افغانستان

د کم عمر کوژده شوې انجونې د عمر غم زغمې

په افغانستان کې د ښځو سره د تاوتریخوالې له ډیرو نورو عواملو یو هغه هم په کم عمر کې د انجونو کوژده کول یا هم واده کول دي. موږ ددې ناوړه دود له کبل په ټولنه کې ډیرې بدې کیسې او بد مثالونه هم لرو، نن د یوې داسې لوستې پیغلې انجلۍ د ژوند ترخه درسره شریکوو چې، په کم عمر کې يې د کوژدې کولو تجربه کړي. حسینه د ننګرهار ولایت د یو خصوصي … نور ولولئ
خوندیتوب

نړیوال ناورین؛ میلیونونه کسان تشناب نه لري

ژباړه: بشردروېش د نړیوال روغتیایي سازمان د ارزونو له مخې د نړۍ درېیمه برخه خلک لازمې روغتیایي اسانتیاوې نه لري. د دغو څېړنو له مخې په نړۍ کې له دغو اسانتیاوو څخه د بې برخو کسانو شمېر دوه عشاریه درې میلیاردو ته رسیږي. د تشنابونو بحران یاد شوی سازمان د نړۍ له روغتیایي اسانتیاوو بې برخو کسانو ته تر ټولو عمده ستونزې د تشنابونو او حمامونو نه لرل ګڼلي. سازمان وایي د نړۍ څلور عشاریه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژمی او ماشومان؛ له ناروغیو یې داسې وساتئ

ژباړه او زیاتونه: بشر دروېش ژمی نه یوازې ماشومانو؛ بلکې مشرانو او عمر خوړلو ته هم خطرناک موسم دی. په دې موسم کې د هوا یخوالی، د موسم بدلیدل او ګڼ نور لاملونه سبب کیږي، چې ټول او په خاص ډول ماشومان ډېر ناروغان شي. ماشومان هم په دې دلیل، چې د وجود دفاعي سیستم یې د میکروبونو او سړې هوا پر وړاندې ښه مقابله نه شي کولای او هم د سړې هوا په مقابل … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژمنيو سفرونو پر وخت دا لوازم ولرئ

ژباړه: بشر دروېش په ژمي کې معمولا د سفرونو او چکرونو کچه کمیږي. په اسیا کې افغانستان، هندوستان، ټایلنډ، سریلانکا او یو شمېر نور هغه هېوادونه دي، چې د اورښتونو او سړې هوا له کبله خلک پکې خپل سفرونه او چکرونه کموي. خو له سفرونو په ټوله کې مخ هم نه شو اړولی؛ ګڼ دلایل او لاملونه سبب کیږي، چې په ژمي کې مو هم سفرونو او چکرونو ته هڅوي او مجبوروي. د داسې حالت … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر ماشومانو باندي د مبایل منفي اغېزې

ژباړه او زیاتونه: نوراحمد فضلي په ډېرو وختونو کي له مبایل څخه د ماشوم استفاده نه منعه کېدونکې وي. مبایل نن ورځ د انسانانو یوه له خورا پرمختللیو ټکنالوژيو څخه ده چي کابو د ټولني ټولي طبقې هغه ته په آسانۍ سره لاسرسی لري، چي د هغه له ګټو څخه استفاده کوي. دا وسیله د خپلو ټولو خدمتونو سره سره، کولای سي چي د وګړو له پاره د یو لړ ستونزو او ربړو سرچینه هم … نور ولولئ
ټیکنالوژي

که د خپل فیسبوک د (User Name) او (Password) خوندي کول غواړئ، نو داسې وکړئ

ژباړه: سیداغا حیران د فېسبوک کارن لپاره په زړه پورې معلومات؛ په اوسني وخت کې د نورو اپلیکیشنو په نسبت تر ټولو زیات د فېسبوک اپلیکیشن کارول کېږي؛ حتا تاسي هم تر ټولو زیات پرهمدې میډیا تم یاست. د دې اپلیکیشن د لا ډاډمن امنیت لپاره مهمي برخې په نظر کې ونیسئ؛ ځکه، چې څوک ونه کړای شي چې ستاسي د فېسبوک کارن او پټ نوم باندې برلاسی شي. زه به درته دا وښیم، چې … نور ولولئ
په زړه پورې

سعودي د خپل یو لوی شتمن د تښتیدلې لور د ستنولو هڅې کوي

اتلس کلنه رهف محمد القنون د سعودي د لوی شتمن محمد متلق القنون لور ده، چې له کويت څخه اسټرلیا ته تښتیدله؛ خو په بنکاک کې نیول شوې، پاسپورت يې ضبط شوی او اوس بې برخلیکه ده. بنکاک کې د سعودي د کونسلګرۍ چارواکي غواړي، دا جلۍ بیرته خپلې کورنۍ ته ستنه کړي؛ خو اغلې رهف وايي، چې که کورنۍ ته يې د بیرته ستنولو کوښښ وشي، ځان وژنه به وکړي. رهف د خپلې تیښتې … نور ولولئ
افغانستان

کابل او ککړه هوا؛ ستونزه جدي ده که سیاسي چلند ورسره کیږي؟

د کابل د هوا ککړتیا په وروستیو کې د حکومت د منتقدینو او مدافعینو ترمنځ ځینې بحثونه پارولي. د حکومت منتقدین حکومت دومره ناکام ګڼي، چې په وینا یې لږ ترلږه د پلازمېنې د هوا ککړتیا نه شي مهارولی. خو حکومت بې ځوابه نه دی؛ د حکومت اجرایه ریس ډاکټرعبدالله عبدالله تېره دوشنبه د وزیرانو شورا د غونډې پر وخت د حکومت منتقدین نقد او وویل، چې سیاسي کارپوهان حتا د هوا له ککړتیا څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژمي یو بل جنجال؛ د ویښتو له پښ څنګه ځان وساتو؟

ژباړه: بشر دروېش په ژمي کې ویښتان په عام ډول پښ کوي. د دې دلیل د نورو عواملو ترڅنګ د سر د پوستکي وچوالی دی. د سر پوستکي د هوا د رطوبت له کبله معمولاً په ژمي وچیږي او په ویښو کې پښ پیدا کوي. د ویښتو پښ به مو خامخا تجربه کړی وي، یو بد احساس انسان ته ورکوي او څوک نه غواړي، چې په دې موسمي جنجال اخته شي. د ویښتو د پښ … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

راځئ نن مو ژوند داسې متفاوت کړئ !

ژباړه او زياتونه: محمد عزيز پردېس نن به مُسکا وکړو. نن به ژوره ساه واخلو. نن به هڅه وکړو چې وخاندو. نن به هڅه وکړو چې لږې ګيلې وکړو. نن به د لمر راختلو او ډوبېدو ته کښېنو. نن به د ژويو او بوټو سره مهرباني وکړو. نن به د خپل د خوښې وړ څه زمزمه کړو. نن به يو پخواني ملګري ته په زنګ وهلو، هغه حيرانه کړو. نن به هغه ډالۍ ګانې مو … نور ولولئ