ټولنیز ژوند

د سهار پلي ګرځیدو بې شمیره ګټې؛ ۵ یې دا دي !

ګرځېدنه یو ساده کار ښکاري، خو د معجزو ډکې ګټې په کې شته، په ځانګړې توګه د سهار له خوا ګرځېدنه ستاسو د روان او صحت له پاره معجزه کوي. دلته مو پرې پوهوو. د ټولو بې شمېرو ګټو څخه يې یوازې پنځو يادونه کوو: ـ د ذهن پیاوړتیا؛ یوازې د سهار په څو دقو ګرځېدنه خپل ځان د الزایمر له خطرناکې ناروغۍ څخه وژغورئ. ډېری کسان په ځوانۍ کې د ذهنې ضعیفوالي سره مخامخ … نور ولولئ
خواړه

که بادرنګ وخورئ، نو دا ۶ ګټې به ترلاسه کړئ

ژباړه: عایشه حیدري له هغو پخوانیو ګټورو څښاکونو له ډلې چې په وروستيو څو کلونو کې بیا ځلې مشهور شوي دي، یو هم د بادرنګ اوبه دي. دغه څښاک ډېرې ګټورې ځانګړنې لري او کولای شي د وزن په کمولو کې هم مرسته وکړي. په نننۍ لیکنه کې غواړو تاسو ته د بادرنګو د اوبو اوه اصلي او ګټورې ځانګړنې در وپېژنو تر څو وروسته له دې تل په کور کې د بادرنګو له اوبو … نور ولولئ
خواړه

په دغو ۶ خوړو د وېښتانو له توېدلو څخه مخنیوی وکړئ

د وېښتانو توېدل د ډېرو کسانو ستونزه ده. کېدای شي چې د وېښتانو توېدل بېلابېل لاملونه ولري. له دغو لاملونو څخه یو هم هورنومونه دي. د ځینو خوړو په خوړلو سره کولای شئ دغه هورمونونه کنټرول کړئ او د وېښتانو له توېدلو مخنیوی وکړئ. د هغو هورمونونو له ډلې چې د وېښتانو په توېدلو کې ډېره ونډه لري یو هم د هیډروټسټوسټرون هورمون دی. دغه هورمون د نارینه جنسي هورمون یعني ټسټوسټرون هورمون ته ډېر … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د امېندوارۍ پرمهال خوږو ته د اشتها لاملونه؛ ایا د نارینه ماشوم د زېږون نښه ده؟

ژباړه: عایشه حیدري په امېندوارۍ کې خوږو خوړو ته د اشتها ډېرېدل په ډېرو ښځو کې ليدل کېږي. ځینې خلک داسې ګومان کوي چې دا به د ماشوم د جنسیت په ټاکنه کې اغېز ولري، ان تر دې چې ځینې خلک داسې فکر کوي چې که د امېندوارې ښځې ډېرو خوږو یا تروه خواړو ته زړه کېږي، نو ماشوم به یې هلک وي. په داسې حال کې چې علمي څېړنې په دې اړه بل څه … نور ولولئ
خواړه

د وچو مېوو ځینې ځانګړنې: له تازه مېوو سره يې توپير څه دى؟

  ژباړه: عایشه حیدري لکه څنګه چې له نوم څخه یې ښکاري، وچې مېوې د تازه مېوه له وچولو څخه لاس ته راځي او له بېلابېلو ګټورو ځانګړنو څخه ډکې دي. په معمولي ډول وچې مېوې خپلې اصلي اوبه له لاسه ورکړې وي او له مغذي موادو څخه ډکې وي. وچې مېوې د مغذي موادو سربېره د فیبر او انټي اکسیډانټ غوره سرچینې دي. یو موټی وچه مېوه نږدې هغومره مغذي مواد لري چې تازه … نور ولولئ
افغانستان

ننګرهار کې واوره: د جلال اباد څنډو ته هم راورسیده + انځورونه

راپور: بشر درویش د ننګرهار په ګڼ شمېر ولسوالیو کې له کلونو ځنډ وروسته د واورو اورښت پیل شوی. دره نور، کامه، کوټ، سره رود، سپین غر، اچین، شینوارو، کوز کونړ، خوږیاڼي، پچیراګام، بټي کوټ، نازیان، هسکې مینې او یو شمېر نورې هغه ولسوالۍ دي چې کلونه وروسته په کې واور اوري. د سیمه ییزو خلکو په وینا چې اوس هم یو شمیر سیمو کې واوره جریان لري او ځینو ځایونو کې واوره دریدلې ده. … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

له زېږون وروسته د رحم د راټولېدلو مناسب ورزشونه

ژباړه او راټولونه: نسيمه محمدي له زېږون وروسته د ميندو بدن د يو لړ تغييراتو سره مخ کېږي، چې لومړي حالت ته بېرته ګرځېدلو ته وخت غواړي. د ولادت په خلاصېدلو سره، د رحم شديد انقباضات ختمېږي، خو د رحم راټولېدل او طبيعي خونريزي اتقباض ته اړتيا لري، چې رحم منقبض کېدلو ته دوام ورکوي. ممکن لږ دردناک اوسي چې د پس دردۍ په نامه يادېږي او دغه وخت ماشوم ته شيدې ورکول د رحم … نور ولولئ
خواړه

د لاچي/ هېل کوچنۍ دانې او سترې ګټې

ژباړه: عرفان لمر ١ – لاچي خوښي راوړونکي دي. هغه کسان چې غمجن او خفه وي، لاچي دې استعمال کړي ځکه آرام بښوونکي دي. ٢ – لاچي د بدن ځواک ته قوت وربښي او د خوشحالۍ سبب ګرځي. ٣ – په تندي او غاړه د لاچي غوړو مښل، د سردرد د لرې کيدو سبب ګرځي. ٤ – هېل د ځيګر دننه د موجودو لارو او رګونو د خلاصيدلو سبب ګرځي او په دې سره ځيګر … نور ولولئ
په زړه پورې

د تروخت وړاندې مړينې نوې نښې/ په ښي او کيڼ لاس کې د فشار د کچې توپیر

ژباړه: عایشه حیدري د پوهانو یوه نړيواله ډله دې پایلې ته رسېدلې ده چې که په ښي او کيڼ لاس کې د وينې د فشار کچه توپیر ولري، کېدای شي د ماغزو د سکتې، د زړه د حملې او په پای کې تر وخت وړاندې مړينې، نښې وي. د دغې څېړنې پايلې د Hypertension په نشریې کې خپرې شوې دي. د مېټاانالیز څېړونکو د دغې څېړنې د پایلو د لاسته راوړلو لپاره يوه سيسټماټيکه بیا … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

د ورزش کولو پر وخت د اوبو څښلو اړتیا؛ هغه وخت چې باید له اوبو استفاده وشي

ژباړه: ملیحه ناصري تر شلو/دېرشو دقیقو وروسته مو وجود خولې کېږي، تږي کېږئ او ورو ورو ستړیا احساسوئ، د دې ټولو لامل به څه وي؟ دا په وجود کې د اوبو د کمښت نښې خپل ځان رابرسېره کوي. د وجود ډېر خوځښت او توده هوا، د دې لامل کېږي چې وجود کې اوبه کمې شي. د ورزش کولو پر وخت نه تږي کېدل،  د دې نښه نه ده چې ګڼې د اوبو له کمښت سره … نور ولولئ