ټولنیز ژوند

د ښځو ځورونه څه ده؟ په ځانګړې توګه په ادارو کې

په افغانستان کې جنسي ځورونه بیخي ډېره ده. هم په ماشومانو کې هم ښځو کې. د جنسې ځورونې پېښې په کور ، ښوونځي ، ټولنیز چاپیریال او کار ځای یا بل هر ځای پېښیدای شي. د ځوروني ډیر قربانیانې ښایي په خپله ونه پوهیږي چې د جنسي ځوروني قرباني شوي دي. لومړۍ باید د جنسي ځوروني مفاهیم او بیلګې وپېژنو او بیا به وګورو چې په ټولنیز چاپیریال کې جنسي ځورونه څه ډول ده؟ د … نور ولولئ
په زړه پورې

نړۍ کې د انسانانو د مړینې نهه لوی لاملونه

۱: هر کال ډېر ماشومان تر زیږون مخکې یا تر زیږون وروسته په لومړنیو پنځو کلونو کې مري، په نړۍ کې د هغو ماشومانو شمیر چې هر کال له زیږون مخکې یا د زیږون وروسته د عمر په لومړیو پنځو کلونو کې مري، میلونونو ته رسیږي. د ملګرو ملتو د ماشومانو مالي صندوق د 2017 م کال راپور اټکل کوي چې په هرو 26 نویو زیږیدلو ماشومانو کې یو یې پنځه کلونو ته تر رسیدو … نور ولولئ
افغانستان

مینه منګل ؛ دا خبریاله او فرهنګي فعاله ولې ووژل شوه؟

  د کابل نننی سهار هم خونړی و؛ خو نن یې لمنه د یوې مینه خورونکې پښتنې په وینو سره شوه. مینه منګل یادوو؛ هغه نن د کابل ښار د اتمې حوزې اړوند په سید نور محمد شاه مېنه( کارته نو) کې وژل شوې. پولیس څه وایي؟ د کابل پولیس وايي، د مېنې منګل په وژلو کې د ولسي جرګې یوکارکونکی او د هغې پخوانی میړه تورن دی. پولیس ګومان کوي چې مینه به یې … نور ولولئ
په زړه پورې

ماشوم ولې ژاړي او څنګه یې ارامه کړو؟ دلته یې ولولئ

ژباړه راټولونه: مریم محمدي د ماشومانو په ژوند کې ژړا کومه ناروغي نه ده، دا یو طبیعي خبره ده چې ټول ماشومان ژاړي، ځینې کم خو ځینې بیا ډېر. هغه ماشومان چې خبرې کولای شي د ژړا په علت یې تاسو زر پوهیږئ، خو هغوی چې خبرې نشي کولی د ژړا لپاره یې میندې اندیښنه کوي، د مخنیوي لپاره دلته درسره معلومات شریکوو: د ماشومانو د ژړا لامل څه دی؟ – کله چې ماشوم وږی … نور ولولئ
افغانستان

د کابل له تشنابونو شکایت؛ د ښځینه لیکوالې خاطرې، فریاد او وړاندیزونه ولولئ

سرچینه: اطلاعات روز ورځپاڼه لیکواله: کریمه ژباړه: بشر دروېش – یاران وېب پاڼه په ۲۰۰۹ کال کې، هغه مهال چې د کابل د نجونو د یوه ښوونځي زده کوونکې وم، دې ستونزې زیاته وکړولم. زموږ ښوونځی که څه هم د نجونو له غوره ښوونځیو څخه و، خو تشنابونه یې خورا چټل وو. په دغو تشنابونو کې لومړني امکانات لکه: اوبه، کاغذ یا د لاس وینځلو شامپو نه وه. یوازیني څو پاک تشنابونه چې وو، هغه … نور ولولئ
خوندیتوب

د سترګو خارښت، سببونه او کورنۍ درملنه یې

ژباړه: پلوشه فضلي د سترګو سوځېدل یا خارښت یوه عامه مریضي ده چي زیاتره د شپې له خوا احساسېږي، دا ځکه چي د شپې له لوري سترګه لږ متحرکه وي او زیاتره د استراحت په حالت کي وي – نو ځکه د ورځي په نسبت د یادي مریضۍ احساس او درد یې د شپې له لوري مالومېږي – په نننۍ لیکنه کي مو یې پر سببونو سربېره د هغه کورنۍ درملنه هم درته را اخیستې … نور ولولئ
خوندیتوب

امیندواره میرمنې که طیاره کې سفر کوي، دا ټکي باید پام کې ونیسي

ژباړه: مریم محمدي امیندواره میرمنې ډېری وخت ماشوم ته د زیان رسیدو له امله په طیاره کې له سفر نه ډاریږي، خو کله ناکله د مجبوریت له امله دوی باید په طیاره کې سفر وکړي. دا چې امیندوارې میرمنې په طیاره کې د سفر په وخت کې څه وکړي دا به په دې لیکنه کې ولولئ: ۱- له هر څه وړاندې امیندوارې میرمنې ته پکار ده چې له سفر مخکې له یوې ډاکترې سره د … نور ولولئ
په زړه پورې

پر طالبانو د بیل ګیټس غږ؛ د پولیو د پراختیا پرځای په نابودۍ کې مرسته وکړئ

په افغانستان کې د پولیو ناروغۍ پراختیا د مشهور نړیوال میلیاردر بیل ګیټس حوصله تمامه کړې. هغه، چې د دې ناروغۍ د ختمولو لپاره په نړیواله کچه د هڅو مالي او هر اړخیز ملاتړ کوي، دا ځل یې خپله پر طالبانو غږ کړی څو د هڅو پر وړاندې یې له خنډ کیدو لاس په سرشي. تازه مرکه ګیټس له رویټرز خبري اژانس سره په تازه مرکه کې ویلي په نړیواله کچه د پولیو یا ګوزڼ … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي نادرکه شوی

د کرکټ تنکی ستوری احمد قریشي د تېر ماښام راهیسې د بهسودو پل څېرمه سپین غر کرکټ لوبغالي څخه نادرکه شوی دی. احمد قریشي د کرکټ ځوان ستوری دی چې په دې وروستیو کې ډېرو کرکټ پوهانو پام ځانته اړولی دی. نوموړی په جلال اباد کې د سپين غر په کرکټ اکاډمۍ کې د کرکټ په تمریناتو بوخت و. د کرکټ د اکاډمۍ مسؤلین وایي چې دی د ماښام له شپږ نیمو بجو وروسته له … نور ولولئ
افغانستان

د مهسا ماشومې تراژیدې؛ د حکومت بې وسی، بې پروايي او که بې کفایتي؟

ټول فیسبوک د مهسا نومې ګلالۍ ماشومې تراژیدۍ نیولی دی. څوک یې ویر ژاړي، څوک یې له ولسمشر څخه تښتونکو د علني اعدام غوښتنه کوي او څوک د ارګ هغه اعلامیه شریکوي چې په کې ولسمشر په دې پېښه د خپل شدید متاثر کیدو خبره کړې ده. د کورنیو چارو وزارت وايي، مهسا نومې شپږ کلنه ماشومه د کب د میاشتې په ۱۵ مه نېټه د کابل له یو لسمې ناحیې څخه تښتول شوې وه، … نور ولولئ