ټولنیز ژوند

نارسېزم يا پر ځان مينېدل

مرکه: صدیقه پوپلزۍ مور یې په سپین سر ناسته وه او هرې خواته یې حیران حیران کتل، ویل یې زوی مې راوستلی له هېچا سره جوړ نه راځي. له ټول کلي سره یې دښمني راخیستې، په خسرخېلو کې له ټولو څخه ځان لوی ګڼي، په مېرمنه ظلم کوي، ډاکټر ته نه راته، ویل یې زه له ډاکټره ډېر پوهېږم، په هېچا کې هم ری نه وهي، فکر کوي، چې ډېر مهم او لوی سړی دی، … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تمرکز مو نه پرېږدي چې خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو مصرف کړئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري تمرکز کول یو قدیمي تکنیک دی چې په آیکیدو کې (جاپاني رزمي دفاعي هنر د روح د هماهنګي په مانا) ډېر دود دی. دا تکنیک تاسو ته زده کوي چې په اوس او پر همدې ځای تمرکز وکړئ او خپله انرژي په بهرنیو او منفي افکارو باندې مصرف نه کړئ. همدارنګه مرسته درسره کوي چې په استواره او پایداره شرایطو پاتې شئ. مفهوم څخه په ګټه (چې د روح په مانا، … نور ولولئ
خواړه

د خېټې او بدن د غوړو او اضافي غوښو د ویلې کولو په اړه څو مهم ټکي

ژباړه: عایشه حیدري په نننۍ نړۍ کې ټول انسانان د ښکلا او ښایست په لټه کې دي، خو د ښایسته او مناسبه اندام پرته ښکلا هېڅ مانا او هېڅ ارزښت نه لري. که د یو انسان د بدن ټول غړي روغ وي، خو لویه خېټه او بې ډوله چاغ بدن ولري، نو داسې انسان ښکلی او مناسبه اندام نه شي لرلای، د دې ترڅنګ لویه خېټه او د ګېډې اړخونه د انسان روغتیا ته هم … نور ولولئ
په زړه پورې

د ماسک نه اچولو له امله، یو مسافر له زېنو وغورځول شو

په ” هسپانیه ” کې د اورګاډي امنیتي ساتونکي تر بحث وروسته یو مسافر له پوړیو لاندې غورځولی. د ساتونکي په وینا، نوموړي مسافر له ماسک لګولو ډډه کړې وه. د څرګندونو له مخې د هسپانیې د “بارسلونا ” زیر زمیني اورګاډي تمځای کې امنیتي ساتونکي مسافر پورته کړ او له پوړیو (زینو) نه یې لاندې وغورځاوه. د پېښې شاهدان وایي، دغه سیکیورټي ګارد چې کله مسافر ته د ماسک لګولو لارښوونه وکړه؛ نو مسافر … نور ولولئ
افغانستان

ولسمشرغني: د تنفسي الو په اړه د راپور هرکلی او کلک ملاتړ يې کوم

راپور: بشر درویش افغان ولسمشر پر عامې روغتيا وزارت د وروستيو تورونو په غبرګون کې ويلي، د شفافيت رامنځته کوونکو خبري راپورونو هرکلی او ملاتړ کوي. نوموړي دا خبرې د افغانستان اقتصادي عالي شورا په غونډه کې کړي دي. ارګ ددې غونډې په اړه یوه خبرپاڼه کې ويلي؛ د عامې روغتیا وزارت سرپرست ډاکتر محمد جواد عثماني د ټولو مصنوعي تنفسي الو د موجودیت په اړه خپل راپور اقتصادي عالي شورا ته وړاندې کړ. هغه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په خپل ژوند کې د لنډمهاله او اوږدمهاله او یا تلپاتې استرس علت وپېژنئ

ژباړه: نجم الرحمن ناصري  لومړنی ګام د استرس د مدیریت لپاره دا دی چې پوه شو دا احساس له کوم ځایه پیدا شوی دی. یو د خاطراتو دفتر جوړ کړئ او هغه موارد چې پکې استرس درته پیدا کېږي یادداشت کړئ، چې په خپل ژوند کې د لنډمهاله او اوږدمهاله او یا تلپاتې استرس علت وپېژنئ. کله چې دا پېښې یادداشت کوئ، فکر وکړئ چې ولې دا موقعیتونه تاسو لپاره د استرس پیدا کېدلو لامل … نور ولولئ
سپورټ

د نړۍ نوموتی ټینس لوبغاړی هم په کورونا اخته شوی

لیکنه: محمدصابر حمیدي د نړۍ د نوموتي ټینس لوبغاړي نواک جوکوویچ د کورونا پایله مثبته ختلې او دا تکړه لوبغاړی هم په دې ویروس اخته شوی. د ادریا په نامه د نواک جوکوویچ په نوښت په دې وروستیو کې د ټینس لوبې پیل شوي وې او یو شمېر نوموتو نړیوالو لوبغاړو، لکه زورف، سیلیک، ټیم، دیمیتروف او نورو لوبغاړو پکې برخه اخیستې وه. د دې ترڅنګ اټکل دا و، چې دا سیالۍ د بالکان نورو … نور ولولئ
خواړه

سهار په نهاره يو ګیلاس اوبه څښل د وزن په کموالي کې مرسته کوي

ژباړه: نسيمه محمدي د جاپاني څېړونکو په باور، موږ روزانه د څو ګيلاسه اوبو څښلو ته اړتيا لرو، چې وکولاى شو په سمه توګه خپل وزن کم کړو. د مډيکال رو په حواله، د جاپاني څېړونکو په اند، د خوب څخه تر ويښېدلو سمدستي وروسته بايد، چاى، قهوه يا يو ګيلاس اوبه وڅښو. وروسته خپل مخ، خوله او لاسونه ووينځو. د جاپاني څېړونکى د لارښوونو سره سم، د يوه ګيلاس اوبو څښلو څخه، پنځه څلوېښت … نور ولولئ
سپورټ

جالبه؛ پرون یې د کورونا پایله مثبته، خو نن بیا منفي شوه

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي محمد حافظ وروسته له هغه نن چهارشنبه خپل د کورونا ټیسټ وکړ، چې پرون یې پاکستاني بورډ په کورونا د اخته کېدلو خبر خپور کړ. د پاکستان کرکټ بورډ پرون خبر ورکړ، چې پاکستانۍ لوبډلې د کورونا ټیسټ ورکړ، چې د محمدحافظ په ګډون د دې لوبډلې د ۱۰ تنه لوبغاړو پایله مثتبه وخته. یاد لس لوبغاړي شاداب خان، حارث روف، حیدرعلي، محمد حافظ، فخر زمان، عمران خان، … نور ولولئ
سپورټ

پاکستان ته بد خبر؛ ددې هیواد ۱۰ کرکیټران په کورونا اخته شوي!

ټاکل شوې پاکستان او انګلستان کرکټ ملې لوبډلې د انګلستان په کوربتوب له اوږده ځنډه وروسته یو د بل په وړاندې درې شل اوریزه او درې بیا ټیسټ لوبې ترسره کړې. د همدې سیالیو په موخه پاکستان کرکټ ملې لوبډله د روانې جولای میاشتې په ۲۸مه نېټه انګلستان ته سفر کوي. پاکستان کرکټ بورډ خبر ورکړ، چې انګلستان ته تر تګ مخکې پاکستانۍ لوبډله به دوه ځلې د کورونا ټيسټ ورکړي. په همدې موخه لومړی … نور ولولئ