ټولنیز ژوند

غلاوې؛ هره ګړۍ پر ټولنیزو رسنیو د انسان وژنې یو راپور خپرېږي

افغانستان له څو لسیزو راهیسې د جګړو ښکار و، لا هم دی؛ خو اوس یې هر وګړی د غلاوو له ډېروالي او په نورو پلمو له انسان‌وژنې کړېږي. له ولایتونو رانیولې چې ډېری کورنۍ د ناوړه پېښو قربانیان دي، په پلازمېنه( کابل) کې ورځ تر بلې د غلاوو او وژنو کچه لوړېږي. دلته په ډېریو سیمو کې په هره ګړۍ یا نیم ساعت کې یوه د غلا قضیه ثبتېږي. د کابل استوګن کسان تر سخت … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

څنګه يوه مېرمن د خپل خاوند پام ځانته اړولی شي؟

ليکنه: شپنه سلګۍ دا یوازې تاسې نه ياست چې په ګډ ژوند کې له دې ډول پوښتنې سره مخامخ کیږئ، بلکې ستاسې په څېر ډېرې داسې مېرمنې شته چې غواړي د خپل خاوند سره د میني کنګل شوې دنیا د اُنس په ځاله بدله او ډېر ځله له دوی سره دا پوښتنه را پیدا کیږي چې؛ ولې تر اوسه پورې دوی په دې نه دي توانېدلي چې د خپل خاوند سره د ژوند اړوند ستونزو … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

۱۶ ورځي وروسته، د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې اجازه ورکول کیږي

خبریال: فضل الله فضلي له څه باندي ۷ میاشتو ځنډ وروسته د مسجدالحرام دروازې خلاصي سوې او د سعودي اوسېدونکو ته د عمرې او زیارت اجازه ورکول سول. د سعودي د کورنیو چارو وزارت ویلي وه، چي د نوومبر په لومړۍ او د ربیع الاول پر ۱۵ نېټه به سعودي د نړۍ مسلمانانو ته د عمرې کولو اجازه ورکړي. سعودي لومړی هغه هیوادونه په نښه کوي، چي د کرونا وبا پکښي لږ ده. سعودي په … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ژوند عادت دی، خو دوه ډوله!

لیکنه: عصمت الله صالح تقریباً شپږ کاله مخکې چې کابل ښار ته د زده‌کړو لپاره راغلم، ښار، ښاریان، علمي مراکز او هر څه راته پردي ول؛ د خلکو راکړه ورکړه، ټولنیز ژوند او فعالیتونه مې نوي لیدل او احساسول، ځکه نو ډېرې داسې ورځې راغلې چې په پوهنتون کې به کوم کونج ته شوم، تر ونه لاندې به کېناستم او خورا ډېر به مې وژړل. ملامت نه وم ځکه کلی او کورنۍ مې یادېدل. مګر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خپګان نښې؛ ورځنیو چارو ته لېواله نه وي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري د ژور خپګان لاملونه او نښې ډېرې دي. تر ټولو اړینه خبره دا ده چې لومړی پر دې پوه شو چې کومې نښې، کومې کړنې او څه ډول چلن راته جوتوي چې ژور خپګان لرو یا یې نه لرو.  د افسرده‌ګۍ عمده نښې دا دي که چېرې دا نښې تاسو کې وي، لږ ځان ته ډېره پاملرنه وکړئ، اندېښنه مه کوئ او درملنې ته یې ځان جوګه کړئ. -د خوب … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ژور خپګان؛ عام لاملونه یې

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري لکه څنګه چې ټولو ته جوته ده، یوویشتمه پېړۍ د ژور خپګان ډېره شاهده ده. ډېری کسان په ښکاره او پټه له ژور خپګانه کړېږي. ځينې وخت په رښتیا هم ژور خپګان په خپل ټول ځواک سره زموږ ورځنۍ چارې دومره تر اغېز لاندې راولي چې یوه یې هم په سمه توګه نه شو پوره کولی؛ خو د بحث وړ خبره دا ده چې دا خپګان ولې او له کومه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د پرېکړې له امله ذهني ستړیا

ژباړه: صدیقه پوپلزۍ لکه څنګه چې زموږ عضلات د ډېر سخت کار کولو څخه ستړي کېږي، نو دماغ هم د ډېرې پرېکړو کولو وروسته د ورځې په اوږدو کې ستړي کېږي. چې دې ته Decision Fatigue وایي. موږ په دوامداره توګه پرېکړې کوو، او د هرې پرېکړې سره، موږ یو ګام د پرېکړې ستړیا ته نیږدې کېږو. زموږ د ژوند ټولې پرېکړې مهمې نه دي، مګر هر څوک زموږ له مغزو څخه انرژي اخلي، د … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

یوه ۶۵ کلنه مېرمن په ۱۴ میاشتو کې ۸ ځله مور شوه

د هندوستان په بهار ایالت کې یوه ۶۵کلنه مېرمن په ۱۴ میاشتو کې ۸ ځله او بله یوه مېرمن په ۹ میاشتو کې ۵ ځلې مور شوې، خو دا څنګه امکان لري؟ دا پېښه د هندوستان د بهار ایالت په “مظفرپور” سیمه کې شوې، چې په هر چا یې د ډېرې حیرانتیا له امله سر ګرځولی دی. د ایالت روغتیایي ریاست ته هم تر هغه وخته ناڅرګنده وه، کله چې ۶۵ کلنه “لیلا دیوې” په … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

په هند کې د نوې زېږېدلې نجلۍ بې رحمانه وژنه

راپور: نسیمه محمدي د هندي پولیسو په وینا، د یوې دوه ورځنۍ نوزېږدي ماشومې جسد، چې د غوښې پېچ ته ورته وسیلې سره سل ضربې خوړلې وې، د یو معبد تر څنګ وموندل شو. د بوپال ښار کې پولیسو د سپټمبر په ۲۴مه د دغه نوې زېږېدلې نجلۍ جسد چې بدن یې سوری سوری شوی وو، لیدلی وو او د قتل په اړه څېړنې پیل کړې. د دغه قضیې سره لیدل کېږي، چې دا درېیمه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

پنځه هغه مېوې چې خوړل یې معجزه کوي

ژباړه: عایشه حیدري که چېرې د مېوو نړۍ وڅارو هره مېوه ځانګړې ځانګړنې لري، خو يوه ځانګړنه چې د مېوو ترمنځ مشترکه ده هغه ځانګړنه دا ده چې د ټولو مېوو خوړل په طبیعي ډول د بدن د سړېدو لامل ګرځي او د ویټامینونو او کاربوهايډرېټو ښې سرچینې دي. د مېوو دغه ګډه ځانګړنه د بدن په وده او پياوړتيا کې ډېره مرسته کوي. دا چې مېوې د نړۍ تر ټولو خوندور خواړه دي، بې … نور ولولئ