خواړه

د وينې د قند کنټرولولو لپاره دا دوې مېوې وخورئ!

ژباړه: عايشه حيدري شکر یا د وينې قند داسې یوه ناروغي ده چې کېدای شي د ځینو خوړو په خوراک سره یې کچه ښکته او یا پورته شي. د برنا د راپور له مخې، د وينې د قند لوړه کچه کولای شي ډېرې ستونزې د بېلګي په توګه عصبي ستونزې، د زړه ناروغۍ، د پښتورګو او سترګو ناروغۍ وزېږوي او ډېری بیا په دې باور دي چې له حد څخه ډېر چاغښت د وينې د … نور ولولئ
خواړه

که په دغو شرایطو کې یاست، د وزن کمولو له رژیم څخه ډډه وکړئ!

ژباړه: عایشه حیدري ډېری خلک د وزن کمولو لپاره د خوړو رژیم نیسي. خو کله کله د خوړو دغه رژیم انسان ته ګټې پر ځای زیان اړوي. کمزوري، بې حوصله گي، د وينې د فشار د کچې ښکته راتلل او ډېری نورې ستونزې د ډنګروالي د رژیم له امله رامنځته کېږي او کېدای شي خطرناکې پایلې ولري. که غواړئ خپل وزن کم کړئ، نو ښه ده چې د ډنګروالي هغه اصول مراعت کړئ چې ستاسو … نور ولولئ
سوله

د روغتیا نړیوال سازمان؛ د نړۍ ټولو بې وزلو هېوادونو ته د کرونا واکسین یواځې ۲۵ دوزه ورکړل شوي

د روغتیا نړیوال سازمان وايي، د دوشنبې په ورځ اعلان وکړ چې تر دې دمه د ټیټ عاید لرونکي هیوادونو ته د کرونا واکسین یوازې ۲۵ دوزه ورکړل شوي دي. ددې سازمان عمومي منشي تدروس آدانوم د نړۍ هغو ۳۹ ملیونه واکسینو ته اشاره وکړه چې بډایه هیوادونو ته ورکول شوې او دا کار یې یو ناورین یاد کړی. د ښاغلي ادانوم په وینا، دا عادلانه نه ده چې په بډایه هیوادونو کې دې ځوانانو … نور ولولئ
ټولنیز ژوند

هغه ناروغۍ چې د وزن د کمښت لامل کېږي

ژباړه: ملیحه ناصري ۱-د عضلاتو کمېدل: د عضلاتو کمېدل چې موږ یې د عضلاتو اوبه کېدل بولو، د وزن د کمېدو لامل کېږي. اصلي نښه یې د عضلاتو کمزوري کېدل دي. آن داسې هم شونې دي چې یو غړی مو تر بل غړي کوچنی درته ښکاره شي. ۲-د ټایرويیډ ډېر فعالیت: هایپرتایروډیزم هغه وخت پیدا کېږي چې ټایروییډ ډېر هورمون تولید کړي. دغه هورمونونه د وجود ډېری کړنې او ميټابولیزم کنټرولوي. که ټایروییډ ډېر کار … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

په ژور خفګان اخته کسان د دغو چارو په سرته رسولو کې ستونزه لري

ژباړه: صديقه پوپلزۍ ژور خفګان/ ډېپرېشن یوه روحي ناروغي ده، چې په ټوله نړۍ او په ځانګړې توګه زموږ په هېواد کې زیاته لیدل کیږي. د ژور خفګان نښې هغه وخت په يو کس کې ليدل کېږي چې یو کس په متواتر ډول / دوه اونیو یا ډېری وخت خفه وي، نه يوه يا دوه ورځې. د روغتیا پوهنې له نظره دا ناروغي هغه وخت منځته راځي، چې د چاپېریال او حالاتو سره د انسان … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د دغو مېوو خوړل درد اراموي

ژباړه: عایشه حیدري سنځله خوندوره او سړه مېوه ده او له ډېرې زمانې څخه په افغانستان کې د وچې مېوې په توګه کارول کېږي او روغتیا ته ډېره ګټه لري. دغه مېوه د افغانستان په هر ګوټ کې د ژمنۍ وچې مېوې په توګه خوړل کېږي او مېلمنو ته پرې ښه راغلاست وايي. د برنا د راپور پر بنسټ، بېلابېلو څېړنو ښودلي دي چې د سنځلو خوړل هر ډول درد اراموي، د دې ترڅنګ د … نور ولولئ
خواړه

انګور- مڼه؛ یو هیښوونکی میوه ییز ترکیب

مڼه د خدای له هغو نعمتونو څخه شمېرل کېږي چې خورا ګټې لري. که د ورځې یوه مڼه وخوړل شي, وجود روغ ساتي او انسان روغتیاپال ته د ورتلو لپاره نه اړ کېږي. د نړۍ په کچه داسې کسان هم شته چې د خدای ج دا ښکلی نعمت نه شي خوړلی. څوک یې له بویه بده وړي, د چا یې خوند بد ایسي, څوک هم حساسیت ورسره لري. خو پوهانو د دې ستونزې د حل … نور ولولئ
ځوانان او زده کړې

د سر وېښتانو پر ښه والي د سر د پوستکي د روغتیا اغیزه

ژباړه: عایشه حیدري د وېښتانو توېدل یوه عامه ستونزه ده او ډېری ښځينه او نارينه په خپل ژوند کې له دغې ستونزې سره مخ کېږي. د وېښتانو د توېدلو د مخنیوي لپاره یو اسانه او اړینه لاره د سر د پوستکي سمه ساتنه ده، ځکه همدا کار د وېښتانو د فولیکولونو د پیاوړتیا لامل کېږي. د وېښتانو فولیکولونه د ودې یو دوران لري چې کېدلای شي د هورمونونو، درملو، د خوړو رژیم، ناروغیو او ډېرو … نور ولولئ
خواړه

بادیان؛ څو خورا مهمې ګټې یې

ژباړه: ملیحه ناصري لومړی به دا ووایو چې بادیان څه ډول دی؟  یو بوټی دی چې مېوه/ثمر یې کوچنۍ دانې دي. همدا دانې ډېر ښکلی بوی او خوند لري. پر دې سربېره د ډېرو ناروغیو درمل دی. کوچنۍ دانې \ یې له ګله جلا کېږي او وروسته خوړل کېږي. د همدې لپاره په ټولو طبیعي درملو کې د بادیانو نوم هم یادېږي. په دودیز طب کې یې کارونه له پخوا راهیسې دود وه، اوس هم … نور ولولئ
خواړه

چای که قهوه؟ کوم یو وڅښو؟

ژباړه: عایشه حیدري چای او قهوه، دواړه د نړۍ تر ټولو ډېر څښل کېدونکی او خوندور څښاک دي او ډېر مينه‌وال لري. ان کولای شو ووایو چې له اوبو څخه وروسته په ټوله نړۍ کې خلک له چای او قهوې څخه ډېره ګټه اخلي. تور چای د چای کورنۍ په مېنځ کې په ټوله نړۍ کې ډېر تولېدېږي او د چایونو په مېنځ کې تر ټولو ډېر څښونکي لري او له دې پلوه یې په … نور ولولئ