ټولنیز ژوند

د موبايل ډېر استعمال انسان بوډا کوي

ليکنه: فرزانه زيار وروستيو علمي څېړنو پر ثبوت رسولې چې له لاسي تليفونونو څخه ډېره ګټه اخيستنه د ځوانانو د زړښت لامل ګرځي. څه وخت مخکې د قاهرې پوهنتون استاد ډاکټر فاضل محمد علي د نوې تکنالوژۍ او د هغې د زیانونو پر اړه يوه علمي څېړنه وکړه، د دې څېړنې په پايله کې دا جوته شوه چې د انسان بدن ته د تکنالوژیکو فريکونسيو ننوتنه د هغه په وجود کې د فزيکي نیمګړتیاوو سبب … نور ولولئ
خوندیتوب

ولې یوه نجلۍ د تېښتې هوډ کوي؟

ليکنه: شپنه سلګۍ دا هغه پوښتنه ده چې ډېر ځله ورسره مخ کېږو، په افغاني ټولنه کې دا دود له پخوا راهیسې موجود دی، کومه نجلۍ چې په کوم هلک پسې وتښتي هغې ته مټیزه وایي، نو ته څنګه کولی شې خور یا لور دې له کوره ونه تښتي. ښځه هم لکه نارینه، خپلې هیلې، امیدونه اورغبتونه لري، کله چې هم د دې هیلو مخه ډب شي، نو درې لارې لري، یا به په چوپه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

خورا اسانه اروايي درملنې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري دلته مو د ذهني فشارونو او ژوند بڼې ناسمو شرایطو له امله د پیدا شویو اروايي ستونزو اسانه او ساده درملنې ښودلې چې په عملي کولو یې مطلوبه پایله اخیستلی شئ. ۱- ډېرې اوبه څښل؛ ۲-  ترکاري او سابه خوړل؛ ۳-  ورزش کول؛ ۴-  شاهانه سهارنۍ، وزیرانه غرمنۍ او فقیرانه شپنۍ خوړل؛ ۵-  ډېرې او سمې لوبې کول؛ ۶-  تر تېر کال مو د کتاب مطالعه ډېرول؛ ۷-  دغو دریو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ټولنه کې د نېکمرغه ژوند رازونه

ليکنه: شپنه سلګۍ د نېکمرغه ژوند درلودل د هر چا ستر ارمان وي، خو ډېر هغه چې د نورو ژوند ته ګوته په غاښ وي، لامل یې دغه نهه رازونه دي چې دوی خپل کړي دي. ۱ ـ باور ثابت ساتل د ژوند په اکثره حالاتو کې د کورنۍ، دوستانو او د دندې اړوند د ټولو باور ثابتولو لپاره هڅه او کوښښ کول، چې پایله یې د یوه شخص لپاره ډېره مهمه ده. ۲ – … نور ولولئ
اقتصاد

پخوانیو خلکو خوراکي توکي څه ډول ساتل؟

ژباړه: نسیمه محمدي د قرنطین او نړیوالو اقداماتو په لړ کې، دا موضوع ځانګړی ارزښت لري. لیدل کېږي، چې زموږ نیکونو د خاصو لارو چارو، لکه تخمیر او حتا دود کولو سره بلد وو. اېلېچ نون، د لبنان رصیف نشریه کې لیکي، د کورونا وبا پر مهال، چې زموږ د ژوند په ټولو اړخونو یې درنې اغېزې کړې، ډېری د ټولبندیز په خاطر، هڅه کوو د خوړو اوسنۍ ذخیره شوي خواړه، د قیمتونو د لوړېدلو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

بریالۍ کورنۍ؛ په ورځ کې یو ساعت وخت مو خپلې کورنۍ ته ځانګړې کړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري له بریالۍ کورنۍ څخه مو موخه هغه کورنۍ ده چې هر یو غړی یې د يوه ستوري په شان وځلېږي. ټول له خپلو موهبت، مهارت او استعدادنو څخه ګټه پورته کوي او له خپل وضعیت او موقعیت څخه راضي دي. د هغوی ژوند له خوښیو، امیدونو، شوقونو او انرژي څخه ډک وي. دوی په کورنۍ کې احترام کېږي او د ښه شخصیت‌جوړونې لپاره چې هر څه ته اړتیا ولري لاسته یې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه کړنې چې پوستکی ښکلی کوي

ژباړه: عایشه حیدري  که څه هم د یوه ښایسته او پاک پوستکي لرل اسانه کار نه دی او هر څوک له دغه ارامتیا څخه برخمن نه دي، خو د پاک او ښایسته پوستکي درلودل ناممکنه هم نه دي، خو ځینې خواړه، ماسکونه او ځینې کړنې درسره مرسته کوي چې یو ښکلی، شفاف او صاف پوستکی ولرئ، بسنه کوي چې تاسو خپله وغواړئ چې ښکلی او روڼ پوستکی ولرئ او د درلودلو لپاره یې هڅه وکړئ. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په افغان ټولنه کې د سولې خبریالۍ اړتیا

لیکنه: سمیع الله درانی موږ ۴۰ کاله جګړې کړولي یو، ماشومان مو د جګړو پرمهال زېږېدلي، را لوی شول، ځوانان شول او اوس د زړښت پر لور روان دي، خو لا هم جګړه پای ته نه ده رسېدلې. د سولې خبریالي دا مرسته کولای شي، د سوله‌ییزو ادبیاتو، الفاظو په کارولو سره، د سولې په تړاو کمپاین کولو سره او د سولې په اړه بېلابېلو پروګرامونو جوړولو سره د خلکو اذهان یا فکرونه له جګړو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نارسېزم يا پر ځان مينېدل

مرکه: صدیقه پوپلزۍ مور یې په سپین سر ناسته وه او هرې خواته یې حیران حیران کتل، ویل یې زوی مې راوستلی له هېچا سره جوړ نه راځي. له ټول کلي سره یې دښمني راخیستې، په خسرخېلو کې له ټولو څخه ځان لوی ګڼي، په مېرمنه ظلم کوي، ډاکټر ته نه راته، ویل یې زه له ډاکټره ډېر پوهېږم، په هېچا کې هم ری نه وهي، فکر کوي، چې ډېر مهم او لوی سړی دی، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تمرکز مو نه پرېږدي چې خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو مصرف کړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري تمرکز کول یو قدیمي تکنیک دی چې په آیکیدو کې (جاپاني رزمي دفاعي هنر د روح د هماهنګي په مانا) ډېر دود دی. دا تکنیک تاسو ته زده کوي چې په اوس او پر همدې ځای تمرکز وکړئ او خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو باندې مصرف نه کړئ. همدارنګه مرسته درسره کوي چې په استواره او پایداره شرایطو پاتې شئ. مفهوم څخه په ګټه (چې د روح په مانا، … نور ولولئ