بریا او پرمختګ

په عمر ۵۲ کلنه، خو په څېره ۲۰ کلنه مېرمن

ژباړه: عایشه حیدري د دې خبرې په اورېدلو به حیران شوي یاستئ، چې څنګه شونې ده چې د یوه چا عمر دې ۵۰ کاله او څېره دې یې د ۲۰ کلنې پېغلې وي، خو دا د حیرانتیا خبره نه ده، ځکه په نړۍ کې ځينې داسې خلک شته چې تر خپل حقیقي عمر، ډېر زیات ځوان ښکاري، او په لیدو یې داسې فکر کېږي چې دغه تن به ۱۸ یا ۲۰ کاله عمر لري. حقیقت … نور ولولئ
خوندیتوب

وبایي ناروغۍ انسان ته زیان، خو طبیعت ته ګټه لري

ژباړه: نسیمه محمدي څېړونکو د جلغوزیو د ونو د ودې د څېړلو سره، د ۱۶- ۱۷ پېړۍ د طاعون ناوړه پایلو ته لاسرسی پيدا کړ. څېړونکو د ۱۰۰۰ څخه د زیاتو لرغونو ونو تر څېړلو وروسته وکولای شول، په ۱۶- ۱۷ پېړیو کې، د اروپا په سویل کې د انسان اوږدمهاله کم فعالیت وپېژني، چې د وبایي طاعون او د سیاسي – ټولنیزو او ناپایدارۍ ویاندويي کوي. د آلپ د غرونو د جلغوزیو ونې چې … نور ولولئ
افغانستان

افغانستان او ګډ تعلیم؛ هغو نجونو ته چې نوې پوهنتون ته بریالۍ شوي – ملیحه ناصري

لیکنه: ملیحه ناصري د افغانستان زده‌کړیز سیسټم له ځينې نورو هېوادونو سره توپیر لري. دلته ښوونځي (لومړني/ ثانویه) فرق کوي. ټيټ ټولګي ګډ وي، خو د لېسې دورې چې دننه شي، بیا نو نجونې نسوان لیسو ته او هلکان، ذکور لیسو ته ځي. د دوی زده‌کړیز چاپېریال سره جلا کېږي او تر ځوانۍ یو له بله لرې پاتې کېږي. چې په دې سره د اسلام تر څنګ، فرهنګ/ کلتور، ټولنیز دودونه، کورني بندیزونه ټول مراعات … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

تعصب او تنگ‌نظري

ژباړه او راټولونه: صدیقه پوپلزۍ تعصب څه دئ؟ تعصب هغه باور یا چلند دی چې په حق یا ناحقه په ډېر شدت او وحدت سره د هغه ډلې حمایت، ملاتړ او ورسره درېدلو ته وایي چې انسان ورسره په کورنۍ، نسب، ژبه، قبیله، وطن، جغرافیایي موقعیت، سمت، مذهب، تنظیم حزب او داسې نورو کې اشتراک او ګډون ولري. تعصب د پوهانو له نظره خپله هڅه دوه‌چنده کول، کله چې مو موخه هېره کړه. (جورج سانتانایا) … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د یوې نیوکې شل ځانګړتیاوې وپېژنئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل نیوکه د هڅولو، زده‌کړې، پراختیا، د پیاوړ اړیکو د رامنځته کېدلو، د معلوماتو د ادلون او بدلون، اغېز ښندلو او ویښتابه لپاره یوه وسیله ده. د نیوکې له پایلو څخه د ګټه اخیستنې لپاره، عملي تګلاره یې له لاندې شلو سپارښتنو څخه زده کړئ. ۱ ـــ له نیوکې څخه هرکلی له هرې دندې سره نیوکې مل وي، توپیر نه کوي، چې ولسمشر، ښوونکی، بانکي کارکوونکی او یا دولتي مامور واوسئ. ستاسو … نور ولولئ
په زړه پورې

د فیسبوک مشر: خیر دی ماسک واغوندئ، کرونا بیا چټکه خپریږي

راپور: بشر درویش د فیسبوک کمپنۍ مشر مارک زوکربرګ له خلکو غوښتي چې ماسک واغوندي او ځان وژغوري. نوموړي له خلکو هیله کړې چې په دې کار سره به له خپل هیواد سره ښه وکړي. مارک زوکربرګ له خپلې میرمنې سره جوړه عکس داسې مهال ایستلی چې ښکاري دواړو ماسکونه اچولي دي. ښاغلي زوکربرګ لیکلي: «د مهربانۍ له مخې ماسک واغوندئ. کویډ۱۹ بیا چټک خپریږي، او ماسک له خلکو سره مرسته کولی شي چې روغ … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

دېرش ټولنیز نزاکتونه

 ژباړه او زياتونه: مليحه ناصري ټولنیز نزاکتونه او عادتونه له کورنیو عادتونو سره توپیر لري. هغه کار چې کور دنننه امکان لري، شوني نه ده چې هغه د دباندې هم وشي. ځينې ټولنیز عادتونه شته، چې د انسان خپل دریځ خرابوي، باید پام ورته وشي او اصلاح شي. ۱- نورو کسانو ته ځير کتل؛ په ځانګړي ډول د ډوډۍ خوړلو پر وخت ښه کار نه دی، باید تکرار نشي. ۲- د نورو خبرې په نیمايي … نور ولولئ
پوهنه

کرونا وایروس او د زده‌کونکو ستونزې

لیکنه: عایشه حیدري د تېر ۲۰۱۹ زېږدیز په ډېسمبر کې د کرونا وایروس یا کووېډ ۱۹ لومړنۍ پېښې د چین په وهان ښار کې ولیدل شوې، او تر هغه وروسته دغه وبا په چټکۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ کابو ټولو هېوادونو ته خپره شوه چې تر دې مهاله په دغه وایروس تر لس میلیونو ډېر انسانان اخته شوي او تر ۵ لکه تنو زیات انسانان یې وژلي او د نړۍ اقتصادي، روغتیايي او … نور ولولئ
افغانستان

د وحید عمر په مشرۍ بیا کروناضد عامه پوهاوی پیلیږي؛ پخوانی حساب او څه اړتیا؟

لیکنه: بشر درویش د افغانستان حکومت تازه ویلي چې یو ځل بیا د کرونا ویروس سره د مبارزې په موخه عامه پوهاوی پيلیږي. دا خبره د افغانستان د کابینې په غونډه کې شوې ده. یاد ناسته کې که څه هم د وحید عمر نوم نه دی اخیستل شوی، خو دا چې پخوا یې دا اداره او پروسه رهبري کوله، نو اوس به هم حتماً همدا مسوولیت لري. ارګ ویلي دا غونډه پرون دوشنبه جوړه شوې … نور ولولئ
خواړه

د معدې ټپ او زیان رسوونکي خواړه

ژباړه: عایشه حیدري  روغتیا پاچاهي ده، کله چې انسان روغ وي له ژوند څخه خوند اخیستلای شي او د خپل ژوند چارې سمې پر مخ وړلای شي، خو که چېرې یو څوک ناروغه وي د ژوند یوازینۍ هیله یې د همغې ناروغۍ ښه کېدل وي او نور ژوند ورنه شاته پاتې کېږي. داسې ډېرې ناروغیانې شته چې ډېرو انسانانو ته عذاب ورکوي او د ډېرو انسانانو ژوند یې ور تریخ کړي دی، د دغو ناروغیو … نور ولولئ