ټولنیز ژوند

د اروايي سکون او خوښۍ راز

ژباړه: عایشه حیدري ژوند کول دومره هم اسانه نه دي چې مونږ فکر کوو، ځکه ځینې وختونه ژوند دومره ستونزمن کېږي چې مونږ هیله لرو چې کاش تر زېږېدو وړاندې مو د خپل ژوند یو تجربوي پړاو هم درلودلی، تر څو د ژوندانه د ستونزو او ناخوالو جاج مو له وړاندې اخیستی وای، خو دا چې دغه چاره ناشونې ده نو بویه چې د ژوند لپاره ځانګړي اصول، تګلارې او منظم پلان و لرو، تر … نور ولولئ
پوهنه

ذهن او يوگاه

لیکنه: شرف الدین عظیمي نن د جون ۲۱مه د یوګاه ورزش نړیواله ورځ وه، دا ورځ له ۲۰۱۴م څخه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د هند په وړانديږ نړیوالې ټولنې وړاندیز شوې وه او نړیوالې ټولنې هم منلې چې یوه نړيواله ورځ شي او اوس په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. یوګاه ته د یوه طراحي شوي علمي سیسټم په سترګه کتلی شو، چې په بدن او ذهن کې راټول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند انقلاب د خدای حکمت دی

ژباړه: نسیمه محمدي ژوند ډېر ساده دی، له هماغه لاس څخه چې یې اخلو، بېرته یې له هماغه لاسه ورکوو. د ځان په اړه چې هر ډول فکر/ اندېشه ولرو، راته په واقعیت بدلېږي. زه باور لرم، هر څوک زما په شمول، د ټولو هغه څیزونو لپاره چې په ژوند کې رامنځته کېږي، مسوول دي. هر فکر/ خیال چې زموږ له ذهن څخه تېرېږي، راتلونکې مو جوړوي. د خپل او نورو د ژوند په اړه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

تر رسمي دندې وروسته د روسیې د ولسمشر پوتین کارونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو کارونو نومونه واخیستل، چې له خپلو رسمي کارونو څخه یې وروسته د فراغت پر مهال کوي. ولادیمیر پوتین د روسیې له یوه ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فراغت پر وخت ورزش، مطالعه او یا هم موسیقي اوري. تر دې مخکې ډېر داسې راپورونه ورکول کېدل، چي پوتین د فراغت پر وخت یوازې ورزش کوي. پوتین ویلي وو، چې د سامبو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په څو ګټورو تګلارو سره د وخت له بېځایه لګښت څخه مخنیوی

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو له هغو پوښتنو څخه، چې تل ورسره مخ یو، دا ده چې څنګه د وخت له بېځایه تېرېدلو څخه مخنیوی وکړو او څنګه چلند وکړو، چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه ولرو. دا مقاله به په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي. موخې مو وپېژنئ په دې ځای کې زموږ منظور ستاسو ټولیزې موخې دي، څه د کار او څه د شخصي ژوند لپاره وي، مثلاً تاسو … نور ولولئ
پوهنه

ولې ځیني کسان ډیرې خبرې کوي یا خاندي؟ په اړه یې ارواپوه درسره غږیږي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو آیا داسې کسان مو لیدلي، چې ډېرې خبرې کوي، ډېر خاندي او په اصطلاح نور ترې په عذاب وي؟ نن د همداسې یوې اروايي ګډوډۍ اړوند له استاد شرف الدین عظیمي سره غږېدلې یم. د دې موضوع فکر هله راته پيدا شو، چې د یوې بلې مرکې په موخه د استاد دفتر ته راغلې وم، هغه مهال له یوې ښځې سره معرفي شوم چې خپله لور یې استاد … نور ولولئ
اقتصاد

مایکل فلور وايي، زه هغه ګنهګار یم چې ژوندی پاتې یم

ژباړه: نسیمه محمدي په امریکا کې ۷۰ کلن سپينږیری ناروغ د کورونا وایروس د درملنې او د روغتون څخه له رخصتېدلو وروسته د ۱،۱ مېلیونه ډالري حساب سره مخ شو. د (The Time) څخه په حواله، مایکل فلور، د امریکا د واشنګټن ایالت د سیاتل سیمې اوسېدونکی، د مارچ میاشتې په څلورمه، د کورونا وایروس د ټسټ تر مثبت ثابتېدو وروسته په سوئدي روغتیايي مرکز(Swedish Medical Center) کې بستر شو. وړاندې له دې چې نوموړی … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه اووه عادتونه چې روغتیا مو زیانمنوي

ژباړه: ملیحه ناصري ۱– د کاربوهایډرېټ ډېره کارونه او بالاخره د ځیګر څوربېدل د ځينو خلکو کاربوهایډرېټ لرونکي خواړه خوښېږي. وریځې او وچه ډوډۍ خوري. د ورځې لږ مېوه یا ترکاري هم نشي خوړلای. هغه کسان چې هره ورځ وریځې، وچه ډوډۍ او نور کاربوهایډرېټ لرونکې خواړه خوري، وزن یې ډېرېږي، کېدای شي ځیګر یې غوړ ونیسي. ۲–  د مېوې او سبزۍ نه کارونه او پر قبضیت اخته کېدل تاسو کولای شئ د مېوې او … نور ولولئ
خواړه

هغه خواړه چې په نړۍ کې مشهور او خوندور بلل کېږي

لیکنه: عایشه حیدري د نړۍ په بېلابېلو هېوادونو کې د هغو هېوادونو دودونو او موندل کېدونکو لومړنیو خوراکي توکو ته په پام د خوړو او پخلي بېلابېل ډولونه دود دي. همدارنګه څرګنده ده چې انسانان د خوړو ځانګړي ذوق لري یعني د هر انسان د خوښې خواړه توپیر لري، همداسې چې انسان ځانته ځانګړي خواړه لري په همدې ډول هېوادونه هم ځانته بېلابېل ځانګړي خواړه لري، د هر هېواد ځانګړي خواړه د هماغه هېواد د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له درغلي کوونکو سره څه ډول چلن وکړو؟

ژباړه: ملیحه ناصري د پروفیسور لِن باورز په اند، درغلي هغه وخت شونې وي چې یو کس چل، دوکه، فرېب، دروغ او نورې لارې وکاروي، یا یو سړی وترهوي او خپله موخه ترې ترلاسه کړي. ولې ځينې کسان درغلي کوي؟ ګڼ لاملونه یې شته چې یو کس درغلي وکړي، خو عمده دلیل یې د هغوی پر نفس نه باور یا کم باور دی چې نشي کولی مقابل لوری قانع کړي؛ نو هڅه کوي چې غلطې … نور ولولئ