ټولنیز ژوند

امریکا؛ د ځانوژنې په پېښو کې ۵۷سلنه ډېروالی

واشنګټن: د (روزنامه نړۍ) پر بنسټ؛ په امریکا کې په یو عشریه موده کې لس۱۰ کلنۍ څخه تر ۲۴ کاله کم عمر لرونکي ماشومانو او ځوانانو د خودکشی یا ځانوژنې په پېښو کې ۷۵سلنه ډېروالی راغلی دی. د یاد راپور په اساس، امریکا د ناروغيو د کنټرول او مخنيوي مرکز (سي ډي سي) اعداد او شمیره کې معلومه شوې چې د ۲۰۱۷ څخه د ۲۰۱۸ په جریان کې د ځانوژنې کچه ۵۷ سلنه ته رسېږي. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د جمعې ورځ؛ د سورت الکهف او یاسین تلاوت، ځانګړتیاوې او فضیلتونه

الله سبحانه وتعالی د خپل قدرت په واسطه ټول کاینات خلق کړي، چې ځینو ته یې په ځینو نورو باندې برتري ورکړي ده. اوه ورځې یې پیدا کړي، چې په نورو ورځو یې جمعې ورځ ته فضیلت ورکړی. د جمعې د فضلیتونو او اهمیتونو په منځ کې، دا په ځانګړي ډول د یادونې وړ ده، چې د اوونۍ په ټولو ورځو کې سوره په قران کریم کې یوازې د جمعې په نوم نازل شوی. الله … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

څو اړينې سپارښتنې، چې ماشومان له ښکنځلو راګرځوي

ژباړه: شپنه سلګۍ ۱- هېڅکله دې مور او پلار خپلو ماشومانو ته او د هغوی مخکې ښکنځل نه کوي. ۲- کله چې ماشوم ښکنځل وکړي مور او پلار دې نه پرې خاندي، بلکې د دا ډول ژبې کارولو په اخلاقي زیانونو او بدوالي دې یې پوه کړي. ۳- د داسې فلمونو او کارټونونو له کتلو او ګېمونو له کولو دې منعه شي، چې ښکنځل په کې شوي وي. ۴- د ښکنځلو کولو په صورت کې … نور ولولئ
خوندیتوب

چین د روسيې د کورونا ضد درمل تایيد کړل

ژباړه: حنیفه مومند چينايي پوهانو د تريازوارین په نامه د کورونا ضد درمل تایيد کړل. د راپورونو پر اساس، والري چاروشين د روسیې د علومو د اکاډمۍ معاون وایي، چې چينایي څېړونکو د کويډ- 19 ناروغۍ درمل له يو لړ څېړنو وروسته تایید کړل. څه موده وړاندې خبر ورکړل شوی و چې د سر کنسول په غوښتنه د چین یکاترینبورګ د فبرورۍ په مياشت کې دا درمل د آزمايښت لپاره، چین ته لېږلي وو. تربازوارین … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ژوند شېبې؛ د انسان غوښتنې په لاشعوري توګه انتقال مومي

لیکوال: محمد مصطفی سمون راځﺉ د ژوند شېبې مو د حقپالنې په ډنډ کې رنګینې کړو؛ ترڅو د بشر د حق غوښتنې او حق مننې په جام کې د هیلو کاروان روان وساتلی شو. موږ تل د خیر پر ځای د شر خوا نیولې وي. د انسان خلقت اصلاً د خیر او ښېګنې په بناء شوی، چې خپلې دروني غوښتنې د حقایقو په هندارو کې وویني. انسان ولې د ژوند زاویې په ځان تنګوي او … نور ولولئ
په زړه پورې

د کرونا ویروس مثبتي پېښي له ۳۰ مېلیونو واوښتې، هند او امریکا يې ډېر ځپلي

خبریال: فضل الله فضلي د نن د نویو ثبت سوو پېښو سره، په نړۍ کي د کرونا ویروس مثبتي ثبت سوي پېښي تر ۳۰ مېلیونو واوښتې. د دې وبا ورځنۍ پېښي تر ۳ لکو رسېدلي دي. اوس مهال په نړۍ کي تر ټولو ځپل سوي هیوادونه لومړی امریکا، ورپسې هند او بیا برازیل او روسیه هیوادونه دي. آمریکا کي په ویروس د اخته سوو کسانو شمېر ۶،۸ مېلیونو ته رسېدلی، چي پدې کي څه باندي … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

لس هېوادونه چې وګړي یې لوړ قدونه لري

ژباړه: عایشه حیدري د نړۍ د نړۍ د ډېرو انسانانو په اند لوړ قد د ښکلا لپاره اړین دی او د ښایسته اندام یو لوی راز او نښه لوړه ونه (قد) لرل دي، خو یاد مو وي چې هېڅ انسان له زېږېدو سره سم د لوړې ونې یا قد لرونکی نه وي او له مور او پلار څخه ارثي او جنیټيکي خواص ارومرو ماشوم ته انتقالېږي چې د ماشوم په قد او د بدن په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر انسان د چاپېریال اغېزه مرګونې پایلې لري

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ غوره او سوکاله چاپېریال یو له هغو څیزونو څخه دي چې د انسان نېکمرغي په دنیا او اخرت کې ګڼل کېږي. چې انسان د خپل روح او ځان روزنه پکې سرته ورسوي. سره له دې د انسان اصلي دنده د ځان ساتل دي چې دا کار پرته له یوه ارامه چاپېریاله ممکن نه دی. نو په همدې ډول د یوه ارامه روح لرل هغه وخت شونې دي چې جسم هم ارامه و … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د انسانانو اړتياوې؛ د انانیت په لومو کې نه ایسارېدونکی کس بریالی دی

راټولونه: صدیقه پوپلزۍ  د انسانانو اړتیاوې ډېرې دي، لکه مینه، ښه ژوند کول، آزادي، تفریح او له ژوند څخه خوند اخیستل همداسې نور شیان هم دي. که زموږ له اړتیاوو څخه هره یوه یې پوره نشي زموږ د خپګان سبب کېږي، ځکه چې ټول انسانان غواړي ښه او په ارامه ژوند ولري، خوښېږي یې چې پرمختګ وکړي، غواړي ژوند کې رښتنې مینه ترلاسه کړي، هېڅ انسان نه غواړي چې قید و اوسي تل غواري ازاده … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د مینې شل رازونه؛ یو پر بل سخت‌ګیري مه کوئ

ژباړه: عطا محمد میاخېل د مینې لومړی راز د مینې راز په تواضع کې دی، دا صفت د تظاهر نښه نه ده، بلکې د پیاوړي احساس او تفکر ښکارندویي کوي. د دوو کسانو ترمنځ، چې له یو بل سره مینه لري. د تواضع د ویالې د غاړې د هغه آرامه او هوسا ځای په څېر دی، چې د مینې او محبت چینه هغه ترو تازه ساتي. د مینې دویم راز د مینې راز په متقابل … نور ولولئ