سپورټ

فوټبال؛ د ویتنام لیګ د زرګونه مینوالو په شتون کي پيل شو

د ویتنام هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ له زیاتي مودې وروسته یو ځلي بیا پيل شو، چي له دې سره سم لوبغالي ته زرګونه مینوال ورغلي وه. د راپورونو له مخي د کرونا ویروس له خپرېدو او پراختیا سره سم د نورو لیګونو ترڅنګ د ویتنام هیواد د فوټبال لومړی درجه لیګ هم وځنډېد. د ویتنام حکومت د چین له ګاونډیتوب سره ـ سره د کرونا ویروس په وړاندي دومره ښه مبارزه وکړه، چي … نور ولولئ
کرونا

امریکايي سناتور: چین د کرونا واکسین په وړاندي خنډونه جوړوي

د امریکا متحده ایالاتو یوه سناتور چین هیواد په دې تورن کړ، چي د کرونا ویروس لپاره د واکسین جوړولو پروسه سبوتاژ کوي. د ریک اسکات په نوم یوه امریکايي سناتور په خپله تازه مرکه کي ویلي، چي موږ باید د کرونا ویروس واکسین کشف او جوړ کړو. ریک اسکات زیاته کړه، چي کمونیست چین هڅه کوي، چي د کرونا واکسین په وړاندي خنډونه جوړ کړي او دا پروسه سبوتاژ کړي. هغه وویل: «له بده … نور ولولئ
پوهنه

قرنطین پر زده‌کوونکو منفي اغېز کړی

ليکنه: شپنه سلګۍ د پوهنې وزارت د پرېکړې پر اساس د ښوونيزو مرکرکزونو رخصتي د دریو مياشتو لپاره نوره هم وغځېده، څومره چې ما ته ثابتېږي د ښوونځيو اوږدمهاله رخصتۍ د ښارونو په پرتله د ولسواليو او کليو زده‌کوونکي له يو لړ ستونزو سره مخ کړي، چې په دې ليکنه کې د موضوع اړوند له څو تنه زده‌کوونکو سره غږېدلې يم. د شفا په نامه د اتم ټولګي يوه زده‌کوونکي وايي: “ښوونځي ته چې به … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د بریالي او پایښت لرونکي واده د لرلو لپاره، نارینه و ته ځینې سپارښتنې

ژباړه: عطا محمد میاخېل واده یو پخوانی دود دی، چې د دې څو زره کلن دود له امله، نجلۍ او هلک یا په بل عبارت دوې کورنۍ یوه له بلې سره تړاو پیدا کوي، خو نن ډېر شمېر ودونه د طلاق سبب ګرځي، ځکه ډېری کسان، په کومه اندازه چې د واده لپاره بیړه کوي، وروسته د طلاق لپاره په تصمیم نیونه کې هم له بیړې څخه کار اخلي. ښایي نارینه یا ښځینه  له یوې … نور ولولئ
روغه سټه

ننګرهار او تازه مېوې

لیکنه: سمیع الله درانی تاسې به پوهېږئ، چې ننګرهار په پسرلي کې او د اوړي لومړۍ میاشت کې د فصلونو حاصلاتو ترڅنګ مېوه لرونکې ونې مېوې ورکوي. اوسمهال د ننګرهار په ډېری ولسوالیو کې د سبزیجاتو سربېره مېوه جات هم رسېدلي دي. د ننګرهار په یخو ولسوالیو، لکه خوګیاڼي، اګام او شېرزادو کې پېوند یا بېدانه توتان رسېدلي دي او خلک یې راټولوي او د چینو یا چشمو په اوبو کې یې یخوي او بیا … نور ولولئ
خوندیتوب

په کرونا ويروس د ګنجيانو د اخته کېدو خطر تر نورو زيات دی

ژباړه او زياتونه: مدثر دعوت نوې څېړنې ادعا کوي چې ګنجيان تر نورو ډېر د کرونا ويروس د اخته کېدو له خطر سره مخ دي. د امريکا د براونِ پوهنتون څېړونکې کارلوس وامبير تلي ګراف ورځپانې ته ويلي: “بې وېښتيانو ساحه د نه اټکل شوي شدت وړاندوينه کوي…“ خو د طبابت د برخې د متخصصانو بله ډله بيا د احتياط غوښتنه کوې او وايي د دې ادعا د ثابتولو لپاره نورو څېړنو او ثبوتونو ته … نور ولولئ
خوندیتوب

ورځ تر بله د کورونا نښو نښانو تشخيص

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ مخکې له دې چې تاسو دوام ورکړئ دا په یاد ولرئ چې دا یوازې د دننه ځان ارزونې لپاره عمومي بیاکتنه ده او امکان لري له یو انسانه بل ته توپیر ولري. که ښه احساس نه لرئ، نو باید زر د یو متخصص ډاکټر یا مشاور ته ورشئ، چې دقیق تشخیص او د کورونا لپاره ستاسو سمه درملنه وکړي. عامې ورځنۍ نښې نښانې په ۱۳۸ ناروغانو کې د ووهان پوهنتون د زونګنان … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

نړۍ او کرونا؛ په نړۍ کې د ویروس بل، خو تر ټولو لوړ شمېر ثبت شو

خبریال: فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ مثبتي ورځنۍ پېښي په دې وروستۍ اونۍ کي له یو لک اوښتي او هره ورځ تر ۱۲۰ زرو ډېري پېښي ثبتیږي. تېره ورځ ناوخته په ټوله نړۍ کي تر بله هر وخت د ویروس تر ټولو لوړ شمېر ثبت سو، چي تر ۱۳۰ زرو ډېري مثبتي پېښي وې. تردې وړاندي تر ۱۲۶ زرو او ۱۲۷ پوري په یوه ورځ مثبتي … نور ولولئ
خوندیتوب

د ظهير خان مېرمن د خپل خاوند د شخصيت دا اړخ نه خوښوي

خبريال: مدثر دعوت د زهيرخان مېرمن سګاريکا کاټيج د خپل خاوند د شخصيت یوه برخه نه خوښوي. د هندوستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تېز توپ اچوونکې زهيرخان او د باليووډ سېنما فلمي ستوري سګاريکا د لومړي ملاقات پنځه کلونه کېږي، خو د واده يې درې کلونه پوره شوي دي. د دوی مينه، ژوند او ملګرتوب يو مثال دی، پياوړي اړيکې يې هر کله عام خلک ستايي او د دې غورې جوړې څخه متاثره دی. سګاريکا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

کرونا؛ په هېواد کي د ویروس له خپرېدلو سره د حکومت نوې پرېکړې

خبریال: فضل الله فضلي تېره ورځ په هیواد کي د کرونا ویروس یا کوایډ ۱۹ تنفسي ناروغۍ ۹۱۵ مثبتي پېښي ثبت سوې او د نن نوي مثبتي پېښي ۵۸۲ دي. د تېرې ورځي مثبتي پېښي په هیواد کي د ویروس تر ټول وخت لوړ ثبت دئ. د نن ۵۸۲ مثبتو پېښو د ثبت ترڅنګ ۶۸ تنه روغ سوي او ۱۸ تنه بیا له ویروسه مړه سوي دي. له دې سره په هیواد کي د کرونا … نور ولولئ