ټولنیز ژوند

د وینې ورکولو په اړه ۱۰ لارښوونې

ژباړه: ملیحه ناصري هر وخت مو چې د وینې ورکولو تکل درلود، باید دا لارښوونې هرومرو په پام کې ونیسو: ۱- تر وینې ورکولو مخکې اوبه څښل ځینې وخت تر وینې ورکولو وروسته، سړی د ګیچوالي او کمزورۍ حس کوي، حتا ځينې کسان بې هوښه کېږي. د دې خبرې اصلي لامل د وینې د فشار ټيټېدل دي. که تر وینې ورکولو دمخه یو ځل د شپې او بیا د وینې ورکولو پر سهار ډېرې اوبه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په دې وختونو کې د نجونو ژوند هم د کرونا ښکار شوى

لیکنه: صدیقه پوپلزۍ داسې ډېرې کورنۍ شته چې خپل لور یا خپل خور یا هم د کورنۍ هر غړی چې وي په کم عمر کې ودوي. دا ودونه ځینې یې دلیلونه لري، لکه د دښمني لپاره یا هم وایي چې د هغه په نامه ده، ښه دی چې ژر یې واده کړو یا هم د خراب فکر له امله خپل لور ژر ودوي، چې یې له خپلې غاړې خلاصه کړي، نه یې مکتب ته پرېږدي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د اروايي سکون او خوښۍ راز

ژباړه: عایشه حیدري ژوند کول دومره هم اسانه نه دي چې مونږ فکر کوو، ځکه ځینې وختونه ژوند دومره ستونزمن کېږي چې مونږ هیله لرو چې کاش تر زېږېدو وړاندې مو د خپل ژوند یو تجربوي پړاو هم درلودلی، تر څو د ژوندانه د ستونزو او ناخوالو جاج مو له وړاندې اخیستی وای، خو دا چې دغه چاره ناشونې ده نو بویه چې د ژوند لپاره ځانګړي اصول، تګلارې او منظم پلان و لرو، تر … نور ولولئ
پوهنه

ذهن او يوگاه

لیکنه: شرف الدین عظیمي نن د جون ۲۱مه د یوګاه ورزش نړیواله ورځ وه، دا ورځ له ۲۰۱۴م څخه وروسته د نړۍ په ګڼو هېوادونو کې نمانځل کېږي او د هند په وړانديږ نړیوالې ټولنې وړاندیز شوې وه او نړیوالې ټولنې هم منلې چې یوه نړيواله ورځ شي او اوس په ټوله نړۍ کې نمانځل کېږي. یوګاه ته د یوه طراحي شوي علمي سیسټم په سترګه کتلی شو، چې په بدن او ذهن کې راټول … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د ژوند انقلاب د خدای حکمت دی

ژباړه: نسیمه محمدي ژوند ډېر ساده دی، له هماغه لاس څخه چې یې اخلو، بېرته یې له هماغه لاسه ورکوو. د ځان په اړه چې هر ډول فکر/ اندېشه ولرو، راته په واقعیت بدلېږي. زه باور لرم، هر څوک زما په شمول، د ټولو هغه څیزونو لپاره چې په ژوند کې رامنځته کېږي، مسوول دي. هر فکر/ خیال چې زموږ له ذهن څخه تېرېږي، راتلونکې مو جوړوي. د خپل او نورو د ژوند په اړه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

تر رسمي دندې وروسته د روسیې د ولسمشر پوتین کارونه!

لیکنه: محمدصابر حمیدي د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د هغو کارونو نومونه واخیستل، چې له خپلو رسمي کارونو څخه یې وروسته د فراغت پر مهال کوي. ولادیمیر پوتین د روسیې له یوه ټلویزیون سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي، چې د فراغت پر وخت ورزش، مطالعه او یا هم موسیقي اوري. تر دې مخکې ډېر داسې راپورونه ورکول کېدل، چي پوتین د فراغت پر وخت یوازې ورزش کوي. پوتین ویلي وو، چې د سامبو … نور ولولئ
سپورټ

سویلي افریقا کې د کرکټ ۱۲ اوریزه لوبې وځنډول شوې!

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د درو لوبډلو ترمنځ په سویلي افریقا کې د کرکټ نوي فارمټ سیالۍ پلان کړې وې، خو د کورونا ویروس له امله وځنډېدلې. د رواني جولای میاشتې په ۲۷مه نېټه د سویلي افریقا کرکټ بورډ له لوري د دریو ځايي لوبډلو ترمنځ  د کرکټ ۱۲ اوریزه سیالۍ پیلیدې، خو د کورونايې ګواښونو له امله نامعلومې نېټې ته وځنډول شوې. د سویلي افریقا کرکټ بورډ په یوې خپره کړې اعلامیه کې … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په څو ګټورو تګلارو سره د وخت له بېځایه لګښت څخه مخنیوی

ژباړه: عطا محمد میاخېل یو له هغو پوښتنو څخه، چې تل ورسره مخ یو، دا ده چې څنګه د وخت له بېځایه تېرېدلو څخه مخنیوی وکړو او څنګه چلند وکړو، چې له وخت څخه ښه ګټه اخیستنه ولرو. دا مقاله به په دې برخه کې له موږ سره مرسته وکړي. موخې مو وپېژنئ په دې ځای کې زموږ منظور ستاسو ټولیزې موخې دي، څه د کار او څه د شخصي ژوند لپاره وي، مثلاً تاسو … نور ولولئ
پوهنه

ولې ځیني کسان ډیرې خبرې کوي یا خاندي؟ په اړه یې ارواپوه درسره غږیږي

مرکه: صدیقه پوپلزۍ د یاران درنو لوستونکو آیا داسې کسان مو لیدلي، چې ډېرې خبرې کوي، ډېر خاندي او په اصطلاح نور ترې په عذاب وي؟ نن د همداسې یوې اروايي ګډوډۍ اړوند له استاد شرف الدین عظیمي سره غږېدلې یم. د دې موضوع فکر هله راته پيدا شو، چې د یوې بلې مرکې په موخه د استاد دفتر ته راغلې وم، هغه مهال له یوې ښځې سره معرفي شوم چې خپله لور یې استاد … نور ولولئ
سپورټ

د بنګله دېش پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په کورونا اخته شوی!

د بنګله دېش هیواد د کرکټ ملې لوبدلې پخوانی لوبډلمشر مشرفي مرتضی هم په وژونکې ناروغۍ(کورونا ویروس) اخته شوی. د راپورونو له مخې هغه د تیري پنجشبنې راهیسې سخته تبه درلوده، چې له هغه وروسته یې ځان ټیسټ کړ او پایله یې مثبته وختله. مشرفي مرتضی د ۲۰۰۰م کال څخه د بنګله دېش کرکټ ملې لوبډلې لپاره بیلابیلې سیالۍ ترسر کړې او د کپتانۍ په ټوله موده کې د بنګله دېش لپاره تر ټولو بریالی … نور ولولئ