دعوت هلمند ولايت کې د تېلي نباتاتو کرنه زياته سوې چې بزګران يې د کوکنارو ښه بديل بولي. هلمند چې يو کرنيز ولايت دی د تېرو ۱۵ کلونو راهيسي د کوکنارو په کښت کې د نړۍ په کچه د ډېرو کوکنارو کرلو په سيمه کې راځي،که څه هم دولت هڅه کوي چې د ترياکو بديل پيدا کړي او وخت ناوخته د بزګرانو سره د اصلاح سويو تخمونو مرستې هم کوي خوبيا هم ددې … نور ولولئ
اقتصاد

په منځني ختیځ کې نوې سیاسي هوکړې او د نړیوالو غبرګونونه

لیکنه: مهر تاج نږدې تېرو ورځو کې د اسرائیلو او ځینو شتمنو اسلامي هېوادو ترمنځ د سولې او همغږۍ نوې دروازه پرانستل شوه. د عربي متحده ایالاتو او اسرائیلو ترمنځ د سولې او سوداګرۍ نوی هوکړه‌لاسلیک شو او دواړه غاړې د دې هوکړې راتلونکي ته ډېر خوشاله او خوشبینه دي. عربي متحده امارات په اقتصادي ډکر کې د ډېرو شتو خاوند هېواد دی او له فلسطین سره ښه اقتصادي ملاتړی هم پاتې شوی دی. متحده … نور ولولئ