ژوند بڼه

د کورونا ترټولو ګړندی خپریدونکی نوی ډول B117 څه شی دی؟

د کورونا ویروس بدلون (نوې بڼه) په انګلستان کې په چټکۍ سره خپرېږي. ساینس پوهانو د SARS کوډ وایروس جینیتیکي تغیر شوې بڼې ته د B117 نوم ورکړی. په سپټمبر مياشت کې چې په برطانيه کې د کرونا وايرس کومه نوې بڼه کشف شوې، هغې کې په جنيټکي توګه ۲۳ بدلونونه يا ميوټيشنز نوټ کړای شوي. د وايرس دا نوې بڼه له ۵۰ تر ۷۰ سلنې چټکه خپريږي خو له دې سره سره د دې … نور ولولئ
خوندیتوب

یوه جرمني عالم د زړه د حملې او سکتې څخه د مخنيوي لپاره ۳ تګلارې وړاندې کړې

د جرمني پوهانو د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره درې نوې تګلارې اعلان کړې. د راپورونو پر بنسټ، الماني پوه ګرینيمایر د مغزي سکتې، شکر او نورو ناروغیو د مخنیوي لپاره چې کېدای شي د وينې د رګونو د بندیدلو له امله رامنځته شي، درې نوې تګلارې اعلان کړې. ګرینيمایر، د فوکس سره په خبرو اترو کې وويل: شریانونه هغه مهال بندېږي چې د وینې کوچنۍ ټوټې په التهابي جوړښتونو نښلېږي … نور ولولئ
ژوند بڼه

سعودي: نوی ویروس نشته، خو څیړنې کوو چې رښتیا معلوم کړو

د سعودي د عامې روغتیا وزارت ویاند د ډاکټر “محمد عبد العلي” په وینا په سعودي عربستان کې تر دې دمه د بل هیڅ ډول کورونا ناروغۍ راپور نه دی ورکړل شوی او هلته د نوي ډول کورونا ناروغۍ خبره بې اساسه دی. د عربي رسنیو په حواله، د سعودي عربستان د روغتیا وزارت ویاند ډاکټر “محمد عبدالعلي” ویلي، چې کارپوهان د کورونا د نوي ډول په اړه څیړنې کوي او د نوي وایروس جنیټیک … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ولې د خور او ورور اړیکه خرابیږي او څنګه یې ورغوو؛ له ارواپوه سره مرکه

د خور او ورور تر مینځ اړيکه خورا اړینه او بېل ارزښت لري، موږ ټول په خپل ورځني ژوند کې له یاد ډول اړیکو سره سروکار لرو او پۀ یو ډول ورسره مخ يو. ځکه ډېری انسانان يو يا څو ورونه او خويندي لري. دا د دې څرګندونه کوي چې، موږ ټول بايد د خویندو او وروڼو د اړيکو پر څرانګوالي پوه او رغولو کې یې پوره هڅه وکړو. د همدې ضروري موضوع په اړوند … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ځان وژنې له فکر څخه د خلاصون لارې چارې

ژباړه او زیاتونه: نوید صهیب ژوند هېڅکله له ستونزو، سختیو، غمونو او ستړیاوو څخه خالي ندی، په دې نړۍ کې تل پاتې خوشبختي ممکنه نده، دلته نه خوښي دوامداره وي او نه غمونه، د دنیا ژوند اوړي را اوړي او په هغه ډیر ښه حالت کې ایله د سختۍ او اسانۍ ترمنځ وي. انسان ته اړینه ده چې خپل احساسات، ځان او افکار د زمانې او حالاتو له دې ادلون بدلون سره برابر او عیار … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

ایمان د اوږد عمر یوه نښه ده

ژباړه: نسيمه محمدي د راپورونو په حواله، popmech.ru ليکي: آيا وړاندوينه کولاى شو، چې سل کاله ژوند وکړو؟ ١٠٠ سلنه دقيق/کره نښې نشته، خو امکان لري. مثلا که يو کس د غوړو او وچې ډوډۍ پر ځاى سالم او ښو خوړو ته لومړيتوب ورکړي، د اوږد عمر زيات احتمال شته. پر دې سربېره، ډېر لږ څرګنده او واضح نښې شته، چې د اوږد عمر زېرى ورکوي. ايمان څېړونکي او پوهان لا تراوسه په دې اړه ځواب نه … نور ولولئ
روغه سټه

د پُفک زیانونه؛ د سرطان او عقامت لامل کېږي

ژباړه او زیاتونه: ملیحه ناصري سرچینې: بېلابېلې هغه خوندور خواړه چې معمولاً ماشومان یې خوري، په صنعتي کارخونو کې جوړېږي، پاکټ کېږي او بیا په کمه بیه پلورل کېږي، دا خوندور خواړه نه جبرانېدونکي تاوانونه هم لري، د دې له جملې څخه یو هم پفک دي. په افغانستان کې دا ډول پاکټي خواړه د ماشومانو د خوښې وړ خواړه دي. کله چې کورنۍ د ماشوم د شوخۍ له لاسه په تنګ شي، همدا صنعتي خواړه … نور ولولئ
خواړه

د وينې نري کېدو لپاره کوم خواړه ګټور دي؟

ژباړه: صديقه پوپلزۍ د زړه د ناروغیو عوامل او علتونه ډېر دي، خو په عمده ډول د وېنې ټېنګېدل چې د وېنې د پرڼ کېدلو لامل ګرځي او د وېنې پرڼ کېدل یو ریسک فکتور د زړه د حملو او د مغزي سکتو لپاره دی؛ چې د وېنې د ټېنګېدلو د کچې په ساتنه کې خواړه ډېر اړین رول لري، چې د صحي خوړو څخه ګټه واخلو. دا چې کوم خواړه  زمونږ د وېنې د … نور ولولئ
په زړه پورې

د کورونا واکسین تر تزریق وروسته هم د ماسک کارول اړین دي؟

ژباړه: عایشه حیدري سرچینه: تابناک د کورونا واکسین له جوړېدلو سره سم مو دا هيله درلوده، چې نور به د‌ دغې ناروغۍ هېڅ مثبته پايله ثبت نه شي، او په ارام خیال به بېرته خپل هغه ژوند ته چې تر کورونا وړاندې مو درلود ور وګرځو. ماسک اچول له هغو ټکو یو و، چې موږ فکر کاوه، د کورونا واکسین تر تزریق ورورسته نور ورته اړتيا نه لرو. خو د متحده ایالتونو د الرژۍ او … نور ولولئ
په زړه پورې

د روغتیا نړیوال سازمان؛ بېوزله هېوادونو ته د کورونا واکسین چمتو کولو هوډ لري

  د BBC د یوه راپور له مخې؛ د روغتيا نړیوال سازمان د بېوزله هېوادونو لپاره دوه ملیارده د کورونا ضد واکسین چمتو کول غواړي. د روغتیا نړيوال سازمان په ورستۍ خبرپاڼه کې ویلي دي، چې دوی د دوه ملیارده واکسین، د عادلانه ویش په چمتو کولو بوخت دي. د ٢٠٢م  په لومړیو دریو میاشتو کې به دغه پروسه پلي کړي، چې د غریبو هېوادونو وګړو ته به ياد شمېر واکسین په وړیا توګه ورسوي. … نور ولولئ