ټولنیز ژوند

په رواني ناروغۍ د اخته کسانو درناوی

ژباړه: شپنه سلګۍ په رواني ناروغۍ اخته کسان ستاسې کړنې او عکس العملونه درک کولى شي. د دې په خاطر چې خپله توجه مو ورته ښودلې وي لاندې نکتې په نظر کې ونيسئ. 1- په ډېرې پاملرنې سره يې خبرو ته غوږ ونيسئ، وخت ورکړئ چې خپلې ستونزې بې له ټينګار نه خپله بيان کړي. 2- ناروغ ته وګورئ، که چېرې لازمه وي د امکان تر حده ورسره د سترګو رابطه ورسره وساتئ. 3- د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له ځانوژونکي سره مرسته

لیکنه: شپنه سلګۍ که څه هم ځانوژنه له فرهنګي پلوه په هېواد کې د منلو وړ نه ده او اسلام ورته هم اجازه نه ده ورکړې، خو سره له دې هم د پېښو شمېر يې ډېرېږي چې په هېواد موږ ډېر ځله د ښځو د ځانوژنې مسئلې اورو. کورنى تاوتريخوالى، جګړې او پايلو يې ډېرو خلکو ته سخت ژوند ور په برخه کړى دى، ډېر کسان چې هڅه کوي ځان ووژني، هغوی په رښتيا سره … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځمکې پر مخ جنت یو حالت دی، نه یو ځای

ژباړه: نجم الرحمن ناصري په ژوند کې مې د خپلو تجربو پر بنسټ دا زده کړي، هغه څه چې خلک یې د ځمکې په سر جنت نوموي یو حالت دی، نه یو ځای، بلکې هغه وضعیت دی چې ژوند کې تېروي. کله چې تاسو خپل ذهنیت ته وده ورکړئ، د زړه غوښتنې مو تطهیر کړئ، روغتیا مو لوړ حد ته ورسوئ او معنویت مو ډېر کړئ، ستاسو تجربه د ژوند له لیدلو او د ژوند … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ژوند کې تل له پېښو سره د مقابلې لپاره چمتو  و اوسئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري چمتووالی د حرفه‌یي کسانو نښه ده. چمتووالی او تدارک لیدل، د یوه بریالي کس نښه ده. کله چې مو په دنده کې پرمختګ کوئ، دېته مو پام کېږي چې عالي او ښو کسانو ډېر وخت په تدارک مصرف کړی. ۱۰٪ ښه کسان په خپله دنده کې له نورو کسانو څخه ډېر تدارک ویني. یو له هغو تکنیکونو څخه، چې د ژوند د سفر لپاره او مقصد ته د رسېدلو د احتمال … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ژوند ته «هو» ووایئ

خپل عکس العملونه وټاکئ، سرنوشت تاسو ته بېلابېلې پېښې منځته راوړي، بېلابېلې پېښې مو په ژوند کې مخته راځي. بعضې پېښې بدې وي او تاسو کې عکس العمل منځته راوړي، داسې حالاتو کې خپل عکس العمل ته پام ساتئ او ویې ټاکئ. هو یوه جادویي کلمه ده، همدا اوس مو سر وخوځوئ، ښکته او پورته یې وښوروئ او په آرامۍ ووایئ «هو» «هو» یوه وړوکې دوه حرفي کلمه، له یوې معمولې کلمې څخه ډېره ښه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د دين، روغتیا او اقتصاد ستر دښمن

ليکنه: فرزانه زيار هغه څه چې مو دين، روغتيا او اقتصاد له منځه وړي، نشه‌یي توکي دي، خو نشه‌يي توکي (مواد مخدر) څه شی دي!؟ د نشه‌یي توکو تعريف مخدر يوه عربي کلمه ده چې د (خدر) له کلمې څخه اخيستل شوې او د ضعف، سستۍ او ناتوانۍ په مانا راغلې ده، خو په ټولنه کې مخدره يا خدر د بې غيرتۍ، ډار، تردد، حیرانۍ او بې همتۍ مانا ورکوي. په اصطلاح کې مخدره توکي … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دوه‌اړخيز درناوى

لیکنه: شپنه سلګۍ د خاوند او مېرمنې یو بل ته درناوی په ذهني روغتیا، د مینې په زیاتېدو او د کورنۍ په پیاوړتیا باندې لوی تاثیر لري. د دې درنښت پراخه کچه د یو بل شخصیتونو، نظرونو، افکارو او ذوقونو ته درناوی شامل دی، که چېرته همداسې وشي، نو د دوی د ژوند په ټولو اړخونو باندې به مثبت تاثیر وکړي. سړی باید خپلې مېرمنې ته درناوی ولري، د هغې د بدنامولو او سپکاوي څخه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کورنۍ ستونزې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لامل کېږي

لیکنه: فرزانه زیار که د ځوانانو په منځ کې په نشه‌يي توکو د اخته کېدلو لاملونه ولټوو، نو وبه وينو چې تر ټولو لوی لامل يې په کور کې بې اتفاقي جنګ او جګړې دي. کورنې د ټولنې اساسي بنسټ دی چې ښه مديريت ته اړتیا لري. د يوې ټولنې، کلي، ښار، هېواد او حتا تر دې چې د ټولې نړۍ برخليک پر يوې ټولنې پورې تړلی دی. که يو ماشوم ښه وروزل شي، پر … نور ولولئ
خواړه

هغه خواړه چې په ګرمه هوا کې بدن ته تاوان لري

ژباړه او راټولونه: فرزانه زيار اوس د اوړي موسم دی او تر نورو موسمونو د اوړي موسم ګرم وي، نو ښه دا ده چې هغه خواړه وپېژنو چې په ګرمه هوا کې یې خوړل تاوان لري. ۱- هوګه هوګه، هغه سابه چې موږ یې د سرطان ضد پېژنو. هوګه په خپل خواص کې په پوره اندازه انتي بیوتيک لري، خو ولې بايد په توده هوا کې ونه خوړل شي!؟ دليل یې دا دی چې که … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بریټانیا وزیر خپلو خلکو ته ویلي چې ځانونه ډنګر کړي!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د بریټانیا وزیر خپلو خلکو ته سپارښتنه کړې چې ځانونه ډنګر کړي، چې له کورونا وایروسه خوندي وي. بوری جانسون وروسته له هغه دا سپارښتنه کړې، چې د بریټانیا پوهانو کورونا وایروس هغه کسانو ته ډېر تاواني وباله چې وزن یې زیات او چاغ وي. د «The Independent» خبري آژانس د راپور له مخې د بریټانیا پوهانو د کورونا په اړه یوه نوې څېړنه کړې. وروسته دا پوهان دې پایلې ته رسېدلي، … نور ولولئ