ټولنیز ژوند

نوی کال او جالب پیل یې

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ له هرو دوولسو میاشتو وروسته نوی کال راځي او د نړۍ انسانان یې له زیاتو هیلو او آرزوګانو سره یوځای نمانځي. همدارنګه په نړۍ کې د کال، نېټې، وخت او تقویم د معلومولو لپاره بېلابېل تاریخونه شته چې میلادي، هجري لمریز او هجري قمري تقویمونه یې مهم تاریخونه دي، چې د نړۍ زیاتره وګړي د هغه پر بنسټ خپله کلیزه یا تقویم ټاکي. د هجري لمریز کال د وري د … نور ولولئ
خوندیتوب

د دغه حس له لاسه ورکول د مرګ له ګواښ سره مخ کېدل دي

ژباړه: نسیمه محمدي پوهان وايي هغه وګړي چې خپل بویايي حس له لاسه ورکوي، د مرګ له ګواښ سره مخ دي، ځکه نشي کولای مسموم کوونکي ګازات، سګرټ یا فاسد شوي خواړو بوی تشخیص کړي. څېړونکو ۷۱ کسه چې په آنوسمي (د بویولو حس له لاسه ورکولو) ناروغۍ اخته وو، وڅېړل او پوه شول چې ډېری له هغوی له ژور خپګان څخه ځورېږي. دا ناروغي تر ښځو په نارینه‌وو کې زیاته ده او په اوسط … نور ولولئ
خوندیتوب

کرونا د لاسونو په وینځلو له منځه یوسئ

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ کرونا لومړی له خالي ټوخي او تبې سره پیل کېږي او وروسته له یوې اونۍ څخه نفس‌تنګي هم پیدا کېږي. سربېره پر دې د عضلاتو درد، سر درد او د ستړیا احساس سبب کېږي، وروسته لږ لږ د رېزش اوبه راڅڅېږي کېږي، حتا د پرنجي وهلو سبب کېږي. د نړیوال سازمان څېړنو څخه وروسته ویل کېږي، په دې وایروس له اخته کېدلو څخه نیولې تر نښو ښکاره کولو پورې ۱۴ ورځې دوام … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ستړیا لس اصلي لاملونه

ژباړه: ملیحه ناصري که تاسو هغه کس یاست چې د ستړیا احساس کوئ یا د ورځې کارونه نه شئ سمبالولی او ارګمی باسئ، نو هرومرو پر اوږدمهاله ستړیا اخته یاست. دلته مو یې لس اصلي علتونه درته لیکلي: ۱ – بېخوبي: کله مو چې خوب ګډ وډ شي، یا منظم خوب ونه کړئ، د ورځې ستړیا محسوسوئ. ۲ – په خوب کې ساییزې ستونزې: که د خوب په جریان کې مو ساه بنده شوي وي … نور ولولئ
خوندیتوب

زموږ د بدن په اړه جالب حقيقتونه

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د امریکا په یوه ورځپانه کې د بدن په اړه ۲۰ جالب حقیقتونه په لاندې ډول لیکل شوي وو: ۱ـ یو عادي انسان په ټول ژوند کې تقریبا ۲۳۶۵۹ لیتره لاړې (د خولې اوبه) تولیدوي، چې دوه د لامبو وهنې حوضونه ډکولای شي. ۲ـ غوږونه او پزه هېڅکله هم خپله وده نه دروي. ۳ـ زموږ د وجود ټولې باکتریاوې مجموعاً څلور پونډه وزن لري. ۴ـ د ګوتې د اثر په … نور ولولئ
خوندیتوب

اووه نښې چې د اوسپنې کموالی ښیي

ژباړه: ملیحه ناصري د اوسپنې کموالی په ځانګړي سن پورې اړوند نه دی او په هر سن کې خلکو ته پیدا کېدای شي. ویل کېږي چې امیدواره ښځې ډېرې ورسره مخ کېږي او وینه یې کمېږي، نو باید هرې ښځې ته چې عمر یې له ۱۹ تر ۵۰ پورې وي، لږ تر لږه د ورځې ۱۸ ملي ګرامه آهن یا اوسپنه ور ورسېږي. د اوسپنې کمښت په هر انسان کې دغه نښې له ځان سره … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د اوږدمهاله ستړیا د درملنې څوارلس لارې

ژباړه: ملیحه ناصري اوږدمهاله ستوماني، ستړیا انسان په تنګوي او خپلې ورځنۍ چارې سمې نشي سمبالولی. دلته مو د ستړیا اوږدمهاله سنډروم د درملنې لارې چارې درته لیکلې. ۱ – منظم خوب: هره شپه ۷ – ۸ ساعته ویده شئ، په ټاکلي وخت څملئ او  سهار وختي پاڅېږئ. ځان ډاډه کړئ چې توشکه مو راحته ده، کوټه مو په کافي اندازه تیاره او سړه یا توده ده، تلویزیون او مبایل مو باید خاموش وي. ۳ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پینځلس مثبتې جملې

ژباړه: ملیحه ناصري ۱- زه تر ټولو ښو ته په تمه یم، تر ټولو ښې هیلې لرم او په ډېر ښه ډول یې عملي کوم. ۲- که څوک بریالی شو، نو په دې مانا چې زه هم د نورو غوندې بریا ته رسېږم. ۳- منفي فکر او احساس، مثبت فکر او احساس کوم لګښت نه لري، نو ولې مثبت ونه ټاکو؟ ۴- ستاسو فکر، احساس او خبرې پر تاسو او پر نورو خلکو اغېز کوي، … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا پر مهال د بې خطره پېر او پلور لپاره څو اړین ټکي!

راټولونه: نسیمه محمدي د کرونا وایروس د مخنیوي لپاره تر ټولو ښه لاره د لاسونو وینځل دي. له نېکمرغه دا وایروس د اوبو او صابون او یا ۷۰ ٪ د لاسونو مایع سره په ډېرې آسانۍ لمنځه ځي. د کووید- ۱۹ وایروس خپرېدو له هماغه لومړیو موږ ټول اندېښمن کړي یو او زیاتره وګړي ډاډمن نه دي، چې د کورنۍ غړو د روغتیا ساتنې لپاره څه ترسره کړي. یوه موضوع چې د اندېښنې وړ ده، … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د صرع په اړه جالب معلومات

ژباړه: ملیحه ناصري صرع د مرکزي عصبي سیستم اختلال (نیورولوژيک اختلال) دی چې په هغه کې عصبي سلولونه ګډ وډېږي او د لړزې یا تشنج لامل کېږي، په پای کې يې ځینې ناطبیعي احساسات او نښې، لکه بې هوښه کېدل راڅرګندېږي، په پارسي کې يې (میرګي) بولي. نښې يې: لنډمهاله ګنګسیت؛ بې مانا او پرې پرې خبرې کول؛ د لاسونو او پښو زغرده  او د نه کنټرول وړ حرکتونه؛ بې هوښي او ناخبري؛ اروايي یا … نور ولولئ