ټولنیز ژوند

له کرونا ويروس سره د مخامخ کېدلو پنځه صحي لارې

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ د کورونا ویروس خپرېدلو نوي راپورونه پراخه شوي، چې د ځینو خلکو ترمنځ اندېښنې راپورته کوي. دلته ځینې لارښوونې دي چې له تاسو سره ستاسو د اضطراب په اداره کولو کې مرسته کوي، خبري راپورونه په پام کې ونیسئ، او مثبت نظر واخلئ. ۱ـ لاندې مواردو ته پام وکړئ ژوره سا واخلئ او خپل ځان ته یاد کړئ، زیاتره خلک چې له کورونا سره مخ شوي لږې نښې تجربه کوي. له هغو … نور ولولئ
خوندیتوب

د خوب اروايي اغېزې

ژباړه: نسيمه محمدي خوب د انسان د ژوند او روغتيا د اړينو او مهمو برخو څخه دي، چې بايد ورته جدي پاملرنه وکړو. هغه پېښې، چې د خوب پر وخت واقع کېږي، هم بايد وڅېړل شي، که نه نو فزيکي، عصبي او اروايي ستونزو سره مخ کېږو. ټول پوهېږي، چې انسان د ژوند يو پر درېيمه په خوب تېروي. خو کومه پروسه دې حالت سره ملتيا کوي؟ د اسپوتنېک په حواله، ټول پوهېږو چې انسان … نور ولولئ
خوندیتوب

د ژورې سا ایستنې حیرانونکې ګټې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري وړاندې تر دې چې د ژورې سا اخیستو د ګټو په تړاو وغږېږو لومړۍ باید سا وپېژنو. د اکسیجن اخیستل او له بدن څخه د کاربن ډای اکسایډ ایستل د سا (تنفس) په نامه یادېږي، او یا په دودیزه اصطلاح، له بدن څخه د ککړې هوا ایستل او د پاکې هوا اخیستلو ته سا ویل کېږي. د نړۍ هر ژوندی موجود سا اخيستلو ته اړتیا لري او پرته له سا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

جالبه؛ هندي وګړي ځانته د سرو زرو ماسک جوړ کړی + ویډیو

لیکنه: محمدصابر حمیدي د هندوستان هېواد یوه وګړي خپل ځانته په ۴ زره امریکايي ډالرو باندې د سرو زرو ماسک جوړ کړی، چې له کورونا ویروس څخه په امان کې اوسي. د راپورونو له مخې د هندوستان مهاراشترا ایالت کې د شانکار کوارده په نامه یوه سړي ځان ته دا جالبه ماسک جوړ کړی، چې د نورو هېوادونو ترڅنګ یې د ډېرو افغانانو پام هم ځان ته را اړولی. شانکار کوراده له رسنیو سره په … نور ولولئ
اقتصاد

د شتمنو کسانو نوي اقتصادي ريکارډونه

ژباړه: حنيفه مومند په 2019 م کې د نړۍ د شتمنو کسانو شمېر  تر نورو کلونو ۵، ۸ سلنه زيات او ۲۸۲۵ تنو ته رسېدلى دى. د Wealth-X د راپور پر اساس، د نړۍ د ميليارډرانو شمېر ښيي، چې د شتمنو سوداګرو شمېر د ۲۰۱۰ په پرتله، هغه وخت چې دې سازمان د د احصائيې د ثبتولو پيل وکړ، ريکارډ ټينګ کړى دى. د کورونا ناورين، د نړۍ تر ټولو شتمن کس ۲۴ ميليارده ګټه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څو پخواني باورونه، چې کارمندان له بریا څخه لرې کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل ځینې پخواني باورونه شته چې زموږ د بریا مخه نیسي او په ننني کاري لید کې هېڅ ځای نه لري، په دې صورت کې د بېلابېلو شرکتونو ځینې کارمندان لا هم هماغو پخوانیو ذهنیتونو ته پابند دي، چې څو لسیزو مخکې ته ورګرځي، د دې لیکنې په دوام په شپږو پخوانیو باورونو باندې رڼا اچوو، چې نور د عصري کاروبارونو لپاره مناسب نه دي. ۱ ـــ ښه کار کوم، ځکه په … نور ولولئ
خوندیتوب

د هېمالیا لس حیرانونکې ځانګړنې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري کله چې څوک د لوړو او په واورو پوښول شویو غرونو په اړه غږېږي، نو ارومرو ستاسو سترګو ته د هېمالیا غرونه ودرېږي. د هېمالیا غرونه هر کال په حیرانونکي ډول شاوخوا ۲۰ ملي متره وده کوي او لوړېږي. پر دې سربېره د هېمالیا غرونه داسې نورې ډېرې حیرانونکې ځانګړنې هم لري چې په دې لیکنه کې غواړو تاسو ته یې در وپېژنو. د نړۍ تر ټولو ځوان او لوړ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

شهرت (محبوبيت) څه دى؟

ژباړه او زیاتونه: صدیقه پوپلزۍ مشهوره اوسېدل، مینه لرل، منل یا هم ټولنیز ښایست یو له رواني اړتیاوو څخه دي. شهرت لرونکې انسانان څه کوي؟ په هر محفل کې ځانته ملګري پیدا کوي، په اړیکو کې غرور نه کوي، په ډېرې راحتۍ سره خپل حالت نورو ته بیانوي، په هر ځای کې د خوښۍ په لټه کې وي، ډېر وګړي هڅه کوي چې دوی یې ملاتړي اوسي، د ښه اخلاق درلودونکي او میلمه‌پاله دي، په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په عمر ۵۲ کلنه، خو په څېره ۲۰ کلنه مېرمن

ژباړه: عایشه حیدري د دې خبرې په اورېدلو به حیران شوي یاستئ، چې څنګه شونې ده چې د یوه چا عمر دې ۵۰ کاله او څېره دې یې د ۲۰ کلنې پېغلې وي، خو دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په نړۍ کې ځينې داسې خلک شته چې تر خپل حقیقي عمر، ډېر زیات ځوان ښکاري، او په لیدو یې داسې فکر کېږي چې دغه تن به ۱۸ یا ۲۰ کاله عمر لري. حقیقت … نور ولولئ
خوندیتوب

وبایي ناروغۍ انسان ته زیان، خو طبیعت ته ګټه لري

ژباړه: نسیمه محمدي څېړونکو د جلغوزیو د ونو د ودې د څېړلو سره، د ۱۶- ۱۷ پېړۍ د طاعون ناوړه پایلو ته لاسرسی پيدا کړ. څېړونکو د ۱۰۰۰ څخه د زیاتو لرغونو ونو تر څېړلو وروسته وکولای شول، په ۱۶- ۱۷ پېړیو کې، د اروپا په سویل کې د انسان اوږدمهاله کم فعالیت وپېژني، چې د وبایي طاعون او د سیاسي – ټولنیزو او ناپایدارۍ ویاندويي کوي. د آلپ د غرونو د جلغوزیو ونې چې … نور ولولئ