خوندیتوب

یوه جرمني عالم د زړه د حملې او سکتې څخه د مخنيوي لپاره ۳ تګلارې وړاندې کړې

د جرمني پوهانو د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره درې نوې تګلارې اعلان کړې. د راپورونو پر بنسټ، الماني پوه ګرینيمایر د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره چې کېدای شي د وينې د رګونو د بندیدلو له امله رامنځته شي، درې نوې تګلارې اعلان کړې. ګرینيمایر، د فوکس سره په خبرو اترو کې وويل: شریانونه هغه مهال بندېږي چې د وینې کوچنۍ ټوټې په التهابي جوړښتونو نښلېږي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې د خور او ورور اړیکه خرابیږي او څنګه یې ورغوو؛ له ارواپوه سره مرکه

د خور او ورور تر مینځ اړيکه خورا اړینه او بېل ارزښت لري، موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې له یاد ډول اړیکو سره سروکار لرو او پۀ یو ډول ورسره مخ يو. ځکه ډېری انسانان يو يا څو ورونه او خويندي لري. دا د دې څرګندونه کوي چې، موږ ټول بايد د خویندو او وروڼو د اړيکو پر څرانګوالي پوه او رغولو کې یې پوره هڅه وکړو. د همدې ضروري موضوع په اړوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځان وژنې له فکر څخه د خلاصون لارې چارې

ژباړه او زیاتونه: نوید صهیب ژوند هېڅکله له ستونزو، سختیو، غمونو او ستړیاوو څخه خالي ندی، په دې نړۍ کې تل پاتې خوشبختي ممکنه نده، دلته نه خوښي دوامداره وي او نه غمونه، د دنیا ژوند اوړي را اوړي او په هغه ډیر ښه حالت کې ایله د سختۍ او اسانۍ ترمنځ وي. انسان ته اړینه ده چې خپل احساسات، ځان او افکار د زمانې او حالاتو له دې ادلون بدلون سره برابر او عیار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ایمان د اوږد عمر یوه نښه ده

ژباړه: نسيمه محمدي د راپورونو په حواله، popmech.ru ليکي: آيا وړاندوينه کولاى شو، چې سل کاله ژوند وکړو؟ ١٠٠ سلنه دقيق/کره نښې نشته، خو امکان لري. مثلا که يو کس د غوړو او وچې ډوډۍ پر ځاى سالم او ښو خوړو ته لومړيتوب ورکړي، د اوږد عمر زيات احتمال شته. پر دې سربېره، ډېر لږ څرګنده او واضح نښې شته، چې د اوږد عمر زېرى ورکوي. ايمان څېړونکي او پوهان لا تراوسه په دې اړه ځواب نه … نور ولولئ
په زړه پورې

د روغتیا نړیوال سازمان؛ بېوزله هېوادونو ته د کورونا واکسین چمتو کولو هوډ لري

  د BBC د یوه راپور له مخې؛ د روغتيا نړیوال سازمان د بېوزله هېوادونو لپاره دوه ملیارده د کورونا ضد واکسین چمتو کول غواړي. د روغتیا نړيوال سازمان په ورستۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د دوه ملیارده واکسین، د عادلانه ویش په چمتو کولو بوخت دي. د ٢٠٢م  په لومړیو دریو میاشتو کې به دغه پروسه پلي کړي، چې د غریبو هېوادونو وګړو ته به ياد شمېر واکسین په وړیا توګه ورسوي. … نور ولولئ
په زړه پورې

برېټانوۍ مېرمن؛ شپېته کاله د مالټې زړى په پوزه کې ساتلی وو

ژباړه: نسيمه محمدي د دېلې سټار په حواله،  د بيټې مک فيل په پوزه کې، د انګلستان د لوېديځ يورک شاير اوسېدونکې په پوزه کې نږدې ٦٠ کاله دا دانه وه. دغه مېرمنې ټول عمر د ساه تنګۍ څخه رنځېدله. مک فيل د ډېسامبر په دويمه کله چې د پوژې د لواژ/ وينځلو هوډ درلود، د مالټې يوه دانه خسته په ناڅاپي توګه په دستمال پيدا شوه. د ده غبرګنکى ورور، ټوني د دغه کيسې … نور ولولئ
خوندیتوب

له بالښت پرته ويده کېدل: دا ګټې لري!

ژباړه: نسيمه محمدي د خپلې خوښې بالښت څخه زړه شکول سخت کار دى، خو بې بالښته ويده کېدل هم ډېرې ګټې لري. د لومړي بالښت پېژندلو مخينه د لرغوني بين النهرين وخت ته ګرځي. دا بالښتونه له تيږو جوړېدل او يوازې بډايه وګړو يې د اخيستلو وس درلود. د لرغونې زمانې د بالښتونو اپوټه، ننني بالښتونه چې موږ يې کاروو، نرم او پف شوي دي او زياتره وګړي چې غټ او نرم بالښت په غېږ … نور ولولئ
خوندیتوب

دپښو سوړ والى د وينې د جريان د ورو کيدلو لامل ګرځي

  ليکنه: شپنه سلګۍ د هوا د تودوخې په کمېدلو سره، د انسان بدن د مهمو غړو او ماغزو د تودېدلو چاره مخته بیايي، بیا لاسونه او پښې په خپل وار تودېږي. د پښو يخ/ سوړوالی د وینې جریان د ورو کېدلو لامل هم ګرځي، چې د دې کار د مخنیوي لپاره باید له ډېرو اسانه او ساده لارو چارو ګټه واخیستل شي. د پښو د تودو ساتلو لپاره باید پښې په منظم ډول ډېر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د قران کریم اورېدلو ګټې؛ د ماغزو سولولونه ژوندي کوي

ژباړه او راټولونه:  ملیحه ناصري د قران کریم د اورېدلو ګټې خورا ډېرې دي چې فزیکي، معنوي او اروایي په کې شاملې دي. دلته مو په دې لیکنه کې لنډه نغوته ورته کړې ده. د وجود دفاعي سیسټم د قران په اورېدلو سره پیاوړی کېږي. د حافظې د قوي/ پیاوړې کېدلو لامل ګرځي. د قران شریف اورېدل په انسان کې د خلاقیت او نوښت راوستلو وړتیا لوړوي. هغه کسان چې له اوږدمهاله ناروغیو ځورېږي، د … نور ولولئ
افغانستان

د کابل د هوا ککړتيا د کورونا ويروس په پرتله څو چنده مرګونې ده

ژباړه: نسیمه محمدي د روغتيا نړيوال سازمان په خپل تازه راپور کې وړاندوينه کړې، چې د افغانستان د پلازمينې کابل، د هوا ککړتيا به خپل تر ټولو خطرناکه حالت ته ورسيږي. د روغتيا نړيوال سازمان د وړاندوينې په اساس سږ ژمي کې به په کابل کې د هوا ککړتيا 500 درجې وي، چې دا په نړۍ کې د هوا د ککړتيا تر ټولو ستره درجه ده. د روغتيا نړيوال سازمان د راپورونو پر اساس، د … نور ولولئ