اقتصاد

د کابل شاوخوا دوه میلیونه کندې ایستل شوي

ملیحه ناصري د ملي ودې او پراختیا شرکت نن سه شنبې (۱۳۹۹/۷/۲۹) وویل چې د ځمکې د برسېرنو/ سطحي اوبو د کابو کولو او تر ځمکې لاندې اوبو د ډېرولو په پار یې د کابل شاوخوا سیمو کې دوه میلیونه او نهه سوه کندې ایستلي دي. تر څنګ یې ۲۵ کوچني بندونه هم جوړ کړي چې د کار له پیله تر اوسه یې څه کم ۳۰۰۰ کاریګر پکې ګومارلي دي. د دې شرکت په وینا … نور ولولئ
اقتصاد

آمو سیند؛ پخوا به د مازندران سیند ته ورتویېده

ژباړه: نجم الرحمن ناصري آمو یا جیحون سیند، چې په یوناني کې ورته اُکسوس وایي، د منځنۍ آسیا تر ټولو ډیرې اوبه لرونکی او اوږد سیند ده. آمو سیند د پامیر له غرونو څخه سرچشمه اخلي او تقریباً د دې سیند اوبه ۱۱۲۶ کیلومتره د افغانستان په شمالي مرزونو کې له تاجکستان ازبکستان او ترکمنستان سره روانې دي او ځینې ځایونه یې د کښتۍ چلولو وړ دي. په سواحلو کې یې شیرخان او حیرتان بندر … نور ولولئ
افغانستان

جګړه ځپونکي هلمند کې ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار زمینه برابریږي

راپور: بشر درویش د هلمند د کرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست د مېرمنو د اقتصادي ودې او دوی ته په کور دننه دکار زمینې برابرول په پار د دې ولایت د مرکز لښکرګاه او نادعلي ولسوالۍ ۱۰۰ بېوزله ښځو ته د سبو د پروسس په برخه کې د کار د زمینې برابرولو په پار پر یادو مېرمنو د سبو وچولو او پروسس د اړینو توکو او دستګاوو د وېش لړۍ پیل کړئ دی. د افغانستان د … نور ولولئ
افغانستان

صالح: اوس مهال پخپل تاریخ کې د منځنۍ اسیا هیوادونو سره نږدې او دوستانه اړیکې لرو

راپور: بشر درویش د بسیا او هوسا افغانستان په لور د نویو ترانزیټي او سوداګریزو مسیرونو ملي کنفرانس ترسره شو، چې د افغانستان د اسلامي جمهوریت لومړي مرستیال امرالله صالح هم په کې ګډون او وینا وکړه. ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، دغه کنفرانس چې پرون له غرمې مخکې په چهارچنار ماڼۍ کې جوړ شوی و، لومړی د پانګونې اسانتیا واحد رئیس عطاالله نصیب د یاد کنفرانس په اړه معلومات ورکړل وې ویل، د دې کنفرانس هدف … نور ولولئ
اقتصاد

الماس؛ د نړۍ تر ټولو کلک او حیرانوونکې غمی

ژباړه: ملیحه ناصري له پېړیو راهیسې الماس د خلکو د پام وړ دی؛ خو تر شلمې پېړۍ دمخه یې په اړه چندان مالومات نه وو. کله چې فزیک او کیمیا علمونو سم پرمختګ وکړ، د الماسو په اړه هم حیرانوونکي مالومات وړاندې شول. الماس یوناني( Adamas) کلیمه ده. یوازینی عنصر دی چې په طبیعت کې په خالصه او نږه بڼه موندل کېږي. له کاربن(C) څخه جوړ، فورمول یې (C) دی. پوهان وايي چې امکان نه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د باڼسونو کاروبار، ودې او پراختیا په موخه ګام

لیکنه: مصطفی سالک د باڼس پروژې پر اړه عمومي معلومات: په افغانستان کې د باڼسونو د کاروبار ودې او پراختیا پروژه د سویلي اسیا د د سیمه ییزو همکاریو سازمان (سارک) او د کلیو بیا رغونې او پراختیا وزارت د کلیوالي اقتصادد پرمختیا پروګرام تر سیوري لاندې د کسبګرو او کروندګرو د اقتصاد د پیاوړتیا په موخه د دریو کلونو لپاره رامنځ ته شوې ده. د دې پروژې تړون د ۱۳۹۶ لمریز کال د وري … نور ولولئ
افغانستان

د ډهلې له بنده د ۱۱۹ کانالونو د جوړولو د سترې پروژې چارې پیل شوې

راپور: رفیق جنبش د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر کندهار ته د خپل سفر په ترڅ کې د کندهار له والي سره په ګډه د کرنيزو ځمکو د خړوبولو په موخه د ۱۱۹ کانالونو چارې چې د ارغنداب، ډنډ، ژیړۍ، شاولي کوټ، دامان، پنجوایي او میوند ولسوالیو کې به جوړیږي، پیل کړې. د کليو بیارغونې او پراختیا وزیر پوهندوی مجیب الرحمن کریمي د بنسټ ډبرې د اېښودلو په مراسمو کې وویل، د دې ۱۱۹ کانالونو … نور ولولئ
اقتصاد

د هندي لوبغاړو نږدې ۱۷ نیم کروړه هندي روپۍ په موټرو بندې دي

پوهېږو چې لوبغاړي د لوبو په بدل کې معاش اخلي او له دې لارې بډای شوي دي؛ خو یوازې معاش هم نه دی، چې د لوبغاړو د غِنا سبب شوی وي. د لوبغاړو د زیاتو پېسو خبره ډېره پورې په سوداګریزو لیګونو کې د لوبغاړو لوبېدلو او د جایزو اخیستلو پورې هم تړاو لري. له ۲۰۰۸ راپدېخوا د سوداګریزو لوبو په بدل کې لوبغاړو ته پېسو ورکولو لړۍ پیل شوه. په دې لړ کې د … نور ولولئ
افغانستان

بادغیس کې د پستې د پروسس لومړنۍ فابریکه پرانیستل شوه

راپور: بشر درویش د بادغیس په ولایت کې د پستې د پروسس لومړنی فابریکه د دې ولایت د سیمه‌ییزو چارواکو، سوداګرو او پانګوالو په شتون کې په کار پیل وکړ. دغه فابریکه د پروسس یوه کرښه او د پستې پنځه ماتوونکې دستګاوې لري. د دغې کرښې د ماتولو او پروسس وړتیا، په یوه ساعت کې له ۳۰۰ تر ۵۰۰ کیلو پسته او په یوه شپه او ورځ کې اووه زره او ۲۰۰ تر ۱۲ زره … نور ولولئ
افغانستان

لوګر: په کرنیزه برخه کې یو شمیر پروژې ژر بشپړیږي

راپور: بشر درویش د کرنې وزارت د کرنیزو محصولاتو مدیریت د پروژې په اډانه کې د لوګر په ولایت کې د کروندګرو او بڼوالو د حاصلاتو د ساتنې او خوندیتوب په پار، د ۴۰۶ پروژو د پلي کېدلو چارې پیل کړي دي، چې رغنیزې چاري یې ۹۰ سلنه بشپړ شوي او پاتې چارې به یې هم ډېر ژر بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شي. یاد وزارت یوه خبرپاڼه کې ویلي چې په دغو پروژو … نور ولولئ