بریا او پرمختګ

په ګېنس د چینايي ځوان سخت او حیرانوونکی ریکارډ

راپور: نسیمه محمدي یوه چینایي ځوان، د شاتو د مچیو سره د مخ او بدن په پوښلو وکولای شول، په ګېنس کتاب کې نوی ریکارډ ثبت کړي. د راپورونو پر اساس، ځوان چینايي ژوان لیانګ مینګ، وکولای شول خپل بدن د ۶۳ کیلو څخه زیاتو مچیو سره وپوښي. دا رقم د ۶۳۷ زره مچیو د شمېر سره برابر دی. نوموړي د ځان په لور د مچیو د جذب لپاره د ۶۰ ملکو مچیو کار واخیست. … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

پر خپل ارزښت پوهېدل

ژباړه او زیاتونه: نجم الرجمن ناصري ډېری وختونه موږ خپل ارزش د خلکو د کړو وړو په څرنګوالي او هغه بریاوو کې، چې ترلاسه کړي مو دي، ګڼو. مهمه خبره دا ده چې کېدای شي دا موضوعات بدلون وکړي. که تاسو خپل ارزښت د خلکو په کړو وړو کې ولټوئ که چیرې هغوی له تاسو سره بد چلند وکړي او ضرر در ورسوي یا تاسو ناهیلي کړي، هغه وخت به دې بې ارزښتۍ احساس کوئ. … نور ولولئ
خواړه

کیله؛ حیرانوونکې ګټې یې

ژباړه: نجم الرحمن ناصري کیله د روغتیا لپاره ډېرې ګټې لري چې له هغو یې د روان روغتیا، انرژي او دفاعي سیستم سره مرسته، د کمخونۍ مخنیوی، د معده د زخم مخنیوی د سهارنیو ناروغیو تسکین او همدارنګه له شکر ناروغۍ څخه مخنیوی کوي. په هر ۱۰۰ ګرامه کیله کې په لاندې کچه معدني مواد شته: انرژي ۱۰۰ کالوري، ۷۰ ګرامه اوبه، ۸ ګرامه پروتین، ۲ ګرامه غوړ، ۸ میلي ګرامه کلسیم، ۲۵ میلي ګرامه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د قطر دوحې په هوایي ډګر کې د ښځینه مسافرو فزیکي معاینه کېدو څېړنه

قطر اعلان کړی، چې دوی به د دوحې په هوایي ډګر کې د ښځینه‌وو مسافرینو فزیکي معاینې ترسره او د پېښې څېړنه وکړي. د قطر څخه روانېدونکو لسو الوتکو د ښځینه مسافرینو فزیکي معاینات وروسته له هغه وشو، چې د قطر دوحې په هوایي ډګر (دوړبن) کې یوه نوي زیږیدلي ماشومه (نجلۍ) موندل شوې وه، په یادو معاینه شویو مېرمنو کې یې ۱۸ اسټرالیایي مېرمنې هم شاملې وې، چې له امله یې د آسټرالیا حکومت … نور ولولئ
افغانستان

ملګري ملتونه: روان کال په افغانستان کې د ملکیانو مرګ‌ژوبله کمه شوې

ملګرو ملتونو په خپل نوي راپور کې ويلي چې د روان کال په لومړيو نهو میاشتو کې ۲۱۱۷ افغان ملکیان وژل شوي او ۳۸۲۲ تنه نور ټپيان شوي دي. په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سازمان استازي دفتر اعلان وکړ، چې د پږوسږ کال د همدې وخت په پرتله د ملکیانو د تلفاتو کچه ښکته راغلې ده. د ملګرو ملتونو د راپور پر بنسټ چې د سه شنبې پر ورځ د لړم په شپږمه … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د خوب ګولۍ د هالنډي سړي لپاره معجزه شوه

یو هالنډی تبعه، چې له تېرو اتو کالو راهیسې د غږېدو، خوړلو یا ګرځېدلو توان څخه محروم و، د «ایمبیین» په نامه د خوب ګولیو کارولو څخه یوازې ۲۰ دقیقې وروسته په هوښ راغلو. له «امسټرډیم» څخه ۳۹ کلن هالنډی شخص، چې د سر ټپي کېدلو له امله یې مغزو ضربه لیدلې وه، د طبي مجلې «کارټیکس» کارپوهانو لخوا په «ریچارډ» نومول شوی دی. «ریچارډ» د ۲۹ کلنۍ په عمر کې د غوښې خوړلو وروسته … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

اړيکې له څه شي اغېزمنېږي؟

مرکه: صدیقه پوپلزۍ ټولنیزې اړیکې د هر انسان مهم اروایي لوری ګڼل کېږي موږ ټول یوبل ته اړتیا لرو او پرته له ټولنیزو اړیکو به ژوند له ستونزو سره مل وي. ارواپوهان وایي چې د ډېری اروایي ستونزو لامل پۀ ټولنیزو اړیکو کې سستي ده هغوی چې پر کورنیو، صمیمي، او نورو اړیکو کې ستونزه لري ډېرځله یوازې پاتې کېږي او همدا یوازیتوب په راتلونکي کې اروايي ستونزو ته لار هواروي، ډېری کسان چې پۀ … نور ولولئ
کرونا

ایټالیا کي د کرونا وبا له امله نوي بندیزونه د تندو غبرګونونو سره مخ سوي

فضل الله فضلي په نړۍ کي د کرونا ویروس نوي مثبتي پېښي خورا په چټکۍ سره خپریږي او هره ورځ تر ۴۰۰ زره دېري پېښي ثبتیږي. ویروس په اروپا کي بیا چټک سوي او ددې وچي په ایټالیا هیواد کي تر ۲۰ ډېري ورځنۍ مثبتي پېښي ثبتیږي. د نویو پېښو په ډېرېدو سره حکومت نوي محدودیتونه لګولي، چي د عامو خلګو له سختو غبرګونونو او لاریونونو سره مخ سوي. لاريونونه د ایټالیا په ټولو ښارونو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د بېنډۍ زیانونه

ژباړه او راټولونه: عایشه حیدري بېنډۍ، بامیه او یا هم لېړوګان د ګټورو سبو په ډله کې شمېرل کېږي. بېنډۍ د A, C, B ویټامینونو غوره سرچینه ده. همدارنګه بېنډۍ په پریمانه کچه منګنز، کبالټ، کلسیم، فسفر، پوټاشیم او فیبر لري. بېنډۍ روغتیا ته ډېره ګته لري او هر انسان ارومرو باید په خپلو خوړو کې بېنډۍ ته ځانګړې ځای ورکړي. بېنډۍ د پریمانه ګټو ترڅنګ ځينې زيانونه هم لري، چې غواړو په نننۍ لیکنه … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

د وخت د مدیریت ګټه

ژباړه: عطا محمد میاخېل که هر څومره هڅه کوئ، نه شئ کولای، ټولو هغو کارونو ته چې تاسو ته سپارل شوي رسیده ګي وکړئ، نو په ډاډ سره ویلی شم، چې د وخت په مدیریت کې له ستونزو سره مخامخ یاست. د وخت مدیریت بریا ته د رسېدو تر ټولو غوره تګلاره د هغو کارونو د ترسره کولو لپاره، چې په اړه مو یې پروګرام جوړ کړی دی، تل وخت مو کمېږي!؟ داسې چې د … نور ولولئ