بریا او پرمختګ

هغه عادتونه چې میلیونران یې په خپل ورځني ژوند کې څاري

ژباړه: عطا محمد میاخېل   کله چې په بدو مالي شرایطو کې مې ژوند کاوه، تل د هغو عادتونو په لټه کې وم، چې وکولای شم، ژوند ته مې بدلون ورکړم، په هغه وخت کې ۲۱ کلن وم او باید د خپل ژوند کچه مې لوړه کړې وای، البته په هغه وخت کې مې له مور او پلار سره ژوند کاوه، داسې یوه دنده مې درلوده، چې په ساعت کې مې ۸ ډالره ګټل او … نور ولولئ
خوندیتوب

د انګلستان کرکټ لوبغاړو ګوښه‌نشیني غوره کړې

یاران سپورټس دا چې په ټوله نړۍ کې د کرونا وبا خپره شوې او د روغتیا نړیوال سازمان په لارښوونه یې ټولې لوبې ځنډولې، نو تازه د انګلستان کرکټ بورډ هم راپور خپور کړی. دې راپور کې راغلي چې د انګلستان لوبغاړي له یو بل سره اوس تماس نه ساتي، ګوښه‌نشیني یې اختیار کړې او هم د کرونا وایروس ټېسټ ورکوي. له دې وړاندې د انګلستان کرکټ لوبډلې خپل سفر د سریلانکا هېواد ته د … نور ولولئ
خوندیتوب

ښځې ولې د کرونا په وړاندې قوي دي

ژباړه او ټولونه: صدیقه پوپلزۍ تبه، د عضلاتو درد او لړزه د ویروسي ناروغیو ساده نښې دي او د دې نښه ده چې بدن د دغو بهرنیو بریدګرو پر وړاندې مبارزه کوي. خو بریالۍ مبارزه یوازې په وایروس د ککړ شوي انسان پر سن او روغتیا انحصار نه لري، بلکې د انسان په جنسیت پورې هم اړه لري. یعنې دا چې اغېزمنه ښځه ده او که نارینه دی. د کرونا وایروس په هکله معلوماتو ښودلې … نور ولولئ
خوندیتوب

اروپايي ټولنه: افغانستان کي د کرونا ويروس د مخنيوي لپاره اوربند ته اړتيا ده

خبريال: مدثر دعوت په افغانستان کي د اروپايي ټولني ځانګړي استازي رولاند کوبيا د جګړې د دواړو شکيلو اړخونو څخه غوښتنه کړې چي اوربند وکړي. کوبيا پر خپل ټويټر پاڼي ليکلي چي هر څوک د کرونا ويروس څخه د خونديتوب حق لري چي تر هرڅه وړاندي بايد اوربند وسي. همدارنګه نوموړي ليکلي چي هرڅوک بايد د افغان حکومت سره د کرونا ويروس د مخنيوي په خاطر مرسته او همږغي وکړي. رولاند ليکي: پر روغتيايي موادو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وخت د مدیریت لپاره لس غوره لارې چارې

ژباړه: عطا محمد میاخېل احتمالاً که افرادو کولای شوای، له ما فوق بشري ځواکونو څخه برخمن شوي وای، مثلاً دا ځواکونه یې به یې ټاکل: الوتنه کول، نالیدلي اوسېدل او یا جسماني ځواک، خو که وغواړو دې موضوع ته په واقع بینانه توګه وګورو، موږ ټول دا غوره ګڼو، چې د وخت په مدیریت واکمن شو. اړینه نه ده چې د دې وړتیا د ترلاسه کولو لپاره، له مافوق بشري ځواک څخه برخمن و اوسئ، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا ته متفاوته کتنه

ژباړه: ملیحه ناصري ټولو ته اخلاصمنې وقایوي سپارښتنې کرونا څه شی دی؟ کرونا یو وایروس دی، تر اوسه کره معلومات نشته چې د انسان په لاس جوړ شوی وایروس دی او د بیولوژیکي وسلې په توګه کارول شوی، که له ژویو انسان ته لېږدول شوی. څه رقم لېږدول کېږي؟ دا وایروس له ساییزو مجراوو، یانې تنفسي لارو (خوله/ پوزه) څخه د انسان سږو (شش) ته ننوځي او دغه ځای زیانمنوي. کوم درمل وکارول شي؟ تر … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا احتمالي واکسین لومړي داوطلب ته تزریق شو!

ژباړه: نسیمه محمدي د اسوشېټېډ پرس خبري آژانس خبر ورکړ، د کرونا وایروس لومړی ټسټ په یوه ځوان آمریکايي داوطلب ترسره شو. یوه آمریکايي چارواکي دوشنبه اسوشېټېډ پرس ته ویلي وو، چې د آزمایښتونو لومړی پړاو د مارچ په ۱۶مه پیلېږي. د آزمايښتونو لګښت د امریکا د روغتیا وزارت او انساني خدمتونو ادارې له لوري ورکول کېږي. د روغتیا ملي مؤسسه او «مدرنا» شرکت د دې واکسین په جوړولو کې مرسته کوي. روغتیايي چارواکو ټینګار … نور ولولئ
په زړه پورې

د دندي پر مهال د کرونا ويروس څخه د ځان ساتني لاري چاري

ليکنه: مدثر دعوت کرونا ويروس چي اوسمهال د نړۍ لپاره يو ستر خطر دی او زرګونو انسان پرې مبتلا او وژلي يې دي، طبابت لا ندی توانيدلی چي ددې وژونکي ويروس د مخنيوي لپاره درمل جوړ کړي ياهم باوري واکسين ټولني ته وړاندي کړي نو ځکه تر هرڅه يې ډير تمرکز پر وقايې او ځان ساتني دي. افغانستان هم ددې ويروس څخه ندی خلاص،د کرونا ويروس د ناروغانو شمير تر ۲۵ پوري رسيږي چي ځيني … نور ولولئ
خوندیتوب

د ماشومانو ضد او ټینګاري چلند

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ ضد کول په ماشومانو کې یوه اروایي چاپېریالي مسئله ده، په دې مانا چې چاپېریال، کورنۍ او ټولنه په یو ډول د ماشوم ضد راپاروي له همدې امله ضد په ماشوم کې پرمختګ کوي او د سلوک برخه یې ګرځي. په همدې اړه مو له ارواپوه شرف الدین عظیمي سره مرکه کړې، هیله ده تر پایه راسره اوسئ. پوپلزۍ: استاد په سر کې که راته ووایاست چې د ماشومانو ضد په څه … نور ولولئ
افغانستان

هیواد او نړۍ کي؛ د کرونا واکسین او ویروس وروستي معلومات

خبریال: فضل الله فضلي کرونا ویروس د تېري ورځي په پرتله د کمېدو کم اثر نه پکښي لیدل کیږي، خو لا هم چین، ایټالیا، امریکا، ایران او یو شمېر نور هیوادونه ځپي. د چین حکومت ادعا کوي، چي کرونا ویروس یې په هیواد کي ختم سوئ دئ او د ځینو ځایونو تصویرونه يې هم وړاندي کړي، چي خلګ په جمعي ډول راټول دي او د ژوند ورځنۍ چاري مخته بیايي. خو ددې برخلاف نړیوال روغتیايي … نور ولولئ