بریا او پرمختګ

که له سبب پرته د لټۍ او ستومانۍ احساس کوئ، نو دا لارې چارې درسره مرسته کولی شي

کله ناکله به مو پام شوی چې پرته له کوم درانه کار ځان ستړی احساسوئ. وجود مو نا اشنا درد کوي او د کار کولو جوکه نه لرئ. په ځانګړې توګه د هوا په بدلیدو ګڼ کسان د بې انرژي توب احساس کوي. او نه شي کوله خپل ورځني کارونه په سمه توګه ترسره کړي. لاندې څو طبیعي او په ساینسي څیړنو ثابتې شوې لارې چارې شته چې په عملي کولو یې د خپل وجود … نور ولولئ
خواړه

د عصابو د پیاوړتیا لپاره (۸) غوره خواړه

ستاسو مغز او عصاب خوړو ته هماسې اړتیا لري لکه ستاسو زړه، عضلات او د وجود نور غړي یې چې لري. خو کوم خواړه د مغز له پیاوړتیا سره مرسته کوي؟ دلته د اتو خوړو لیست درسره شریکوو چې په خپلې ورځنۍ غذا کې یې په شاملولو تاسو خپل ذهن صحتمند ساتلی شئ. چارمغز یا غوزان غوزان د عصابو د ساتنې مواد لري. په غوزانو کې ویټامین E ، فولات اومیګا ۳ غوړ او انټي … نور ولولئ
روغه سټه

څو ټکي د پوستکې د وچوالي او خشکۍ د مخنیوي لپاره

وچ پوستکی زیاتره په یخو موسمونو کي د ستونزو سره مخامخ کیږي، پوستکی نرموالی له لاسه ورکوي، خارخښت پیداکوي، پوست اچوي، چاوديږي او حتی ویني کوي. په ژمې او مني کې دا هغوی چې لا دمخه یې پوستکی خشکي ولري، د پوست له لا ډیر وچیدو او چاودیدو سره مخ کیږي. د وچ پوستکي ساتنه. د لاندي ټکو مراعتول تر ډیره وچ پوستکی نرم ساتي او د پوستکي د وچوالي څخه مخنیوی کوي. ۱: د … نور ولولئ
روغه سټه

هغه څه چې د عصابو د کمزورۍ سبب کیږي

ليکوال: داکتر اووز ژباړه: داکتر عارف صديد د انسان په وجود کي اعصاب تر ټولو مهمه برخه ده، د انسان ټولي چارې او فعالیتونه د عصابو له خوا کنټرولیږي. لاندي ځیني مهم ټکي دي چي په پام کي نیول یې د ذهن په سالم ساتلو کي مرسته کوي. ۱- د سهار چای نه څښل: هغه خلک چې د سهار چای نه څښي په بدن کي یې د شکري اندازه راکښته کېږي، په نتیجه کي یې … نور ولولئ
ټیکنالوژي

پر بربنډو فلمونو اعتياد او د خلاصون لار

  په وروستيو کلونو کې ځينې په دې تېروتنه چې ګواکې د دغسې وېډيوګانو په کتلو ورته ځان ماډرن ښکارېده او ځينې يې د ټولنيزو محروميتونو له امله د بربنډو وېډيو کليپونو په کتلو معتاد شول چې اوس يې په ټولنه کې يوه لويه ستونزه را ولاړه کړې ده. په دې برخه کې يوازې وېډيو کليپونه نه دي، بلکې د لوڅو او بربنډو عکسونو، تر نيم ساعت د اوږدو فلمونو او کتابونو پرېماني، ځينې هغه … نور ولولئ
روغه سټه

د خوب ځینې لارې چارې؛ له یخې لامبه تر تودو جرابو!

  لیکنه: ریچارډ جانیس ژباړه: غازي عابد امریکايي ساینسپوهانو ثابته کړې چې د خپل ژوند د پلانونو بریالیتوب په ښه خوب او د شپې له لورې په کمو ګډوډیو او مزاحمتونو کې دی. په دې نوې څیړنه کې چې په (Journal Sleep) کې خپره شوې وايي، د تحقیق او تجربو په لړ کې په ۸۲۳ کسانو څیړنې شوې، په دوی کې ۶۳ سلنه داسې و چې په خوب کې یې پرې د خپسو د راتګ … نور ولولئ
روغه سټه

د ښه او ارام خوب لپاره ؛ خوب ته چمتو اوسئ

• کله ناکله ستاسو اندېښنې تاسو له ویده کیدو منعه کوې، نو ښه داده چې تر ویده کیدو دمخه خپلې ټولې اندېښنې پر یو کاغذ یې ولیکئ، په دې توګه تاسو کولی شئ د یو شي په اړه اندېښنه کول سبا ته وځنډوئ. همدارنګه هغه کارونه چې فکر مو مشغول ساتي هم پر کاغذ یاداشت کړئ. له دې سره به تاسو خپل ‌ذهن ته یو ډول د ویده کیدو اجازه ورکړئ. • خوب ته تر … نور ولولئ
بریا او پرمختګ

ذهن ته د مالوماتو د سپارلو غوره مهارتونه

ایا ته هم د هغه کسانو له ډلې څخه یې، چې کوچني مسایل لکه، د فلمونو او کتابونو جزیات او د هغو خلکو نومونه چې ورسره ملاقات کوي، له یاده یې ځي؟ که څه هم دغه کار زړه خپه کوونکی دی، خو په اړه یې تشویش مه کوه؛ ته کولی شې چې د پای ټکی ورته کیږدې. په ۱۸۷۰ میلادي کال کې، یو جرمنی ارواپوه چې هیرمن ایبینګ هاز (Herman Ebbinghaus) نومیده، د انسان له … نور ولولئ
روغه سټه

پنځه نښې چې ښيي پوره خوب مو نه دی کړی

  د کافي او ښه خوب په اړه ډير معلومات خپاره شوي. دا چې ولې مهم دی او څنګه کافي خوب زموږ په ورځني ژوند او چارو اغیز کوي. په خوب کې ناغه او کافي خوب نه کول مخکې له دې چې تاسو یې درک کړی ستاسو بدن یې تاوان پرې کوي. دلته درسره څو هغه نښې او علامي شریکوو چې ښيي ستاسو خوب پوره نه دی او نور خوب ته اړتیا لرئ. 1- کله … نور ولولئ
روغه سټه

د وینې د لوړ فشار لرونکو دپام وړ ټکې

لومړی: ددرملو له کارولو وړاندې باید د خپل ژوند تګلاره سمه کړو، چې باید لاندې ټکو ته پام وکړو. ۱: دوزن کمول ستاسو فشار ۷/۳ درجې راکموې او آن لږ وزن کمول هم ستاسو دفشار او دزړه ناروغیو ګواښونه کموې. ۲: تمرین کول: لږ ترلږه د ورځې نیم ساعت ازاد تمرین لکه تیز مزل دفشار، چاغوالي اودزړه د ناروغیو د کمیدو لامل کېږې. ۳: د مالګې کمول: دخوړو د مالګې کمول (۶ ګرامه په ورځ … نور ولولئ