ټولنیز ژوند

که د سترګو د کمزورتیا نښې او لاملونه بابېزه وګڼو، څه به پېښ شي؟

ژباړه: ملیحه ناصري د خدای ج د هرې بلې پیرزوینې تر څنګ سترګې هم ستر نعمت دی. نه پاملرنه یا بې پروايي د انسان غټه تېروتنه ده چې جبران نه لري. دلته مو د همدې خبرو اړوند د سترګو د کمزروتیا لاملونه او علتونه را ټول کړي دي. د سترګو د کمزورتیا ځینې نښې شته، که چېرې دا نښې بابېزه وګڼل شي، کېدای شي ستونزه ډېره شي؛ مثلاً: د سترګو تار تار کېدل، درد، د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

عصبي فشارونه د ژبې بندښت پیدا کوي

ژباړه او راټولونه: ملیحه ناصري د ژبې بندښت هغه ستونزه ده چې ماشومانو او غټانو ته هم پیدا کېدلی شي؛ خو ماشومانو کې ډېر لیدل کېږي. په ماشومانو کې له ۲-۴ کلنۍ پورې عادي دی. هلکان بیا تر نجونو ډېر ورسره مخ کېږي. له ۱۸-۲۴میاشتنۍ پیلېږي او تر ۵ کلنۍ دوام کوي. په ۶-۷ کلنۍ کې د ښوونځیو له پیل سره د سټرېس او وارخطایۍ له امله کېدی شي دا بندښت لا هم ډېر شي. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

زموږ په ټولنه کې ودونه او ملاماتونکي دودونه

ليکنه او راټولونه: شپنه سلګۍ واده هغه عاطفي او حقوقي اړيكه ده چې د هلك او نجلۍ د رضايت پر بنسټ او له هغو شرايطو سره سم، چې په فقه كې ټاكل شوي، رامنځته كېږي. د هېواد د مدني قانون د ۶۰ مې مادې پر اساس، د واده په وسيله د ښځې او نارينه معاشرت ته د كورنۍ د جوړولو په هدف مشروعيت وركول كېږي او د دواړو خواوو ترمنځ ځينې حقوق او و جيبې … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسان په ځیګر، بډوډو او توري کې د پلاستیکي ذرو موندل کېدل

ژباړه: نسیمه محمدي مایکروپلاستیکونو زموږ د نړۍ ګوټ ګوټ ته لار موندلې. سمندرونو، خاورې، اوبو او خوراکي توکو ته او اوس څېړونکي د انسان د بدن په داخلي غړو کې، د دغه ذرو د شتون څخه خبر ورکوي. د سمندرونو د ټولنې په وینا، هر کال ۳۰۰ میلیونه ټُنه پلاستیکي پاتې شوني تولیدېږي. دا مواد د تجزیې وړ نه دي او په کوچنیو مایکروپلاستیک (د ۵ ملي مټره کوچنۍ) او نانوپلاستیک (د ۰،۰۰۱ملي مټر څخه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د عاشورا ورځ؛ مخینه او ارزښت یې

لیکنه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ د رسول الله ص د احاديثو او د اسلامي پوهانو د ليكنو  پر بنسټ د عاشورا ورځ يوه مباركه ورځ ده، چې له  اسلام څخه مخكې د جاهليت عربو او د يهوديانو په نزد هم د يوې سپېڅلې ورځې په نامه پېژندل كېدله او دوى به په دې ورځ كې روژه نیوله. د لغت‌پوهانو د تحليل پر بنسټ د عاشورا  کلمه له (عشر) څخه لكه څرنګه، چې د تاسوعا كلمه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

له څلورڅلوېښت کاله زندان‌تېرولو وروسته بې‌ګناه وپېژندل شو

‌لیکنه: محمدصابر حمیدي په امریکا کې تور پوستی زنداني ۴۴ کاله وروسته بې ګناه وپېژندل شو. د رپوټونو پر اساس د امریکا په متحده ایالاتو کې یو تورپوستی له ۴۴ کلونو زندان تېرولو سره وروسته بې ګناه وپېژندل شو او له زندان څخه ازاد کړل شو. د ان بي سي خبري اژانس د راپور له مخي د روني لونګ په نامه ۶۴ کلن تور پوستي پر یوې سپین پوستي نجلۍ د جنسي تېري په تور … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

رښتینولي څومره ستر ارزښت لري، پېژندل یې اړین دي

ژباړه: نجم الرحمن ناصري رښتینولي د روح او روان د سلامتۍ تر ټولو مهمه نښه ده. او د ارواپوهنې په علم کې دروغ ویل رواني ناروغي بلل کېږي. بل پلو د دې لپاره چې د ښه او بد پېژندنه له لاسه ورنه کړو، باید له ځان او نورو سره رښتیني و اوسو. هر څوک باید د ځان په اړه فکر وکړي، چې څومره رښتینی او رښتیاویونکی دی، هغه وخت بیا پوهیږي، چې څومره د حقایقو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ښې خبرې؛ ښه چلند لاندې عجیبه ګټې لري

ژباړه: نجم الرحمن ناصري  مثبت فکر کول او یوه شي ته په ښه سترګه کتل، یانې د پېښو د ښو اړخونو د لیدلو پیاوړتیا، چې په ښه کتلو او په ښو ټاکنو رامنځته کېږي. که یو فکر او لیدلوری له هیله‌مندۍ سره وي، بریالیتوب او مثبت احساسات به ولري. د دې لپاره مو ټولې ټاکنې په ویلو، کردار او پندار کې مثبتې او هیله‌منې دي. د دې کار لپاره باید خپل ضمیر عادت کړو، چې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په پاکستان کې د دویم واده لپاره د لومړۍ مېرمنې/ درېیمګړي اجازه حتمي شوه

راپور: مهر تاج د پاکستان سترې محکمې پرون د یوې نوې پرېکړې له مخې، که چېرې کوم څوک د خپلې لومړنۍ مېرمنې د پوښتنې/ اجازې پرته دویم واده وکړي، نو دی مجبور او مکلف دی، چې  لومړنۍ مېرمنې ته «مَهر معجل» وي او که «مَهر مؤجل» په دواړو حالاتو کې زر تر زره پرې یا ځای پر ځای ادا کړي. د پېښور ښار یو تن اوسیدونکي جمیل محمد د خپلې لومړنۍ مېرمنې له اجازې پرته … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د راز برالا کول د ناکامۍ پیل دی

لیکنه: ملیحه ناصري راز د انسان د ژوند تر ټولو اړینه برخه ده. ځينې رازونه تر خدای ج سربېره بل هېچاته د ویلو وړ نه وي. که چېرې په هر دلیل وهم ویل شي، د ستونزو پیلامه ګڼل کېدای شي. هغه خبره چې انسان یې خپله پر ساتلو نه وي بریالی شوی، نو د نورو له خولې دې د هغې د خپراوي په تمه دې وي. شته داسې کسان چې رازداره دي، خو پر هر … نور ولولئ