بریا او پرمختګ

د اندېښنو د لرې کولو لپاره اسلامي لارښوونې

ژباړه: ملیحه ناصري د اوسني پېر تر ټولو عامه ناروغي اروايي ناروغي ده. د اروايي ناروغیو علمي او مذهبي درملنې شته، ځکه سرچینه یې روحي او جسمي ستونزې دي. ناروغان کولی شي د دغو ستونزو پر وړاندې قوي تکل او ټينګه اراده ولري، چې دا ناورغي مهار کړی شي. د هغو کسانو خپګانونه چې سرچینه یې د دوی خپلې روحي اندېښنې دي او د هغو اندېښنو د اور لمبو کې سوځي چې خپله یې بل … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پوهان ولې اوږد عمر لري؟ ځینې رازونه شته چې باید پرې پوه شو

ژباړه: ملیحه ناصري ښايي تاسو ته هم پوښتنه پيدا شوي وي چې پوهان او مذهبي مشران ولې اوږد عمر لري او تر عادي وګړو ډېر وخت ژوندي وي. مثلاً ډېری پوهان په منځنۍ کچه ۷۰ کاله ژوندي وي. د عمر د اوږدوالي اغېزناک لاملونه په اوسني وخت کې په دې اړه ډېرې څېړنې شوي او مالومه شوې چې د عمر په لویوالي کې معمولاً جمسي او اروايي لاملونه ښکېل دي. د جسمي لامل برخه درنه … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان کې د بهرنیو لوبو او ګټو کشمکش او د یوه ملت په توګه له بیا ډوبیدو ځان ژغورنه !

لیکنه: غازي عابد افغانستان یوه حساسه مرحله کې قرار لري، ځکه ښکاري چې د افغانستان په اړه د دخیلو لورو تګلاره بدلیږي او له بده مرغه افغان سیاست تل د همدغو ښکیلو هیوادونو پر ګټو پورې تړلی وي. د وروستیو غبرګونو نه پوهیدای شو چې خبره کوم طرف ته روانه ده. د کابل او ننګرهار له پيښو وروسته د روسیې او امریکا غبرګون کې بدل ټکي ولیدل شول. د امریکا د بهرنیو چارو وزیر یوه … نور ولولئ
خوندیتوب

کرونا وایروس؛ د لاسونو په وینځلو کې عامې تېروتنې

ژباړه: نسیمه محمدي دمګړۍ د کوویډ- ۱۹ له ناروغۍ څخه د مخنیوي لپاره هېڅ ډول تایيد شوي درمل نشته، یوازې څه چې د دې وبا لپاره کولی شو، وقایه ده. د لاسونه وینځل د نورو احتیاطي تدابيرو، لکه د دستکشو او ماسک اغوستل، ټولنیز واټن ساتل، د سطحو پاکول، حیاتي ټکي دي. له پخوا د لاسونو د وینځلو ارزښت ټولو ته څرګند دی. د لاسونو وینځل ۲۰٪ د تنفسي ناروغیو کچه ټیټوي. ضمناً دا کړنه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوه بریالي ګډ ژوند پنځه‌ګوني اصول

ژباړه: عطامحمد میاخېل لومړی: متقابل درک او دوه‌اړخیزه همغږي یوه له دودیزو اړیکه‌ییزو تېروتنو څخه، چې موږ ټول یې کوو، دا ده کله چې یو څوک پېژنو، د هغه له کړنو، چلند او خبرو څخه چې هره اخیستنه (برداشت) ولرو، نو ګمان کوو چې سمه ده. په دې وخت کې تر ډېره داسې تصور کوو، چې په دې باندې پوهېږو، چې مقابل لوری څه وایي او موخه یې څه ده، په داسې حال کې چې … نور ولولئ
خوندیتوب

روژه دواړه نیسي، خو غوسه پر مېرمنې کوي

لیکنه: مریم شریفي اسلام د انسان‌جوړونې دین دی، تل یې مسلمانانو ته په خپل‌منځي اړیکو د ښه‌والي ټینګار کړی. روژه د ازمایښت او ثوابونو میاشت ده، د صبر او حوصلې میاشت ده، خو په دغه میاشت کې ځینې روژه لرونکي سړي چې د روژې لوږې او تندې په عذاب کړي یا هم کوم نشه‌یي عمل ولري، نو د خپل زړه بړاس په ښځو باسي. د ښځو روژې او کارونو ته لږ پام وکړئ روژه د … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له ژونده د خوند اخیستلو لپاره پنځه‌ویشت آسانه لارې

ژباړه: عطامحمد میاخېل ښایي فکر وکړئ، په هره شېبه کې د خوشاله اوسېدو لپاره، خپلو عادتونو او د ژوند تګلارې ته بدلون ورکړئ یا لږ تر لږه له پیسو څخه ډک بانکي حساب ولرئ. موضوع دا نه ده، چې په خپل ژوند کې د خوشاله اوسېدو لپاره کافي دلایل نه لرو، بلکې موضوع دا ده، چې زده کړو، څنګه له خپل ژوند څخه خوند واخلو؟ خوشاله اوسېدل یو مهارت دی، او زده کول یې هم … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ګناه څخه د ځان ساتلو آسانه لارې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري هندي پوه پرمودا باترا وايي چې په یو ګیلاس اوبو سره کولی شو ستر اورونه مړه کړو. همداسې ګناه هم هغه ستر اور دی چې کولی شي د انسان دنیا او اخرت وسوځوي، نو پکار ده چې د دې اور مړه کولو په‌پار له همغو لومړیو شېبو یې د مهارلو هڅې وکړو. ښه انسانان، خصوصاً مسلمانان هڅه کوي چې د ګناه په خړو اوبو کې ګیر نه شي او د … نور ولولئ
خوندیتوب

روژه او سردردي؛ په دې ډول یې مخه نیولای شئ

ژباړه: محمد عزيز پردېس تر ټولو لويه ستونزه چې د روژې مبارکې مياشتې په اوږدو کې د خلکو سر روغتونونو او درملتونونو ته رسوي، سردرد دی. د دې لپاره چې وشئ کولی د دا ډول سردردونو مخنيوی مو کړی وي، چې معمولاً لامل يې ولږه او تنده ده، بايد د خپلو خوړلو او څښلو لیست ته مو بدلون ورکړئ. د خوړو اندازه مو کمه کړئ او د کالوري لرونکو خوراکونو په خوړلو کې احتياط وکړئ. … نور ولولئ
پوهنه

د پنيک په اړه څومره پوهېږئ؟ په دې مرکه کې یې ولولئ

مرکه: صدیقه پوپلزۍ ما پخوا داسې فکر کاوه، چې په اروايي ناروغیو کې همدا ژورخپګان، سټرس او اندېښنې دي، خو له کومه وخته چې د استاد عظیمي له اروايي درملنې مرکز سره اشنا شوې یم او خلک ګورم، نو په دې برخه کې مې خورا ډېرو ناروغیو ته پام ور اوښتی چې باید پرې پوه شو. تېره اونۍ د استاد د مشاورې مرکز ته یو کس راغلی و او دا درې خبرې یې ډېرې کولې … نور ولولئ