بریا او پرمختګ

د کلیوالو مېرمنو غږ: که ښځې وغواړي، تغییرات را وستلی شي

لیکنه:  مهر تاج د دوشنبې ورځ په ننګرهار ولايت ښځو چارو رياست د مشارکت برنامې په مالي مرسته «د کليوالي مېرمنو نړيواله ورځ» ونمانځل شوه، چې د ننګرهار ولایت د بېلابېلو ولسوالیو، لېرې پرتو سيمو مېرمنو ګډون کړی و. ـ هره ورځ په نړیواله سطحه نه نمانځل کېږي. نړیوال سیټ یا لوډیم ته د ورځو یا ټاپیک (موضوع) راتلل دا کومه عادي و وړه خبره نه وي. له دې معلومېږي، چې د دې تر شاه … نور ولولئ
خواړه

د اېشول شوې هګۍ ګټې

ژباړه: عایشه حیدري د چرګې هګۍ د ګټورو خوړو په ډله کې په لومړي سر کې ځای لري، ځکه چې هګۍ د مغذي موادو او پروټينونو غوره سرچینه ده، د چرګې هګۍ د بدن د اړتیا وړ ډېر ګټور مواد لري چې دغه ګټور مواد په اسانۍ سره په نورو خوړو کې نه موندل کېږي. که د چرګې هګۍ په هر ډول پخه شي جدي روغتیايي ستونزې نه پېښوي، او د وجود د معدني موادو … نور ولولئ
په زړه پورې

د مسجدالنبوي د بیا پرانیستلو سره د مسلمانانو د خوښۍ اوښکي!

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي اوو میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالنبوي دروازې د عامو خلګو پر مخ پرانیستل سوې. سعودي عرب نن خبر ورکړ، چي د کرونا وبا له امله د لګول سوو بندیزونو د لیري کولو په لړ کي د مسجدالحرام د پرانیستلو وروسته د محمد (ص) د زیارت دروازې د عامو خلګو پر مخ خلاصي سوې. عامو خلګو زیارت ته د ننوتلو پر مهال ژړلي او د خوښۍ اوښکي یې توی … نور ولولئ
خواړه

د وربشو هغه ګټې چې علم ثابتې کړې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري د کلسترول کمښت داسې څوک شته چې د وربشو د یوې کاسې ټینګ سوپ مینه‌وال نه وي؟دا چې خلک دومره دا سوپ خوښوي یوازې د ښه خوند درلودل نه دي، بلکې نور لاملونه هم لري. وربشې هغه پخوانۍ غله ده چې ډېر مو یې په اړه اورېدلي او پوهېږو چې د روغتیا لپاره ډېره ګټه لري. وربشې په څو ډولونو لیدل کېږي، د وربشو دانې هغه څه دي چې په سوپ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اته (۸) کارونه، چې هوښیار انسان یې نه کوي

ژباړه: عطا محمد میاخېل هوښیار انسانان په خپل کار او ژوند کې ځانګړي عادتونه لري او د ځینو کارونو له ترسره کولو څخه ډډه کوي، چې په ژوند کې د هغوی د بریا او پرمختګ سبب ګرځي. د خپلو احساساتو درک کول او پر وړاندې یې مبارزه کول او د هغو کنټرولول، د هوښیارو انسانانو ‌ذاتي وړتیا ده، هغوی په خپل دننه کې کینې او حسد ته ځای نه ورکوي او کولای شي، چې له … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له تروه لیمو څخه د ګټې اخیستنې لارې چارې

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري تروه لېمو د ډېرو خلکو د خوښې مېوه او ترکاري ده او ډېری خلک یې په خپلو خوړو کې کاروي. لېمو هم د نورو مېوو، سبو او خوړو غوندې د ګټې اخیستنې جلا او بېلابېلې ځانګړې لارې چارې لري. ځینې خلک لېمو په پخلي کې له نورو خوړو سره ګډ په دېګ کې ور اچوي او پخوي یې، ځینې نور بیا لېمو اومه یا خام خوري او ځینې ترې جوس … نور ولولئ
خوندیتوب

له کورنۍ څخه د ستړیا او لرېوالي لاملونه

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ ځینې مور او پلرونه خپل د اولادونو څخه ډېرې تمې او غوښتنې کوي د همدې لپاره د دوی ترمنځ واټن پیدا کېږي. کومې کورنۍ چې خپل د اولادونو سره مینه ونه کړي او عاطفي اړتیاوې یې پوره ونه شي کړی، نو اولادونه یې زړه‌توري کېږي او جلا کېږي. کوم کور کې چې بې اتفاقي او نفاق وي یو بل ترمنځ ضد وي او تل یو له بله سره کینه وکړي، نو دا … نور ولولئ
خوندیتوب

په کورنۍ کې د دروغو زیانونه

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ زموږ د کور انډول ګډوډوي او له کړکېچ سره مو مخ کوي، ځکه چې دروغ ویل د هر څه اساس او ریښه خرابوي، باور مینه، صداقت هر څه لمنځه وړي. دروغ ویل نه یوازې موږ ته بلکې زموږ اولادونو ته هم زیان رسوي، له اروایي اړخه ناروغوي، دوی هم لویانو په شان په دروغ ویلو عادت کوي. که هر انسان په ژوند کې دروغ ووایي، نو په کور او ټولنه کې اعتبار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه خواړه چې په ښه ساه‌ایستنه کې درسره مرسته کوي

نجم الرحمن ناصري ځینې مغذي مواد د تنفسي مجراوو د عوراضو په ښه کیدو کې لکه آسم، آلرژي او یا هم د سګرټ په پریښودو کې مرسته کوي. دې ځای کې مو داسې یو څو خواړه معرفي کړي چې د تنفسي مجراوو په ښووالي کې مرسته کوي. مڼه حتماً مو اورېدلي چې مڼه د سلامتۍ مېوه ده. مڼه د اسید فولیک او فلانووئید لرونکې ده چې د هوایي مجراوو د التهاب په کمښت کې شهرت … نور ولولئ
په زړه پورې

په برېټانیا کې روغتیاپالانو یو کس د زړه درېدلو وروسته، له مرګ وژغوره

نسیمه محمدي د Express په حواله، یو برېټانوی سړی، د زړه له درېدلو وروسته دویم ځلي ژوند ته راوګرځېد او ادعا لري، هغه څه چې یې له بالیني مرګ وروسته ليدلي، په یاد لري. د هغه په وینا، هغه حس کړه چې یو ځواک یې د خلا په لوري وړي او وروسته د یو ناڅرګند دلیل له مخې، د امریکایي سندرغاړي الوېس پرسلي په اړه یې فکر وکړ. سره له دې ناروغ ډاډه وو، چې … نور ولولئ