خواړه

د لاچي بله ګټه؛ د پوستکي الرجي ختموي!

ژباړه: شپنه سلګۍ کله چې زموږ پوستکی له ځینو څیزونو سره مخامخ شي، نو د بدن دفاعي سیستم هڅه کوي چې د کېمیاوي تغیراتو په مټ د ناروغۍ مخه ونیسي. موږ په ورځني ژوند کې د زرګونو داسې شیانو سره مخامخېږو چې له ډېری سره مو د بدن دفاعي سیستم غبرګون نه ښیي، خو ځينې وخت زمونږ ایمیون یا دفاعي سیستم د هغې پر وړاندې غبرګون ښیي چې الرجن ورته وېل کېږي او د بدن … نور ولولئ
خواړه

د وچو توتانو له ګټو خبر یاست، دلته یې ولولئ؛

ژباړه: نسیمه محمدي توتان ډېره رنګینه او متنوع کورنۍ ده له دې ډلې سپين توتان، شاه‌توت، تمشک، بلوبري او… چې د بدن لپاره ګټه لري، سپین توتان د بدن لپاره یو له ډېرو ګټورو مېوو څخه دي، سپین توتان په تازه او وچ ډول خوړلی شو. سپين توتانو څخه د کیک او خوږو خوړو د ډیزاین  لپاره، د مستو سره د ناشتا، د چای  او نورو څښاکونو د خوند لپاره کارولی شو. سپین توتان د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ماشومانو د ښې روزنې لپاره مهم ټکي

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ د خپلو ماشومانو د ښې روزنې لپاره لاندې ټکي مهم دي: ۱ـ تل باید هڅه وکړو چې ماشومان مو د کمترۍ احساس ونه کړي، چې په خپل ځان یې د باور کچه لوړه شي. ۲ـ ماشومان مو باید له خپلو نورو همزولو سره پرتله نه کړو. ۳ـ هېڅکله له کوچنیانو سره داسې لوبه ونه کړو چې هر وخت ماشوم پکې ګټونکی شي، بلکې ځینې وخت یې پرېږدو چې لوبه وبایلي، چې ناکامي … نور ولولئ
اقتصاد

بریالي مدیران له دې کلمو څخه خورا ډېره ګټه اخلي

ژباړه: عطا محمد میاخېل د ښې او اغېزمنې اړیکې ټینګښت د هغو ځانګړتیاوې له جملې څخه ده، چې یو بریالی مدیر باید ترې ګټه واخلي. د خبرو کولو بڼه او له مناسبو کلمو څخه ګټه اخیستنه، په دې مسئله کې ډېر زیات اغېز لري. له موږ سره ملتیا وکړئ، چې تاسو ته ووایو، چې بریالي مدیران له کومو کلمو څخه ډېره زیاته ګټه اخلي. بریالي او با تدبیره مدیران پر دې باور ته رسېدلي دي، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ځوان پاتې کېدلو رازونه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ دا خو واضح خبره ده چې مرګ او ژوند یوازې د الله پاک په لاس کې دی، خو په دې لیکنه کې پر دې خبرې کوو چې څنګه له وخته مخکې د زړښت مخه ونیولای شو او ځوان پاتې شو، ځکه ځینې واړه کارونه شته، چې په ترسره کولو سره یې کولی شو ښکلې څېره او هم ځوان ښکاره شو. ۱ـ ټلویزون ته بايد ډېر ونه گورو: څېړنې ښيي، کوم کسان چې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر روحیاتو د کرونا منفي اغېز

لیکنه: ملیحه ناصري تر دې مخکې چې کرونا خپره شي، انګازو یې نړۍ ولړزوله، لا خپره نه وه چې اندېښنو مغزونه لاندې کړل. څومره چې اندېښنې او سټرس ته لاره ورکړئ، هومره مو د وجود معافیتي سیسټم کمزوری کېږي او تر پخوا مو ښه ورته چمتو کوي چې کرونا مو په اسانۍ ونیسي. کرونا جدي مسئله ده، باید تدبیر ورته ولرو، ځان وساتو، خو الهي تقدیر باید هېر نه شي. له تقدیره تېښته نه شته، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

هغه خبرې چې په کارځای کې باید د ځان په اړه ونه شي

ژباړه: عطا محمد میاخېل موږ داسې عادت شوي یو چې تل په کار ځای کې خپل ځان وستایو او پر ځان  مین و اوسو، خو دا کار نه شي کولای، چې موږ دنده‌ییزې بریا ته ورسوي. له موږ سره ملتیا وکړئ، چې تاسو ته ووایو، چې کوم څیزونه په کار ځای کې د خپل ځان په اړه ونه وایئ. هر څومره چې ستر انسان و اوسئ، نو ډېر کم به له خپل ځان څخه ستاینه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د لاسونو رېږدېدل د کومې ناروغۍ نښه ده؟

ژباړه: نسیمه محمدي د لاسونو رېږدېدل یا تر مور د ماغزو او اعصابو د ناروغیو یو ډول دی، چې په لومړیو کې نښې نښانې نه لري او د وخت په تېرېدو یې اعراض ښکارېږي. د لاسونو رېږدېدل ډېری وخت د خطرناکو ناروغیو نښه نه ده، مګر په ورځنیو چارو کې د اختلال سبب کېدای شي یا د ماغزو او اعصابو اړوند ناروغیو په هکله یو خبرداری وي. که څه هم د کیمیاوي درملو د کارولو … نور ولولئ
خواړه

هغه دیارلس خواړه چې د بدن اوسپنه پوره کوي

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري په وینه کې د هېموګلوبینو جوړولو لپاره اوسپنې ته اړتیا ده. هېموګلوبین هغه پروټین دي چې د وینې په سرو کرویاتو کې دي او دا وړتیا ورکوي چې د وجود ټولو برخو ته اکسېجن ولېږدوي. که د وینې اوسپنه مو کمه شي، د وینې له کمښت سره مخ کېږئ. نارینه د ورځې اته او ښځې د ورځې اتلس ملي ګرامه اوسپنې ته اړتیا لري، که چېرې دا اندازه پوره نه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پر بدن د اقلیمي بدلون اغېزې

ژباړه: نسیمه محمدي علمي ډلې وايي ځینې وګړي د مفصلونو د درد، سر درد، د خوب اختلاطات، ستړیا او د وینې جریان ستونزې، د کال په بېلابېلو فصلونو او د هوا د بدلون پر وخت تجربه کوي او په اصطلاح حساسیت ورسره لري. «فوګوس انلاین» په دې اړه په یو مطلب کې ویلي: “ستاسې بدن اقلیمي تغییرات چې د تودوخې، رڼا او د هوا تشکیلوونکي ذرات، د هورموني بدلونونو او مرکزي عصبي تنظیماتو سیسټم، ځان … نور ولولئ