بریا او پرمختګ

د ټولنيز ژوند مهارتونه

ليکنه: شپنه سلګۍ هر انسان هیله لري چې په ټولنه کې په ښه نامه ياد شي، نو که غواړئ چې د خلکو په زړونو د خپلو غوره عادتونو له مخې سلطنت وکړئ روغ او پرمختللی ژوند ولرئ، نو دغه شپږ مهارتونه په ځان کې پيدا او د عملي ژوند په ډګر کې ترې استفاده وکړئ! ۱- اړيکې جوړول د نيکمرغه ژوند د لرلو لپاره له وړ اشخاصو سره اړيکې لرل ډېرې مهمې او ضروري دي. … نور ولولئ
خوندیتوب

د هندوستان لومړی وزیر له ویرات کولي او ګنګولي سره ویډیو خبرې کوي

یاران سپورټس د هندوستان ټایمز ورځپاڼې راپور ورکړی چې د هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي نن د ویډیو کنفرانس له لارې د آی پي اېل په اړه له ویرات کولي او د هندوستان د کرکټ بورډ د کنټرول ادارې مشر سورف ګنګولي سره د جمعې پر ورځ وغږېدل. په دې لیدنه کې د هندوستان نور لوبغاړي، لکه کی ایل راهول، چېټېشور پوجارا، سچېن ټېنډولکر او یو شمېر نور  هم مل شي. ګنګولي او ویرات کولي … نور ولولئ
خوندیتوب

د کرونا په اړه ناسم باورونه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ موږ ټول له کوم وخته چې کرونا ویروس پیدا شوی په همدې فکر کې یو چې کرونا ویروس د مخنیوي لپاره څه ګټور دي او څه نه او هر څوک چې هر څه ووایي، د دې لپاره چې موږ دې ناروغي ته وارخطا یو، نو هغه کار ترسره کوو. مګر باید پر دې پوه شو چې کوم کار سم دی کوم خواړه ګټور دي که نه؟ دلته ځینې ناسم باورونه دي چې … نور ولولئ
پوهنه

د وینې نوې معاینه او پنځوس ډوله سرطان

ژباړه: نسیمه محمدي تازه د وینې یوې معاینې له پنځوس ډوله زیات سرطانونه له ښکارېدو وړاندې په بریالیوب سره تشخیص کړي. د «آنالز آو انکولوژۍ» معتبرې نشريې په یوه بې ساري راپور کې ویلي، چې د ۱۲۰۰ کسانو د وینې پایلې له ۹۹٪ زیات د باور وړ او دقیق وو. دا لومړی ځل دی چې د وینې معاینه د دومره زیات شمېر سرطانونو لکه د سږو، کولمو، تخمدانونو او لوزالمعدې سرطان د ۹۳٪ دقت سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د کووېډ- ۱۹ د قرنطین اړینه موده مشخصه شوه!

ژباړه: نسیمه محمدي امریکايي څېړونکو مشخصه کړه چې د هېوادونو عام وګړي (نانظامیان) باید څو ورځې په کور کې قرنطین شي، چې د کرونا وایروس له پراختیا او خپرېدو مخنیوی وکړي. د اسپونتیک د راپور سره سم، د څېړنې ګډونوالو په ۳۶ هېوادونو او د امریکا په پنځوس ایالتونو کې د کرونا وایروس د خپرېدو آمار څېړلي دي. څېړونکي ډاډمن دي که چېرې یوازې د اخته کسانو ودې او شمېرې ته پام وشي، د ناروغۍ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

کرونا او اروايي مبارزه

کرونا په دې وروستیو کې په چین او نورو هېوادونو کې یو شمېر خلک اخته کړل، خو وېره یې پر ټوله نړۍ خوره کړه، په عامه مانا د کرونا ویروس په پرتله به له دې ویروس نه وېره ډېر خلک کمزوري او له پښو وغورځوي، ځکه زموږ اروا له بدن سره نېغ په نېغه اړیکه لري او هرکله چې اروایي روغتیا زیان ویني یاني وېره او اندېښنه پیدا کېږي، نو دا دوې پدیدې هره شېبه … نور ولولئ
خوندیتوب

ماشومان په کرونا نه اخته کېږي

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ څو نظرونه شته چې ولې په ماشومانو کې دا ناروغي لږ ده، خو متخصصان په دې هکله قطعي ځواب نه لري. د ردینګ پوهنتون ویروس پېژندونکي پروفیسور ایان جونز وویل: “د ځینو دلایلو له امله، چې تر اوسه روښانه نه دي، ویل کېږي چې ماشومان دا سخت ویروس نه نیسي. په بل عبارت ماشومان په کمزوري ناروغي اخته کېږي چې نښي نه لري او که په دې ویروس اخته هم شي، نو … نور ولولئ
افغانستان

تورخم کې قرنطین او ورته تدابیر؛ هغوی چې کوزه پښتونخوا او پاکستان کې دي کوم انتخاب باید وکړي؟

لیکنه: غازي عابد د ننګرهار ولایتي ادارې د پریکړې پر اساس احتمالي را ستنیدونکي مسافرین به په تورخم ښارګوټې کې د ۱۴ څخه تر ۲۱ ورځو پورې قرنطین شي او چا ته یې د لیدو اجازه هم نه ورکول کیږي. وړمه ورځ والي شاه محمود میاخېل تورخم ښارګوټې ته د سفر پر مهال وویل: «د کرونا ویروس د خپریدو د مخنیوي په موخه په احتمالي ډول د تورخم له لارې را ستنیدونکي مسافرین به د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

غښتلی شخصيت

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ خپله کاریزماتیک د جذابه او دلربا کلمو مترادفه کلمه ده. کاریزماتیک په اصطلاح کې د هغه چا ځانګړنو ته ویل کېږي چې د نورو پر وړاندې ښه رهبري او ځواک ولري. ویستون چرچیل وایي: “بدبینه انسان په هر فرصت او سختیو کې ستونزې ویني، خو خوش‌بینه انسان په هرې ستونزې کې فرصت ګوري.” کاریزماتیک شخصیت سبب کېږي چې انسان ځانګړی، متفاوته او جذابه ښکاره کړي. کاریزمایي انسانان ځینې ځانګړنې لري … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

افغان لوبغاړو د خلکو لاسنیوي ته دوام ورکړی

یاران سپورټس د افغان کرکټ لوبډلې لوبغاړو سربېره د افغانستان د فري فایټ یا ازادو رزمي سیالیو لوبغاړو هم د هېوادوالو لاسنیوي ته رادانګلي او په دې تړاو یې د مرستو لړۍ جاري ساتلې ده. د مرستو په لړ کې د فري فایټ سیالیو لوبغاړي احمد ولي هوتک، عبدالسمیع فیضي، د کرکټ لوبغاړو برخه کې افتاب عالم، حشمت الله شهیدي، افسرځاځي، نجیب الله ځدران او ځینو نورو لوبغاړو مرستې کړې او ځینو یې مرستو ته … نور ولولئ